دخپریدو نیټه : 2012-06-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اکرم او صحرا
احمدجان نوزادی
په داسی حال کی چی ښوونکی تازه درس پیل کړی ؤ، ددروازی ټک ټک یی درس اخلال کړاو د ښوونکی توجه یی د ځان پلو واړول. دصنف په وره کی یو د پاخه عمر خاوند زلمی د یوه تنکی ماشوم سره ولاړی دی او و ټولګی ته دداخلیدو اجازه غواړی. ښوونکی د یوی لحظی لپاره درس ودراوه، مخ یی د وره پلو راواړوه او داسی یی وویل: مهربانی وکړی څه مو ویل؟
په وره کی ولاړ سړی داسی شروع وکړه: ښو ونکی صاحب دازما زوی دی اونن یی ددرس لومړی ورځ ده نو ځکه زه ورسره راغلم تر څو لار او ګودر و پیژنی، خو داسی ښکاری چی موږنا وخته راغلی یو.
ښوونکی: خیر دی وروره ستونزه نشته. ښوونکی څو قدمه وړاندی راغی ماشوم ته ټیټ شو او داسی یی وویل: شاباش نوم دی څه دی؟
- اکرم،
- واه واه څه ښکلی نوم دی او دپلار نوم دی څه دی؟
- خیر محمد،
- ښوونځی لولی؟
- دهمدی لپاره خو راغلی یم.
- ښوونکی ته د اکرم ځوابونه زیات په زړه پوری وه ، نو ځکه یی یو ځل بیا تر ځغلنده نظر تیر کړ، له لاس نه یی ونیو او د چوکی و لورته یی رهنمایی کړ.
- ښونکی د اکرم پلارته داسی وویل: وروره نورنو ستا دنده خلاصه شوه او پسله دی دا زما دنده ده چی و اکرم ته پاملرنه وکړم، ستایی په مخه ښه.
- د اکرم پلار: ښو ونکی صاحب: ایا اکرم به پسله غرمی د کورلاره و مومی او که بیا هم ورپسی راشم.
- ښوونکی یو ځل بیاهم و اکرم ته و کتل او دهغه پلارته یی داسی ځواب ورکړ: وروره څوک چی د ژوند لاره میندلای شی هغه به هیڅکله هم د کور لاره غلطه نه کړی.
د اکرم پلار سره ددی چی د ښوونکی په خبره یی پوره سر خلاص نه شو، خو د خدای په امانی په ویلو سره یی په داسی حال کی د کور لاره خپله کړه چی زړه یی په ښو ونځي کی د خپل ماشوم زوی سره پاته شو .
ښو ونکی، اکرم د ټولګی په لومړی قطار کی کښیناوه او بیا یی درس د سره پیل کړ. د لومړی ټولګی د تعلیمی کال لومړی ورځ او ددی ټولګی دزده کونکو لپاره د ژوندانه لومړی درس ؤ. ډیر زده کونکی پخپلو کی سره مصروف وه یوازی یو ځو زده کونکی د ښونکی و هری کلمی ته خو را په ځير متوجه وه چی یو هم د هغوی نه اکرم ؤ.
کله چی درس خلاص شو، ښوونکی مخ د زده کونکو پلو کړ او داسی یی وویل: درس چا زده کړ؟
اکرم په لوړ اواز وویل: ما زده کړ ما، ا و ددی کلمی په ویلو سره یی د ښوونکی توجه نوره هم دځان پلو واړول. د ښو ونکی باور نه راته او دا لومړی ځل ؤ چی د لومړی ټولګی یو زده کونکی په لومړی ورځ دلوست د زده کړی اظهار کوی. ځکه ښو ونکی و غوښتل چی ځان ډاډه کړی، نو سمدلاسه یی اکرم ته موسکی شو او وویل: شاباش اکرمه راځه کنه اوس ستا نوبت دی چی درس تشریح کړی.
اکرم په ډیر جراات د ټولګی و مخته ودرید او د بسم الله الرحمن الرحم په ویلو سره یی درس دسر راپیل او تر ختم پوری یی ټول داسی شرح کړ چی د ټولګی ټول زده کونکی یی حیران کړل. له ټولو نه زیات یی ښوونکی حیران کړ.
ښو ونکی د اکرم په استعداد کی خورا ځلانده راتلونکی ولیده د هغه پر سر یی د مهربانی لاس را کش کړ او ورته یی وویل: شاباش اکرم جانه! نام خدا نظر نه شی داسی ښکلی درس دی تشریح کړ چی خوند دی په وکړ. بیا ښوونکی مخ د زده کونکو ولورته راواړه اوداسی یی وویل: ګرانو زده کونکو پسله دی چی کله له تاسو نه څوک پوښتنه کوی، چی درس چا زده کړ، نو تاسی بیله دی چی څه ووایاست یوازی د خپل لاس په جګولو ځواب ورکړی او په دی ډول خپل د ټولګی نظام وساتی.
ښو ونکی د اکرم په چرت کی ډوب تللی ؤ چی د رخصتی زنګ یی فکر اخلا کړ. او د په مخه موښه ګرانو شاګردانو په ویلو سره د ټولګی نه راووت.
ورځي او هفتی تیری شوی، او اکرم دهری ورځي په تیریدو سره پخپل ټولګی او په ښو ونځی کی ځانته ځای پیداکاوه، د اکرم لپاره اوس ښوونځی ددویم کور ځای نیولی ؤ. اکرم به د ټولونه مخکی ټولګی ته حاضر ؤ او د ټولونه وروسته به د ټولګی نه واته.
اکرم د خپل ټولګی لومړی زده کونکی ؤ، پر استادانو او اداری خورا ګران ؤ او هرچا به د اکرم صفت کاوه. اکرم نه یوازی داچی په ټولګی کی ټولوته ګران ؤ په همداشان اکرم په کور او کلی کی دنورو ماشومان په پرتله ډیر محبوبیت درلوده.
اکرم چی به کله د ښوونځی نه راستون شو نوسمدلاسه به خپل د نیکه، چی ده ته له ټولونه زیات نژدی او ګران ؤ ورغی او دهری ورځي قصی به یی بیلی بیلی ورته ویلی.
داکرم نیکه چی د اتیا کلو په شاوخواکی عمر یی لاره او پښه یی د ګور پر غاړه وه، داکرم قصی به یی دزړ په غوږو اوریدلی. داکرم نیکه، ستر ویاړ کاوه چی لمسی یی خورا هوښیار اوځيرک هلک دی. نیکه به، چی چیری هم تی نو اکرم به یی لکه دلاس د لکړی په څیر دځانه نه بیلاوه. په جیب کی به یی وخپل لمسی ته خوږه ساتله او هغه به یی ډیر نازاوه.
د ښوونځی د لومړی کال په وروستیو کی اکرم نه یوازی داچی خپل کارونه یی کول بلکه د ښوونکی سره یی هم مرسته کوله. کله کله به یی د ښوونکی په غیابت کی نوی درسونه تشریح کول. کال پای ته ورسید او اکرم په خپل ټولګی کی اول نمره کامیاب شو او د کال د ښه زده کونکی لقب یی ترلاسه کړ.
ښوونځی ددرو میاشتو لپاره تعطیل شوه. ټول زده کونکی په رخصتی باندی خوشحاله وه خو یوازی اکرم په دی رخصتی خوشحاله نه ؤ. درخصتی په ورځو کی به اکرم کله کله دخپل پلارسره په کر او کروندی کی مرسته کوله. کله کله به یی هم خپل قلم او کتابچه را واختسل او د لیک او لوست تمرین به یی کاوه، او یا ډیر وخت به یی د خپل نیکه سره د مکتب په قصو تیراوه.
یو کال ښوونځی د اکرم په واړه ذهن کی ستر انقلاب رامنځته کړی ؤ. اکرم به د خپل ماحول په اړوند او بیا د ښوونځی دماحول په اړوند فکر کاوه. اکرم چی به کله خپل ښوونکی لیدل چی پاکی جامی یی په تن کی دی او په ټولنه او ولس کی ورته درناوی کیږی. نو ماشومانه هیله به یی داوه چی ای کاش زه هم ښوونکی شم.
د رخصتی په ورځو کی اکرم ډیر وخت ومینده ترڅو دخپل نیکه سره لر اوبر کلی ته لاړ شی او سیل وکړی. اکرم او نیکه یی داسی سره خواږه وه چی ټول کلی یی وځان ته حیران کړی ؤ. د شپی به ترناوخته پوری د اکرم نیکه واکرم ته یی نکلونه کول. کله به یی ورته د مرد اونامرد داستان وایه او کله به یی ورته د بیبو او ښادی خان دمینی داستان اوراوه، او اکرم به داسی ورته ځیر ؤ لکه یو څوک چی د فلم رښتینی صحنه وګوری. خو په رښتیا به هم اکرم د نیکه ټول داستان پخپل وړوکی ذهن کی ترسیمول. او د مینانو او مردانو خصوصیتونو ته به یی پخپل ځان کی پیاوړی کول.
د اکرم او نیکه ملګرتیا خورا لڼده شو. داکرم نیکه نا ببره ناروغ شو، او پسله یو څو ورځو یی ددی فانی نړی سره د خدای په امانی وکړه او ځان یی و ابدی نړی ته تسلیم کړ.
دی کار د اکرم پر ذهن باندی خورا ناوړه اغیزه وشیندله. اکرم د ځان لپاره کوښه توب اختیار کړ، او چی کله به هم یوازی شو نو خامخا به یی دځان سره پټ پټ ژړل. د اکر مور او پلار چی اکرم یی یوازینی ماشوم ؤ داکرم داحالت نه شو لیدلای. کوښښ به یی کاوه تر څو اکرم مصروف کاندی او په دی ډول اکرم د نیکه خواشینی هیر کړی او ځانته عادت ونیسی. خو داکار خوراستونزمن ؤ.
د مور او پلار د ډیرو هڅو سره سره، اکرم بیا هم د نیکه د فکرونود ټاله نه راواته. رنګ یی ورځی په ورځ ژړیده او او خوب او خوراک یی ورک ؤ.
د اکرم پلار چی دزوی دا حالت ولید میرمنی ته یی وویل تر څو هلک د څو ورځی لپاره د ترور کورته بوزی. هلته به هم ترور او ترورزی ووینی او هم به دنیکه غم هیر کړی. تر څو بیرته راستنیږی نو مکتب به یی هم شروع شی او بیا به په ورو، ورو نیکه او دهغه یادونه دیاده وباسی.
د اکرم مور د اکرم سره یو ځای و برکلی ته په میلمستیا ولاړل. او هلته اکرم د ترورزیانو سره په لوبو مصروف شو او تر یوه بریده یی د نیکه غم هیر کړ. ولی د نیکه یادونه دژوند تر پایه د اکرم دتنهایی ملګری شوه.
د ښوونځی دویم کال:
اکرم د ښوونځي په شروع له بل هر چانه زیات خوښ ؤ. اکرم پسله درو میاشتو نه بیا خپل زاړه ملګری، چی هر یو یی د ورور په څیر اکرم ته ګران ؤ ومیندل. دا کال اکرم له تیر کال نه هم تکړه ؤ. درسونه ورته ساده وه. هغه اوس هر ډول کتاب لوستلی شو. دریاضی جمع ، تفریق او ضرب زبانی یی ښه زده کړیوه.
اکرم خو به پخوا خپلی پوښتنی د نیکه سر طرح کولی، ولی اوس چی نیکه یی د لاسه ورکړی ؤ ، نو اکرم به خپل ټولی پوښتنی د خپل ښوونکی نه پوښتلی او ښوونکی به ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکول.
داکرم پوښتنی اوس دتیر کال په پرتله خورا مهمی او درندی وی. اکرم به د اسمان، لمر، سپوږمی او ستورود خلقت په هلکه فکر کاوه، کله کله به یی د ځان د راتلونکی په هلکه فکر کاوه.
یوه ورځ د تفریح په وخت کی اکرم د ښوونکی خواته راغی او داسی یی وویل:
ښوونکی صاحب تاسو څومره ښوونځی لوستی ده؟
ښوونکی ځواب ورکړ: اول ښوونځی اوبیا پوهنتون.
نو ایا زه کولای شم چی دومره ډیره ښوونځی ولولم؟
ښوونکی: ولی نه ته حتما کولی شی.
اکرم: زموږ ښوونځی څوکاله ده؟
ښوونکی ځواب ورکړ: بس یوازی شپږ کاله.
اکرم موسکی شو او داسی یی دوام ورکړ. نو بیا؟
ښونکی اکرم له لاس نه ونیو او په داسی حال کی چی دواړه د ټولګی و لورته روان شول، ښوونکی ورته وویل نو بیا به د خیره سره ولیسی ته ولاړشی او هلته به یی شپږ کاله نور ولولی، او بیا به دخیره سره و پوهنتون ته لاړشی. په دی وخت کی دواړه و ټولګی ته ننوتل او ښوونکی، اکرم ته وویل چی نورو پوښتنو ته دی سبا ځواب وایم.
دا ټول پوښتنو او ځوابونو د اکرم په ذهن کی ځای نیوه، او هلته پیاوړی کیدل، نور پوښتنی یی رازیږولی او د اکرم ذهن یی مصروفاوه. دا پوښتنی داکرم د تنهایی ملګری کیدی او د اکرم د زلمیتوب سره یو ځای ټکینی کیدلی.
پنځه کال وروسته:
اکرم د کلی د ښوونځی پنځه ټولګی پرله پسی ولوستل او اوس په شپږم ټولګی چی وروستی ټولګی یی ده درس لولی. اکرم اوس تنکی زلمی دی. ډیر څه یی زده کړی او ډیرو پوښتنو ته یی ځوابونه میندلی دی. اکرم ته په ښوونځی، کلی، کور او جومات کی خورا په درنده سترګه کتل کیږی. د مکتب اداره خو په اکرم پوره حساب کوی. ډیر وختونه ترینه د ښوونکی کار اخلی او د خپل ښوونکی سره خو یی اوس ملګرتیا د وروری ترسرحده مخته تللی ده.
یوازی یو څه دی چی اکرم زوروی، او هغه د اکرم ویره ده چی مبادا پلار یی ورته د مکتب ویلو اجازه ورنکړی. اکرم به دا خبره په وار وار دخپل ښوونکی نه پوښتل چی که چیری یی پلار اجازه ورنکړی نو بیا به څه کیږی، خو ښوونکی یی هر ځل و اکرم ته امیدواری ورکول او دی یی وراتلونکی ته هیله من کاوه.
اکرم دځان سره تصمیم ونیو ترڅو لومړی داخبره پخپله دخپل پلار سره شریکه کړی، خودا کار ورته خورا دروند ښکاریده او هیڅکله یی ددی جراات نه کاوه ترڅو د پلار سره مخامخ خبری وکړی. ځکه یی تصمیم ونیو تر څو مور ددی کار لپاره واسطه کړی.
د اکرم باور نه راتی چی پلار به یی دده د ښوونځي سره موافقه وکړی او په زړه کی یو ناولی لاس کرځیده او دی یی نا هیلی کاوه. اکرم پس ډیرو سوچونو بالاخره تصمیم ونیو تر څو دا خبره سپینه کړی او خپل سودا رفع کړی. نو کله چی له ښوونځي نه راستون شو، د ډوډی دخوړلو وروسته یی مخ مورته راو اړاوه اوداسی یی ورته وویل:
اکرم: مورجانی یوه خبره درته وکړم؟
مور: زویه ولی نه شل خبری خوراته وکړه.
اکرم: سږ کال می وروستی کال دی او ښوونځی خلاصیږی.
مور: موردی جارشی دا ډیره ښه خبره ده چی ته دخیره سره د مکتب نه خلاص شی نوبیا به خپل د پلار بازو شی او په کارونو کی به ورسره مرسته کوی.
اکرم: نه مور، زه غواړم له تانه څه وپوښتم.
مور: موردی جارشی ویی پوښته، غواړی څه وپوښتی.
اکرم: ایا زه کولای شم چی په ولسوالی کی نور ښوونځی ولولم؟
مور: زویه، نوره ښوونځی دڅه لپاره؟
موری زه غواړم د خپل ښوونکو په څير لوړ تحصیلات وکړم.
مور: موردی بلا واخلی، دالوړ تحصیلات بیا څه وی؟
اکرم: مور، ډیر خو زه هم نه پوهیږم، خو زه دومره پوهیږم چی لومړی باید لیسه خلاصه کړم او بیا باید لوړ تحصیلات وکړم، چی زموږ ښوونکی ورته پوهنتون وایی.
مور: زویه، نه دی پلار مکتب لوستی ؤ، نه نیکه، راځه داخبری هیری کړه.
اکرم: مور، ته خو می پلارته داخبره یاده کړه.
مور یی بیا ټینګار وکړ او داسی یی وویل: زویه په دی خبرو پسی مه ګرځه.
داکرم سترګی د اوښکو ډکی شوی، د زاریو او ناز لاره خپله کړه او موریی راټینګه کړه تر څو داخبره یی د پلارسره شریکه کړی، خو موریی به یی خبره تیره کړه او ځان به یی د کور په کاربوخت کړ.
خو اکرم، مورداسی را مجبوره کړه چی بیله دی چی د خپل یوه دانه زوی خبره ومنی نور یی د تښتی لاره نه درلوده.
څو ورځی تیری شوی او اکرم به هره ورځ دمورنه تپوس کاوه: ایا زما پلارته دی وویل. خو موربه ورته منفی ځواب ورکاوه ولی په عین زمان کی به یی وعده کول چی حتما به یی پلارته وایی.
داکرم مور تصمیم نیولی ؤ چی خپل دزوی غوښتنه دخپل خاوند سره شریکه کړی، خو داکاردهغی لپاره هم دومره ساده نه ؤ. د اکرم مور خپل خاوند پیژاند چی یو سرټمبه کلیوال دی او په اسانی باندی به هیڅکله هم د زوی او میرمنی غوښتنه و نه منی، ځکه نو په یوه مناسب فرصت پسی ګرځیدل.
یوه ورځ چی د اکرم پلار د ماسپښین دلمانځه نه راګرځیدلی ؤ. د کلا و دیوال ته یی ډه ډه وهلی وه. د چای توره چای جوش ورته پرته وه، او دهر غړپ سره به یی د پلمیتو یوه سخته دانه تر غاښ لاندی میده کړه، مخ یی میرمنی ته راو واړاوه اوداسی یی وویل: داکرم مور، سږ کال کښت ډیر ښه ده، او که خدای کول پوره رشه به واخلو. داسی غنم په دی ډیرو کلو کی نه دی شوی. دبادامو ونی هم ښه بار دی. او که خدای کول سږ کال به مو ژوند ډیر ښه وی. د اکرم مور چی خپل دخاوند خبری په خورا مینه اوریدلی او په عین وخت کی یی تلاش کاوه ترڅود فرصت نه په ګټی اخیستنی سره خپل د زوی پیام و پلارته ورسوی. داکرم مور د خپل خاوند په خبرو خوشحاله وه.
کله چی د خاوند خبری یی تمامی شوی، نو سمدلاسه د اکرم مور داسی شروع وکړه.
سړیه، زه هم غواړم چی تاته څه ووایم، خو زه نه پوهیږم چی څومره به ستا خوښ شی.
سړی خپل میرمنی ته کښته پورته وکتل او ورته ویی ویل، ښه وایه نو ته غواړی وماته څه ووایی، نوی جامی غواړی، او که دی مور او پلارته میلمستیا ورکوی.
د اکرم مور: نه سړیه، دا خبره نه ده کاشکی همدا خبره وایږ
د اکرم پلار: یو ځل بیا خپل میرمنی ته وکتل او نوره یی زغم پای ته ورسید، او داسی یی وویل: ښځي، ته څه سره او شنه کیږی او ترژبه لاندی خبری کوی. سم یی ووایی، غواړی څه ووایی؟
ښځی یی سل زړونه یو زړه کړل، او داسی یی وویل: سړیه، اکرم غواړی چی د ولسوالی په لیسه کی خپل زده کړو ته دوام ورکړی.
د اکرم پلار: ددی خبری په اوریدلو سره حک حیران شو، او داسی یی وویل: څه! څه !! څه !!!
او بیا یی داسی دوام ورکړ: ښځي، ښوونځی څه او کاریی څه (( وایی څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول)). نور په دی خبرو پسی مه ګرځه او د هلک سرسم ورخلاص کړه.
داکرم مور: سړیه ما ډیر ورته وویل، خو هغه دواړی پښی په یوه موزه کی کړیدی او هره ورځ له مانه پوښتی چی زما پلارته دی وویل.
د اکرم پلار: ښځی، زه یوه دانه زوی لرم او نه غواړم هغه دځانه لیری او مسافر کړم او بس.
دوام لری..............................