دخپریدو نیټه : 2012-07-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اکرم او صحرا
احمدجان نوزادی
دریم څپرکی
د اکرم مور دخاوند په پریکړنده ځوابونو سخته ناهیلی شوه. د نا امیدی اوښکو یی پر مخ لاری وایستی او په داسی حال کی چی د پړونی په پلو یی پوزه اوسترګی پاکولی خپل خاوند ځانته پريښود، او به یی راواخیستی لاس او مخ یی تازه کړل، د ماخستن لموځ یی ادا کړ بیا یی دوه رقعته نفل و ګذارل، دواړه لاسونه یی د الله ودربارته لپه کړل، او په لوړ اواز یی داسی وویل.
یا الهی تا دمور او پلار نه مهربان یی زما بچی ته هغه څه پیښ کړه چی خیریی پکښی وی.
د اکرم پلار هم لمونځ ادا کړ اود کټ وخواته وخوځید.
اکرم په پټه خوله خپل د مور او پلار خبری واوریدی. د ژوند نه ناهیلی شو، سترګی یی د پراخه اسمان په لوری چی د څوارلسمی سپوږمی کی نڅا کول او ځمکه یی د سپينی ورځی په څير رڼا کړی وه، واړولی، یوسوړ اسویلی یی وایست او، ورو یی وویل: یا د ځمکو او اسمانو ربه، ته خو هرڅه لیدلای شی، ته دزړونو مالک یی، بیله ستا له ارادی نه خو پاڼه هم نه خوځيږی، ته خو د حق او عدالت ملګری یی، زه هم غواړم یوازی ځان په حقیقت پوه کړم، نوای دمور اوپلارنه مهربانه خدایه، زه ستا لمنه نیسیم او له تانه مرسته غواړم. سره ددی چی د اکرم سترګی و اسمان ته پاته وی خو په ذهن کی یی د مور زاری او دپلار پریکړنده ځوابونه یو په یوه تکراریدل او په اکرم یی خوب حرام کړی ؤ. تر سهاره په کټ کی لټ پر لټ واوښت، خوب یی له سترګو و تښتید. په ذهن کی یی داخبره چی (څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول) په وار، وار راګرځيده او شپه یی تر سهاره د شنه اسمان په ننداره تیره کړه.
د اکرم پلار هم د زوی په سودا کی ډوب ؤ، لار او ګودر ترینه ورک وه او نه پوهیده چی کومه لار خپله کړی، په دی سوچ کی ؤ چی په چاباندی یو ښه زورور تاویز وکړی. او زوی د مکتب نه راوګرځوی. خو داچی ټوله ورځ یی په پټی کی کار کړیؤ، ستړی او ستومان ؤ، دهمدی فکرونو سره پسله یوی شیبی، په درانده خوب ویده شو. اکرم پلار خوب ولید: چی خپل دیوه مشرسره دزړه خواله کوی او هغه ورته مشوره ورکوی چی، هلته په برکلی کی خورا زبر دسته جادوګی دی، هغه ته ورشه، لومړی خو یی فال وګوره او بیا ورباندی یو ښه قوی تاویز وکړه. د اکرم پلار په همدی سوچ کی ؤ چی باید حرکت وکړی، چی ملا امان دالله اکبر په ویلو سره د سهار د لمانځه اعلان وکړ او د اکرم پلار یی د خوب د ټاله راوایست.
د اکرم پلار دخوبه راپاڅيد، دمسجد په لور وخوځيد او په لاره کی یی دخپل خوب تعبیر وکړ. د لمانځه د اداکولو وروسته داکرم پلار بیله دی چی څوک په ځان خبر کړی. سمدلاسه د برکلی په لور وخوځید. ګامونه یی ګړندی کړه تر څو ځان په وخت کلی ته ورسوی. لمر پر ختو ؤ چی و برکلی ته ورسید او سمدلاسه یی د جادوګر ملا د پتی پوښتنه وکړه.
د جادو ګر ملا میندل خورا اسانه وه ځکه زموږ په وطن کی خوداسی خلک خورا غټ شهرت لری، او میندل یی له بل هراچا نه اسان وی. د اکرم پلارخوشحال ؤ چی جادوګر ملا یی په اسانی باندی میندلی ؤ او په همدی سوچوکی د جادوګر ملا ودروازی ته ودرید،دځان سره مسکی شواو دروازه یی ړ وټکول.
جادوګر ملا هم داچی دروازه یی خلاصه کړه، سترګی یی پریوچاغ ښکار ولګیدی. او داسی یی شروع وکړه: خیرخو دی وروره په دی شنه سهار کی څنګه راغلی یی؟
د اکرم پلار: ملا صاحب که می رښتیا پوښتی، نوزه د خورا لویی ستونزی سره مخ یم. ټول شپه می په سوچ سبا کړه، نو خدای به کوی او ته کوی او دی ستونزی ته به د حل لاره پیدا کوی.
جادوګر ملا: وروره وایه ستونزه څه ده؟
د اکرم پلار: ملا صاحب، دا ښوونکی دی خدای په نس نه مړه وی، زه یو زوی لرم چی په تورو تاویزو می رالوی کړیدی. شپږ کاله مخکی د کلی ښوونکی راغله او هغه یی په ښوونځی کی شامل کړ. خیر په هغه وخت کی خو زما زوی هم ماشوم ؤ، دکار کولو نه ؤ خو اوس چی هغه نیمچه زلمی دی او سږ کال ښوونځی خلاصوی، او زه ورته خوشحاله وم، چی تردی وروسته به زما بازو شی، دواړی پښی یی په یوه موزه کی کړیدی او دغه وایی: ماته اجازه راکړه چی خپل ښوونځی ته دوام ورکړم. د اکرم پلاریو سوړ اسویلی وایست او زیاته یی کړه: نه می پلار ښوونځی لوستی ؤ او نه نیکه او زه نه غواړم چی خپل یوازینی زوی له ځانه پردی کړم. هر څه سوچ می وکړخو د حل لاره نه راته معلومیده، چی رښتیا ووایم بیګاه می ته په خوب ولیدی، نو ځکه دسهار د لمانځه نه وروسته راسا دلته راغلم.
جادوګر پوه شو، چی ښه ساده سړی یی په لاس ورغلی دی او اوس نو دهغه د حلالولو په سوچ کی شو. پوښتنه یی وکړه: د زوی نوم دی څه دی؟
اکرم پلار: دزوی نوم می اکرم دی.
جادوګر: سمدستی د رمل دانی چی په یو سیم یی یو دبل سره تړلی وی ورغړولی، بیا یی یو زوړ کتاب راخلاص کړی، او داسی یی شروع وکړه: کاکا، په زوی دی جادو شویدی، او ډیر قوی جادو ورباندی شوید.
د اکرم پلار: د جادو دخبری په اوریدو سره سور اوشین شو، داسی یی وویل: ددوی دی د پلار کورخراب شی، ماخو چاته هم بد نه دی رسولی، نو بیا ولی دوی زما په زوی جادوکړیدی؟
جادوګر: کاکا، زمانه ډیره خرابه ده، څوک دچا خوشحالی نشی زغملای او داکار ستاسو په تربروکی کوم چا کړیدی.
د اکرم پلار چی څه موده وړاندی یی په کلی کی د اوبو پرسر د زرغون کاکا سره لانجه کړیوه سمدلاسه یی همهغه په فکر کی ورغی او ډاډه شو چی دا کار هم هغه کړیدی. د اکرم پلار زیاته کړه: ملا صاحب راته وایه چی اوس د حل لاره څه ده؟ زیاته یی کړه: ماخو خپل ټول امید تاته راوړیدی، خدای به کوی، ته به کوی او داستونزه به حلوی.
کوډ ګر: کاکا، دوه کار باید ترسره شی: لومړی، باید هغه کوډی باطلی شی، او بیا باید یو قوی تاویز ورباندی وشی، ترڅو د هلک زړه یی د ښوونځي نه بد شی او بیا د ښوونځی نوم وانخلی.
د اکرم پلاد کوډګر دخبری په اوریدو سره مسکی شو او ویی ویل: خدای دی مه خواروه ملا صحب، خدای دی تازموږ دسره نه کموی، که ته نه وای مابه څه کوله. زیاته یی کړه: شکرانه به دی پوره درکړم انشا الله.
کوډګر: کاکا، شکرانه خو به خامخا راکوی، خو ددی کارشکرانه یو څه درنده ده، ځکه د تاویز ایستل خوراسخت کار دی، جنیات کی داخل دی، د تورغوایی خیرات غواړی ترڅو دبلا مخه ونیسی او که داکار ونه سی نو زما و ژوند ته دمرګ خطر متوجه کیږی. اوبل داچی دویم تاوېز هم ډیر مصرف غواړی، ځکه چی باید په زعفرانواو دکوتری په وینو باید ولیکل شی. داکار هم لږ ترلږه ۵۰۰۰ افغانی غواړی.
د اکرم د پلار خوشحالی یودم په خپګیان بدله شوه، سپین وتښتید او په سوچ کی لاړ: تورغوایی، ۵۰۰۰ افغانی داخو زما دکال د عایدو نه هم زیات دی، په همدی سوچ کی ډوب ؤ چی کوډګر ورباندی ږغ کړه: کاکا پوه شوی؟ او د اکرم پلاریی د سوچونه را وایست.
د اکرم پلار په مات زړه وویل: هو پوه شوم خو وروره دا خورا ډیر څه دی اوزه ډیر بی وزلی یم. خیر دی لږ می لحاظ وکړه؟
کوډګر: کاکا، زه ستا مجبوریت درکولای شم، او دا هغه څه دی چی ټول یی ددی کار دپاره ضروری دی، نو که غواړی چی زوی دی خپل کړی، همدا یی لاره ده.
د اکرم پلار ته چی زوی خورا ګران ؤ، نه یی غوښتل دځان نه یی لیری کړی، خو دکوډګر بار هم خورا دروند ؤ، بیا په زارو شو او ویی ویل خیر دی وروره لږ انصاف راسره وکړه.
کوډګر: زه د ځان لپاره څه نه غواړم، ځه نو داچی ډیری زاری کوی، ۱۰۰۰ افغانی به نوری هم کمی کړم . او یوازی تورغوایی او ۴۰۰۰ افغانی راوړه.
د اکرم پلار بیله دی نه بله لاره نه لرل و یی ویل: څه وخت به تاویز راکړی؟
کوډګر: کاکا، ته لومړی غوایی راوله ترڅو زه هغه پخوانی کوډی باطلی کړم، ببا یوه اوونی وخت راکړه ترڅو زه نوی تاویز برابر کړم.
د اکرم پلار ولیدل چی کوډ ګر خورا سخت دی او دی هم بیله هغه بله لار نلری، نوری یی خبری را لنډی کړی، کوډ ګرته یی وویل: سمه ده زه به سباته غوایی راولم او د خدای په امان په ویلو سره یی د کلی لار خپله کړه.
داکرم پلار پر لاری ډیر سوچونه ووهل، تورغوایی چی د اکرم پر پلار له ځانه، نه هم ګران ؤ او څلور زره نغدی روپی د اکرم د پلار لپاره خورا ډیری څه وه، له بله پلوه یی زوی هم د سترګو دکسی په څیر ورته ګران ؤ، او په هیڅ ډول یی نه غوښتل چی هغه د ځان، نه پردی کړی. ټوله پړه یی په زرغون کاکا اچوله او د ځان سره یی به یی ویل، تربوردی کنه، غواړی ما ځانته تنها کړی، خو هیڅکله به هم ودی ارمان ته ونه رسی، زه به خپل ټول دارایی لیلام کړم خو پری به نږدم چی زوی می مکتب ته لاړشی، هغه اوس یی پریکړه کړی وه چی کوډګر ته به پیسی ورکوی، خو ځان به وتربره ته نه یوازی کوی. د اکرم پلار په دی ډاډه ؤ چی د کوډګر تاویزونه به کار وکړی¸ به همدی سوچ کی کلی ته راورسید. لومړی مسجد ته ولاړ، لمونځ یی اداکړ، دوه رکعته نفل یی پی ورزیاد کړل، لاسونه یی د اسمان پلو لپه کړل، او په لوړ اواز یی د لوی خدای نه د بری غوښتنه وکړه.
د اکرم پلار د لمانځه داداکولو وروسته کاله ته ستون شو، او همدا چی ورسید، سمدلاسه یی ږغ کړه: اکرم مور، هو اکرم مور؟
د اکرم مورچی دخاوند ږغ واورید، وجود یی ولړزید او په لړزیدلی اواز یی وویل:
دا دی راغلم.
داکرم پلار: میرمنی ته خطاب وکړ او ویی ویل: مړی راوړه.
بس یوه شیبه لا نه وه تیره چی داکرم مور د سابو ډک غاب، د شلومبو سره حاضرکړ او داسی وویل: سړیه، خیر خو ؤ چیری تللی وی؟
د اکرم پلارپه داسی وقت کی چی لویی لویی مړی یی پورته کولی، په ډکه خوله یی داسی وویل: ښځي خدای دی دابی خیره تربرونه برباد کړی، زه سهار د برکلی وکوډګر ته لاړم، هغه راته وویل، چی زموږ په زوی بانید چا کوډی کړیدی، زما خویوازی پر زرغون باندی شک راځي. د اکرم پلار ټوله قصه په شد او مد باندی د اکرم مورته وویل، او خپله فیصله یی پی ورزیاده کړه.
د اکرم مورسپینه تښتیدلی وه، او نه پوهیده چی خاونده یی څه کارکوی، تورغوایی او دومره پیسی و کوډګر ته مفتی جفتی ورکوی. رنګ یی سپین الوتی ؤ، چی د اکرم پلار پی وږغ کړه: ښځي چیری لاړی؟
د اکرم مورناببره و لړزیده او داسی یی وویل: سړیه، زما خو په هیڅ هم سرنه خلاصیږی، دادومره پیسی و کوډګر ته ورکوی، هغه هم خدای خبر چی کار وکړی او کنه! ولی نه پریږدی چی زوی دی سبق ولولی؟
د اکرم پلار: ښځي ته نه پوهیږی، دا د تربرو دسیسه ده، غواړی زما زوی د کلی ورک کړی، خوزه به هیڅکله هم پری نږدم چی دا ارمان یی ترسره شی.
د اکرم مور: سړیه، زه خو په هیڅ هم نه پوهیږم.
د اکرم پلار: ښځي، چرت مه وهه که خدای کړیوه، هر څه به خدای سم کړی. د اکرم پلار دکار لپاره پټیو ته ووت او داکرم مورییی د یو عالم سوداګانو سره یوازی پریښوده.
د اکرم پلار سهار وختی تورغوایی د موږی را خلاص کړ، لاس یی پی کش کړ او داسی یی وویل: زما دزوی بلا واخلی او بیا یی نو د برکلی لاره خپله کړه. لمرښه لوړ راغلی یو چی د کوډ ګر دروازه یی و ټکول.
د کوډ ګر سترګی خو اول پر غوایی او بیا د اکرم په پلار ولګیدی، د خوشحالی نه په جاموکی نه ځاییده، خلک یوه وچه مړی نه شی میندلای خو کوډګر په یوه شیبه کی غوایی میندلی ؤ. د اکرم د پلارسره یی جوړ په خیر وکړ او داسی یی وویل: کاکا راغلی؟
داکرم پلار: هو او دا هم غوایی دی اوس راته وایه چی څه وخت په تاویز پسی راشم؟
کوډ ګر چی دخوشحالی نه په جامو کی نه ځاییده داسی یی وویل: نن خو دوشنبه ده، ته به په راتلونکی یکشنبی په تاویز پسی راشی او زیاته یی کړه، خو لومړی باید زما یوڅو پوښتنو ته ځواب ووایی.
د اکرم پلار حیران پاته شو، زړه کی یی راوګرځيدل، نوری پوښتنی لاڅه ده نه چی رانه نوری پیسی هم غواړی، ژر یی وویل وایه نورڅه پوښتنی لری؟
کوډ ګر وویل: کاکا وارخطا کیږه مه، وایه د هلک نوم څه دی؟
د اکرم پلار وویل: پرون می درته وویل چی اکرم دی.
کوډګر: ښه وروره وایه دمور نوم یی څه دی؟
ددی خبری په اوریدو سره د اکرم پلار سوراو شین شو، خو مخکی له دی چی و کوډ ګرته څه ووایی، کوډ ګر سمدلاسه پوه شو او ویی ویل: کاکا، ته مه خپه کیږه، دا دتاویز لپاره ضروری دی.
د اکرم پلار: ښه دی ویی لیکه بی بی وزیره. او نوریی نو د خدای په امانی په ویلو سره کوډګر ځانته پریښوده او کلی لار یی خپله کړه.
دوام لری........