دخپریدو نیټه : 2012-07-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اکرم او صحرا
احمدجان نوزادي
پنځ څپر کی
اکرم د همدی خوږو خیالو سره په درانده خوب ویده شو، سهاروختی دخوبه پاڅید، غوښتل یی چی پسله اوداسه او لمانځه نه د سبا لپاره چای اماده کړی خو ویی لیدل چی موریی له ده نه مخکی له خوبه پاڅیدلی ده، سمدلاسه یی پر مورږغ وکړ، مورته پاڅیدلی یی؟
مور: هو زویه، زه اوس شکور دی جوړه یم او نور تکلیف نه احساسوم.
اکرم: مور، تاته خو ډاکتر ویلی وه، چی استراحت به کوی کنه؟
مور: زویه ، زه خوستا له غمه ناروغه وم، اوس چی زما زوی خوشحاله دی نو مور هم جوړه ده، بیا مسکی شوه او زیاته یی کړه: زویه زه خپل کارپخپله کولای شم، ته باید اوس خپل کار وکړی او هغه سبق لوستل دی.
اکرم ولیدل چی مور یی ځان روغ احساسوی، ځکه یی نو مور کارته پریښوده، اوبه یی واخستلی، اودس او لمونځ یی اداکړه، دوه رکعته د شکرانی نفل یی هم ادا کړه. موریی هم چای تیار کړیی ؤ. اکرم د سهار چایی دمور سره نوشی جان کړی، د ښوونځی کتابونه یی منظم کړل. دمورنه یی خدای په امانی واختسل او دکوره د ښوونځی په لور وخوځید. اکرم دهر وخت په څیر له ټولونه مخکی ښوونځی ته ورسید. کتابونه یی دمیز د پاسه پریښودل. د ښوونځي غولی ته راووت او هلته یی په قدم وهلو شروع وکړه.
اکرم پسله ډیرو وختونه د ښوونځي زړه راکښونکی ماحول خورا په مینه او شوق له نظره تیراوه او دهغه نه یی خوند اخیسته. زده کونکی یو په بل پسی ښوونځي ته را روان وه، د ښوونځی ګړی د سهار اته بجو ته نژدی کیده، پیر محمد کاکا(د کلی د ښوونځی ملازم) د ښوونځی زنګ و شرنګاوه او په دی ډول یی ددرس اعلان وکړ. زده کونکو یو په بل پسی خپل قدمونه اوچت کړه او په یوه شیبه کی د ټولګی په فضا کی خاموشی جوړه شوه.
ښوونکی ټولګلیوته ستانه شول او هر څوک پخپل درس مصروف شول. د اکرم د ټولګی ښوونکی هم د هری ورځي په څیر دتیرو درسو پوښتنه وکړه. ځينو شاګردانو سم ځوابونه ورکړل، ځینو نورو، چی درسونه یی نه وه لوستی سم ځوابونه ورنکړل. اکرم پخپل وار سره د ټولو هغو زده کونکو ځوابونه ورکړل کوم چی سم ځوابونه یی نه وه ورکړی. ښوونکی د اکرم په څيره کی خوشحالی لیده، د اکرم په مغزو کی یی نوی ګرمی او په وجودکی یی نوی انرژی لیدل. فکر یی وکړی چی داکرم دمور ناروغی به ښه شویوی. ښوونکی نوی لوست پیل کړ او بیا یی اکرم ته وویل چی هغه تشریح کړی. اکرم درس تشریح کاوه او ښوونکی ددی په خاطر چی وخت وسپموی، د کورنی کار کتابچی و لیدلی. ترقی تعلیم یی امضا کړ، او بیا دخدای په امانی په ویلو سره د ټولګی نه ووت.
د رخصتی زنګ و جرنګید، زده کونکی یو په بل پسی له ښوونځی نه ووتل، اکرم هم ترقی تعلیم او حاضری واخستل، د ټولګی نه ووت او د اداری په لوری روان شو. حاضری او ترقی تعلیم یی تسلیم کړه، سترګی یی پخپل ښوونکی ولګیدی، دهغه وخواه ورغی او سلام یی وکړ.
ښوونکی چی په حقیقت کی د اکرم د لیدو انتظار لاره، مخ یی د اکرم په لور واړاوه، سلام یی واخیست، او تر جوړ په خیر وروسته یی د اکرم دمورد ناروغی پوښتنه وکړه.
اکرم مسکی شو، ویی ویل: ښوونکی صاحب، یوه نړی مننه، موږ پرون روغتون ته لاړو، درمل مو واخستل، مور می شکور دی اوس کاملا جوړه ده. بل ښه خبر دادی چی زما پلار زما د ښوونځی سره موافقه وکړه او، اوس نو زه ښوونځی لوستلای شم.
ښوونکی داکرم خبرو ته حک حیران ؤ. روغتون ته لاړو، مور می ښه شوه، پلار می د ښوونځی سره موافقه وکړه. دا هرڅه یوازی په یوه شپه کی شویوه. ښوونکی همداسی اکرم ته حک حیران کتل، اکرم هر څه په خندا او په ډیره خوشحالی وویل. اکرم هم و ښوونکی ته حیران پاته شو اوداسی وویل: ښوونکی صاحب، ولی داسی راته ګوری! ایا کومه غلطه خبره می وکړه. ښوونکی د حیرانتیا دحالت نه را ووت. دځایه را ولاړشو، اکرم یی له لاس نه ونیو، دواړه د اداری نه راووتل اود اکرم د کور په لوری یی قدم واهه، ښوونکی اکرم ته وویل: اکرمه جانه، زه خو دی ډیر خوشحاله کړم، وایه دا هرڅه څنګه وشول، غواړم ټوله قصه واورم.
اکرم یو ځل بیا هم د ښوونکی د نیکو لارښودنو نه مننه وکړه او بیا ټوله قصه و ښوونکی ته واورول. ښوونکی سخت خوشحال ؤ، مخ یی اکرم ته راواړاوه، ویی ویل: ماخو درته ویل چی هرڅه به خدای سم کړی، ستا یاد، دی، ودی لیدل چی اوس هر څه سم شول او دا ټول دلوی خدای مهربانی ده. بیا ښوونکی د اکرم په سر دمهربانی لاس را کش کړ، داسی یی وویل: ځه زلمیه خدای دی تا هر وخت خوشحاله ولری. دواړه خوښ وه، اکرم هم د مننی په ویلو سره دکور لاره خپله کړه. ښوونکی د اداری په لور وګرځید.
وخت په منډه منډه روان ؤ، تنکی اکرم د خپلو تنکیو هیلو سره را ټکیده، وده یی کول او د زلمیتوب په لور یی ګامونه اوچتول.
اکرم شپږم ټولګی او دکلی د ښوونځی وروستی ټولګی په بری سره پای ته ورساوه، د ټولګی لومړی درجه او د ښوونځی د ښه زده کونکی لقب یی ترلاسه کړ. اکرم د کلی د ښوونځي سره د تل لپاره دخدای په امانی وکړه، د ښوونکو لاسونه یی مچ کړه او دوعا یی ترینه وغوښته.
اکرم پسله دری میاشتی رخصتی نه، د سفر موزی په پښو کړی، دمور او پلار لاسونه یی ښکل کړل، مور او پلار هم په اوږوکی وواهه او زوی ته یی د بریا هیله وکړه، اکرم د ولسوالی په لور وخوځید.
لومړی یی په ولسوالی کی ځانته کوټه ومیندل، بیا سبا د لیسی په لوروخوځید، د لیسی ماحول د اکرم لپاره زړه وړونکی ؤ. لوی ټولګی، پاک میزونه او چوکی په هره ټولګی کی لویه توره تخته، په لیسه کی، ښه ښونکی، اکرم په ډیره مینه و اوم ټولګی ته شامل شو، کتابونه یی د تحویل خانی نه ترلاسه کړل.
د اکرم لپاره د لیسی او د ولسوالی ماحول ډیر نوی او په زړه پوری ؤ. دلته ټول زده کونکی او ښوونکی منظم ددریشی سره ښوونځی ته راتلل او هرڅوک مکلف ؤ چی د لیسی قانون اومقرراتو ته درناوی وکړی. اکرم هم د هری ورځی په تیریدو سره ځان ددی نوی محېط سره اشنا کاوه، ځانته یی نوی ملګری او دوستان میندل.
څنګه چی اکرم د ښه استعداد اولوړو اخلاقو خاوند ؤ نو ځکه یی په لږو ورځو کی یی هرڅه راخپل کړل، د اکرم هم ټولګی دده نژدی ملګری شول، ښوونکی یی و استعداد ته حیران وه او ټولو به د کوز کلی د اکرم قصی کولی. دلته اکرم د کوز کلی د اکرم په نامه شهرت ومیند.
اکرم به کله کله په اوونی کی او کله به پسله دوو اوونیو نه کلی ته ستنده، دمور او پلارپه احوال نه به یی ځان خبراوه، د خپل پخوانی ښوونکی احترام ته بو ورتی او دهغه دنیکو مشورو نه به پخپل ژواندانه کی ګټه اخستل.
زمان په منډه منډه روان ؤ، تنکی اکرم د لویو هیلو سره ورځ په ورځ راټکنی کیده، هیلی یی نوری هم زیاتیدلی او اکرم پخپل ځان باور پیدا کاوه.
شپږ کلونه په منډه، منډه تیرشوه او اکرم په هر کال کی د لیسی د ښه زده کونکی لقب خپلاوه. نور نو اکرم په ټوله ولسوالی کی د ښه شهرت خاوند شویؤ. اکرم د لیسی وروستی کال هم د ښی نتیجی سره پای ته ورساوه، د لیسی نه یی د ښه زده کونکی لقب واخیست. څو ورځي وروسته اکرم د کانکور ازموینه تیره کړه، خپله و کلی ته راو ګرځید، اودادی اوس د کانکور و نتیجی ته په بی صبری سره انتظار باسی.
اکرم په دی، ډاډه ؤ چی پسله څه مودی به له مور او پلار نه مسافر کیږی، تلاش یی کاوه ترڅو خپل د رخصتی ورځی د خپل مور او پلار سره تیری کړی، ځان دهغوی په لیدو ښه موړ کړی او ځان و یوی اوږدی مسافری ته تیارکړی.
ورځي او هفتی تیری شوی، خو د کانکور د نتیجو احوال نه ښکاریده. پوهنتون هم د شروع کیدو په حال کی ؤ او د اکرم تشویش ورځ تربلی زیاتیده. بالاخره اکرم تصمیم ونیو ترڅو ولسوالی ته لاړ شی او هلته د کانکور د ازموینی د نتیجو پوښتنه وکړی.
اکرم سهار دلمانځه د اداکولونه وروسته د ولسوالی په لور وخوځید،. د کلی او ولسوالی ترمنځ ښه پوره واټن ؤ. اکرم په چټکو ګامونو سره دا واټن لنډاوه، حواس یی ټول د کانکور د ازموینی د نتیجو سره وه. کله به یی د کابل پوهنتون شین چمن وسترګو ته ګرځیده، خو کله به بیا نا هیلی شو، شیطان به وسواسه کړ او زړه کی به یی راوګرځیدل چی که چیری ناکامه شویوی، په کلی او کورکی به ورته مخ پاته نه شی. اکرم به بیرته ځان کنترول کړ او دځان سره به یی وویل: ماخو ټول سوالونو ته سم ځوابونه ورکړیدی. اکرم په همدی سوچو کی د ولسوالی ښارګوټی ته ورسید، دسهار ۹ بجی وی، اکرم هم ښه پوره وږ شوی ؤ. غوښتل یی لومړی خپل نتیجی معلومی کړی او بیا نو د سهار نهاری وکړی. د ولسوالی په ښارګوټی کی چټک په لار روان ؤ چی نا ببره یو ږغ پری وشو او اکرم یی پر ځای ودرواوه. شا وخوا یی وکتل او سترکی یی د لیسی پر مدیر، چی د سهار دچای لپاره و هوټل ته راغلی ؤ ولګیدی.
اکرم د لاری را وګرځید، د مدیر صاحب و لورته ورغی، سلام یی وکړ او بیا یی زیاته کړه، مدیرصاحب تاسو؟
مدیر: هو اکرم جانه، راځه کښینه په څه چرت کی تللی وی، راشه، کښینه ستا لپاره خورا ښه خبر لرم.
اکرم بیله دی چی وپوښتی، خپل ځواب یی ترلاسه کړ. ستړیا یی هیره شوه، د لیسی د مدیر تر څنګ کښناست او داسی یی وویل: مدیر صاحب څنګه یی، زما ښوونکی څنګه دی او لیسه کی څه خبری دی.
مدیر: اکرم جانه، د الله فضل دی ټول شکور، روغ رمټ دی، بس هر سړی پخپل کورکی خپله رخصتی تیروی، څو ورځی لا پاته دی چی مکتب شروع شی. بیا مدیر اکرم ته مخ راواړاوه، او زیاته یی کړه: اوس وایه چی ته څنګه یی او رخصتی دی څنګه وه.
اکرم: والله مدیر صاحب، چی رښتیا درته ووایم، ټول رخصتی می په سوچ کولو تیره کړه. پوهنتون هم شروع شویدی. خو لا تراوسه زموږ نتایج نه ښکاریږی، په همدی موخه ولسوالی ته راغلم.
د لیسی مدیر لاس د اکرم پر اوږه پریښود، لږ تکان یی ورکړ او داسی یی ورته وویل: همدا خو زما خبر دی ستا لپاره، زیاته یی کړه، نتاییج هم راغلی دی، او ته¸ ستا د خوښی و فاکولتی ( د طب) ته په ډیرو لوړو نمرو کامیاب شوی یی. زیاته یی کړه، اوس کښینه په ارامو اعصابو چای نوشی جان کړه، او بیا نو د خیره سره پخپل کار پسی وګرځه.
اکرم، د مننی په ویلو سره زیاته کړه: دا ټوله ستاسو د زیار اوزحمت ثمره ده، اکرم زیاته کړه: اوس نو ته زما میلمه یی.
مدیر: ګرانه، داستا د خپل د زیاز او زحمت ثمره ده، زه، ښوونکی او ټوله لیسه په تا ویاړی، او هغه وخت لیری نه دی چی دا وطن په تا وویاړی. دا وطن ستا په څير زلمیانو اړ دی، زیاته یی کړه: اوس خو نه تنها داچی ته زما میلمه یی بلکه ته خو اوس د ټول میلمه یی، خدای خبر چی بیا به تا چیرته لټوو.
اکرم: مننه، مدیر صاحب، زه خو له تاسو نه، د ټولو ښوونکو نه او د لیسی دماحول نه داسی خوږی خاطری لرم چی په ټول ژوند یی نشم هیرولای. چی کله هم راشم، نو ستاسو پوښتنه به پر ما قرض وی.
اکرم نور ضرورت نه درلود چی ولیسی ته ولاړشی، د مدیر سره یی چای نوشی جانی کړی، د ځایه جګ شو، د مدیر صاحب لاسونه یی مچ کړل او ورته ویی ویل: مدیر صاحب دوعا راته کوه. اکرم د مدیر دممانعت سره سره د چای پیسی ورکړی، او دخدای په امان په ویلو سره یی دکور لاره خپله کړه.
اکرم د ډیر خوشحالی نه په جامو کی نه ځاییدی، هڅه یی کول تر څو ژرځان کلی ته ورسوی، او دا خبر د خپل موراوپلارسره شریک کړی. د ستړیا احساس یی نه کاوه، موټر ته تم نه شو، په پښو یی حرکت وکړ او دکلی په لور وخوځید.
اکرم په چټکو ګامونو د کلی په لور روان ؤ، فکر یی په شا لاړ، خپل ماشومتوب، د مکتب، لومړی ورځی، د شپږم کال وروستی ورځی، د کلی ښوونکی، هم ټولګی، د کلی همزولی، سپین ږیری او ماشومان یی له نظره تیرشوه. اکرم دهمدی خیالو سره د ساعتونو لار اوس یوازی په یوه او نیم ساعت کی لنډه کړیوه. د ورستی تپی سرته راپورته شو، د تپی د پاسه کښیناست، د کلی ننداره یی وکړه. شنه باغونه، ارامه او دسولی ډکه زړه وړونکی فضا واکرم ته نوی احساس ورکاوه. اکرم خپل کلی د لیری نه داسی کاته تا به ویل چی په ټول عمریی نه دی لیدلی، کلی دهری ورځي نه نن ډیر زړه وړونکی ؤ. اکرم، د تپی نه را واوښت او د لاری پر سر و هدیری ته وروګرځید، دهدیری خواته کښیناست، یوځلی یی الحمده او دری ځلی یی قل ولله احد ولوستل، د قبرو نو ولورته یی چوپ کړل. لاسونه یی لپه کړل او یوه اوږده دوعا یی وکړه. داسی معلومیده لکه اکرم چی دکلی د ټولو مړو او ژوند سره د وروستی ځل لپاره د خدای په امانی کوی.
اکرم د ځایه راپاڅید، ټولو قبرو ته یی په ځير ځیر وکتل او بیا د هدیری منځ ته ور روان شو. اکرم هلته دخپل خدای بخښلی نیکه قبر ومینده، د قبر خواته کښیناست، څو څو ځلی یی الحمدالله او قل ه والله ولوستل، پر قبرونو یی چوف کړه، بیا د نیکه د قبر د تیږو په جوړولو بوخت شو، د خوشحالی اوښکویی پر مخ د پسرلی توپان جوړ کړیؤ. کنترول یی د لاسه ورکړی ؤ، د نیکه د ماشومتوب نازونه یی یو، یو ورپه زړه شوه، اکرم په زوره، زوره ژړل او پسله هری دقیقی به یی ویل : خدای دی و بخښه، الله دی درباندی ورحمیږی، ستا قبر دی د جنت باغچه وی، بیا به یی اوښکی او پوزه پاکه کړه یو څه ډبری به یی ځای پر ځای کړی او بیا به یی غتی ، غټی اوښکی د مرغلرو په څير د سترګو نه و مخ او ګریوان ته راتوی شوی، دواړه لاسونه به یی لپه کړل او وبه یی وویل: ستا ځای دی په فردوس کی وی، اکرم یو سوړ اسویلی وایست ویی ویل: زه څومره درته ګران وم، سره ددی چی کلونه تیر شویدی، ستا وړوکی اکرم اوس زلمی شویدی، خو ستا نازنه،ستا نکلونه او ستا پتاسی لا تراوس زما له ذهنه ¸ نه دی وتلی، هر لحظه می د نن په څير رایاده¸ ده، اکرم په لوړ اواز وویل: ای کاش ته ژوندی وای او نن زما په خوشحالی کی راشریک شوی وای، بیا یی تکراکړه، ستا ځای دی فردوس وی. اکرم د ځایه پاڅید، اوښکی یی پاکی کړی، یوه اوږده دوعایی وکړه، یو سوړ اسویلی یی وایست اوداسی یی وویل: چی سل کاله ژوندی یی نو عاقبت د ګور بندی یی اود کلی په لور وخوځید.
اکرم د کلی په لور نژدی کیده، کلی ته یی خورا په ژور نظر کتل، دځان سره یی وویل: داکلی، مور اوپلار، کلیوال، همزولی دا به ټول له مانه پاته شی او زه به د پردی وطن مسافر شم. د اکرم زړه خورا نازک شویؤ، فکر او خیال یی بدل ؤ. اکرم دنوو خیالونو سره و کلی ته رانژدی کیده. وخت مازدیګر ؤ، دکلی خلګ د مسجد په لور، روان وه. اکرم هم اودس وکړ او مسجد ته ورننوت، کلیوال پرجماعت ولاړوه، اکرم هم نیت وکی او په ملا پسی ودرید. دلمانځه دادا کولو وروسته یی د ټول سره ستړی مه شی وکړه او بیا د کور په لور روان شو.
داکرم مور په داسی حال کی چی پر تناره یی ډوډی پخول، سترګو یی د اکرم لاره څارله، ددروازی ږغ یی فکر ځانته راواړاوه، سترګی یی په اکرم ولګیدی، د ځایه را ولاړه شوه او ویی ویل:
مور دی جارشی، په خیر راورسیدی.؟ اکرم دمور لاسونه مچ کړل او ویی ویل: هو موری، ستړی مه شی.
مور: مور دی بلا واخلی، لیسی ته ولاړی، هلته څه خبره وه؟
اکرم: هو مور، په بازار کی می د لیسی مدیر ولید، د کانکور نتایج راغلی دی، زه باید سهار دخیره سره حرکت وکړم، درسونه زیاد رانه تیر شویدی او نه غواړم نورهم د درسو¸نه شاته پاته شم.
د اکرم مور ددی خبری په اوریدو سره (همدا سبا باید حرکت وکړم) حکه حیرانه شو، د زوی خبره یی تکرا کړه: همدا سبا!
داسی ژر، د اکرم دمور دزړه تڼاکه وچادوه، اوښکی یی پرمخ روانی شوی، ویی ویل: زویه، زړه به می درپسی وچوی، مور به دی لیونی شی.
اکرم د مور داحالت نه شو لیدلای، سره ددی چی پخپله یی هم غوښتل، په زوره، زوره دمور سره وژاړی، ځان یی کنترول کړ او داسی یی وویل: مور، دا ته څه خبری کوی، خدای دی تا زما د سره نه کموی، کابل خو لیری ځای نه دی، هره اوونی به درته لیک رالیږم، زه خو دښت ته نه یم روان. پر الله می وسپاره، خدای پاک دی زموږ د ټولو ملګری شی. اکرم غوښتل مورته دلداری ورکړی، زیاته یی کړه: مور، ستا اکرم اوس زلمی دی او ته باید دهغه تشویش ونکړی، که چیری ته وژاړی نوزه به څنګه دسفر همت وکړم، اکرم زیاته یی کړه، مور، یواز دوعا راته کوه او بس.
مور یی په داسی حال کی چی په پلو یی اوښکی وچولی، په ژړغونی اواز یی وویل: موردی ستا بلا واخلی، لوی الله دی ستا ساتنه وکړی، زویه، لیکونه دی د یاده ونه وزی، ژر، ژر لیک راته رالیږه.
اکرم د تناره د سره، یو ګرمه مړی را واخیسته او داسی په مزه مزه یی وخوړه تا به ویل چی ټوله ورځ یی څه نه دی خوړلی.
د اکرم مور د دیګی په پخولو لګیاه شوه او اکرم د کټ دپاسه تکیه وکړه تر څو دمه جوړه کړی. اکرم د کلی دشنه اسمان په پراخه لمن کی لاهو شو او داچی ستومانه شویؤ پسله یوی شیبی نه یی زړه خوب یووړ. لا سم ویده وه چی د پلار لاس یی پر سر احساس کړی چی دمړی و خوړلو ته یی راباله.
اکرم پاڅید، لاسونه یی ووینځل او ځان یی د ډوډی خوړلو لپاره ددسترخوان خواته راورساوه، د چرګ دیوی مزه داری ښوروا بوی یی دماغونه وتخنول او سمدلاسه د ښوروا کاسه و دسترخوان ته راورسیده، اکرم وویل:
مور، داچرګ دی څه وخت پوخ کړی؟
د اکرم مور: زویه، همدا چی ته خوب یووړی، پلار دی کورته راغی، اوهمدا چی خبر شوچی ته سبا دخیره سره ځی، نو سمدلاسه یی هغه کلنګی خروس حلال کړ.
اکرم: ښه، مور، نو تازما پلارته هرڅه وویل؟
د اکرم پلار د خبرو نوبت ونیو او داسی یی وویل: لویه خدای! له تا راضی یم، له ما غریبه مه شی ناراضه، زما دبچی ټولی هیلی پوره کړی، بیا یی مخ د اکرم په لور، واړاوه، او داسی یی وویل: زویه، ته زموږ یوه دانه زوی یی، په ډیرو ملایانو اوزیارتو می ګرځولی یی، په تورو تاویزو می رالوی کړی یی، ما خپل ټول زحمت له تاسره ایستلی دی، د غربت په ډیرو سختو شپوکی می ستا هره غوښنه پوره کړیده، خو زه د خدای نه راضی یم چی تراوسه می په هر ځای کی ستا نیک صفتونه اوریدلی دی، زه په تا باندی ویاړکوم خو اوس خبره بل ډول ده، ته له موږ نه لیری ځی، خوراډیر لیری، دومره لیری چی نه به می لاس در رسیږی او نه به می ږغ، ته اوس زلمی یی اودسبا پلار یی، په ښو او بدو پوه یی، بس زما یوه خبره په غوږ کی ونیسه، د اکرم پلار دواړه لاسونه د اکرم پر نازک مخ را کش کړه، تر څو هغه یی احساس کړی او په عین وخت کی وویل: زما چاودی لاسونه او چاودی پښی مه هیروه.
دسترخوان ټول شو، داکرم مور داکرم جامی راټولی اوغوټه یی کړی، د اکرم پلار لاس په جیب کی کړ، یو څه نقدی پیسی یی د جیبه را وایستی، اکرم ته یی ورکړی اوبیا یی لاس د اکرم پر مخ راکش کړ ویی ویل: زویه ورځه، استراحت وکړه، نن هم ستومانه شوی یی او سبا ته دخیره سره مسافری لری.
اکرم د کټ دپاسه استراحت وکړ، سترګی یی د کلی د اسمان په پراخه لمن کی ښخی کړی، او داسی معلومیدل چی اکر دوروستی ځل لپاره خپل د کلی اسمان ګوری او دهغه سره خدای په امانی کوی. د ژوند تیر خاطری، ماشومتوب، د دابتدایی ښوونځي لومړی ورځي، د کلی مکتب او دلیسی شپی او ورځی یی په ذهن کی راوګرځیدی او دهمدی خوږو خیالونو سره په دروانده خوب واوښت.
د اکرم مور ترناوخت ويښه وه، د اکرم جامی یی ځای پر ځای کړی، بیا یی هغه پیسی چی پلاریی ورکړیوی، د واسکټ په جیب کی ورته وګنډلی، فقط یو څو روپی یی ترینه جدا کړی او د اکرم په جیب کی دلاری د مصرف لپاره پريښودلی. د اکرم مور ناوخته د ماخستن لمونځ اداکړ، زوی ته یی په لوړ اواز خورا ډیری دوعانی ګانی وکړی او بیا د خوب لپاره و خپل کټ ته لاړه.
د اکرم پلار سهار د ملا په اذان اکرم دخوبه راپاڅاوه، اکرم چی کله دخوبه را پاڅید، سترګی یی په ترور او ترورزیانو ولګیدی، حیران پاته شو، نه پوهیده چی په دی شنه سهار کی چا خبر کړیوه.
د بستر نه ولټید، لمونځ او اودس یی وکړه، بیا یی د ترور لاسونه ښکل کړل، د ترورزیانو سره یی روغبړ وکړ، مخ یی ترورته واړوه او ویی ویل: ترور، په دی شنه سبا کی چا خبر کړی؟
ترور دی بلا واخلی، پلاردی احوال راکړ.
اوس ددی وخت رارسیدلی ؤ چی اکرم، دمور، پلار، ترور، ترورزیانو، او د کلی سره خدای په امانی وکړی.
دوام لری.............