مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شهيد ه جنازه

محمدحيدرزابلی وقار

 

له ټولومسلمانانوڅخه هيله کيږي چي هديرې ته زرترزره ځانونه حاضرکړي،دانوبس دشپې پوره لس بجې وې دتورې شپې تياره په يوه يوه لاسې څراغ رڼاکيده خولابياهم ځينودنيمه خوب له وجې اعلان نه وواوريدلی دهديرې په برسرکې وړه وړه شرنګاشوه يوه وويل داغټ څراغ پرهغه لوړديوال لوړکښيږدئ چي خلک يه وه ويني.قبرکيندل شروع شوياره دبختورسړي قبرهميشه داسي پوست وي اوبيادکولنګانوخره چي پيل وکړهريوه داسي په راستي کارکاوولکه دده له کوره چي څوک ورته راوړي دهريوه له څهرې دغم نښې له ورايه څرګنديدې ټول دومره ترتاثيرلاندې ووچي يوله بله يه داپوښتنه نه شواي کولاي چي دامرګ پرڅه شوی ځکه دابدورته ښکاريدوچي که زه پوښتنه وکړم نوربه وايي چي داوخت اوداپوښتنې
هودايوه غريبه جنازه وه دايوه پاکه جنازه وه دايوه مسافره جنازه وه ځکه خودوش اووخ په ويلوبدره ګه کيدله داکومه ګنهګاره جنازه نه وه چي په شپه کي ښخيده.دشپې په تياره کي دانه معلوميده چي دچااوله کومې کورنۍ به جنازه راشي؟په همدې شرنګاکي دڅونفروترمنځ بوڼه هارشوتاسودرځئ چي راوايه خلوخواخترپه سالنډې لهجه دهودرځئ جواب ورکړپه لږځنډسره يوې تتې رڼادتورې تيارې ټټرپه يوه معصومه جنازه څيرې کړ.ولاړخلک هم دکومک لپاره ورپه منډه شوترڅوجنازه يه دلمانځه ميدان ته کوم چي څوڅراغونويه د سوراواوږدوالي اندازه معلوموله راوړه يوه نفردقبرخلکوته ورږِغ کړوقبرڅنګه شو؟
که تياروي دوه درې به پرپاته شئ نوردجنازې لمانځه ته راشي په همدې سره دخلکوګرشوټول دجنازې لمانځه ته راغلوملاصاحب هم دتل په ډول دجنازې دلمانځه طريقه ولاړونفروته شروع کړه اودنيت تړئ په ويلولمونځ پيل شوپه دې وخت کي دساعت دوخت ستن پرڅلورولاړه وه دلمانځه له ختم سره سم ملاصاحب مخ راواړاوواوپه ژغوني ږغ يه مړي ته دشهيدلقب ورکړاوزياته يه کړه داد اخترکوروالاده چي پرکوچني شهيده شوه .

 
کډوال ادبي ټولنه مسلم باغ پنډغالی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery