مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اکرم ا صحرا

احمدجان نوزادی

 اتم څپرکی:

د اکرم لومړی ورځ وه، خو له ټولو نه مخکی په صنف کی حاضر ؤ، انتظار یی ایسته چی نور محصلین را پیدا شی، خپل هم مسلکان او استادان ووینی. څو شیبی لا تیری نه وی چی محصیلین یو، یو صنف ته راغلل. صنف د محصلینو ډک شو، او څو شیبی وروسته استاد هم ته داخل شو. استاد حاضری و لوستل، هر محصل د خپل نامه په اوریدو سره د (حاضر صاحب) ږغ کاوه. د اکرم نوم د حاضری په اخر کی ؤ، استا وویل اکرم،
 اکرم د (حاضر صاحب) په ویلو ځواب ورکړ.
استاد و اکرم ته کښته، پورته وکتل، ویی ویل: ستا لومړی ورځ ده؟
اکرم د استاد په احترام پرخپل ځای ودرید او ویی ویل: بلی صاحب. د اکرم جګی ونی، تورو غټو سترګو او مردانه څیری د ټولو پاملرنه ځانته واړول. ټول صنف اکرم ته کتل، اکر م لا بیرته ناست نه ؤ چی استاد بله پوښتنه داسی ترینه وکړه: له تانه خو ډیر درسونه تیرشوید. اکرم د استاد و پوښتنی ته مخکی له مخکی چمتو ؤ، داسی ځواب یی ورکړ: استاده ستاسو په مرسته او د الله په مهربانی به ځان پسی ورسوم. استاد ته داکرم ساده او پاکو ځوابونو چی لوړ همت او سپیڅلتیا کی نغښتی وه خوند ورکړ. یو ځل یی بیا اکرم تر نظر تیر کړل، ویی ویل: شاباش، کښینه.
 صحرا( دصحرا اصلی نوم صحرا ګله وه خو په کور او فاکولته کی په صحرا مشهوره وه) چی د صنف په وروستی لین کی ناسته وه، اوددرس د شروع انتظار یی ایست سترګی یی هغه وخت په اکرم ولګیدی چی کله اکرم د لومړی ځل لپاره د استاد په احترام پر خپل ځای ودرید، د اکرم لوړی، ونی، ساده او سپیڅلو ځوابونو د صحرا د زړه ښکار کړی ؤ، خو صحرا لا نه پوهیده، سترګی یی و اکرم ته پاته وی، او ټول حواس یی د اکرم سره وه.
 اکرم پرخپل ځای کښیناست، د صحرا د سترګونه پټ شو او استاد نوی درس پیل کړ.
ددرس په شروع کی به کله، کله استاد مخ و محصلینو ته واړاوه او پوښتنه به یی وکړه، اکرم به له هرچانه مخکی ځواب ورکړ. د درس په ختم کی اکرم د استاد نه څو پوښتنی وکړی چی د استاد او محصلینو لپاره په زړه پوری وی، د تفریح وخت په پوښتنو تیرشو.
 د اکرم په شتون کی نن صنف ددواړو محصلینو او استاد لپاره زیاد په زړه پوری ؤ، استاد په داسی حال کی چی له صنف نه وتی، مخ یی اکرم ته واړاوه او ویی ویل: زما صنف ته ښه راغلی او بیا د صنف نه ووت.
 د سمستر د شروع نه دا لومړی ورځ وه چی د طب محصلینو یو فعاله صنف درلود. بل ساعت خالی، محصلین د اکرم پرشاوخوا را ټول شول او هریوه پخپل نوبت د اکرم نه ډول، ډول ( دکوم ځای یی، د کومی لیسی نه فارغ یی، ولی دومره ناوخت راغلی) پوښتنی کولی، اکرم به هری پوښتنی ته په مینه، مینه ځوابونه ورکول، د صنفیانو په منځ کی یوه هم صحرا وه، خو هغی خپلی ټولی پوښتنی یوازی د اکرم په سترګو کی لټولی، د اکرم، سپیڅلتیا اوساده ګی ټوله ځانته حیران کړیوه.
 په دی وخت کی د صحرا خورلڼی و صحراته متوجه شوی، صحرا داسی د اکرم په ننداره کی غرقه وه، تا به ویل چی د یوی لویی بیدیا په خاموشی کی د ګلو ننداره کوی، دصحرا سترګی یوازی د اکرم وسترګوته پاته وای، صحرا غوښتل چی د اکرم د سترګونه د هغه د زړه دهلیزو ته لار پیدا کړی، او دا کلیوال ساده زلمی را اسیر کړی خو اکرم لا د ځانه بی خبره ؤ، یوازی د هم صنفیانو سره په سوالونه او ځوابونو لګیاه ؤ.
 د صحراخورلڼه لیلا یوه شیبه د صحرا ننداره وکړه، پوه شوه چی ټول صنفیان و صحرا ته متوجه دی، ځان یی صحرا ته ورساوه، ورو یی ورته وویل، صحرا، هو صحرا، خوداسی معلومیده چی صحرا دلته نه وه او په یوه لویه صحرا کی د خیالونو په ټال زنګیده. ورو یی وسکندل، ویی ویل هی صحرا!
 صحرا: دفعتا متوجه شوه، او په وارخطایی سره یی وویل: ها ها ها څه خبره ده؟ لیلا د صحرا پر وارخطایی وخندل او په همدی ډول د اکرم ځغلنده نظر هم ددوی په لورلاړ خو د اکرم په شان ساده او کلیوال زلمی لپاره لا تر اوسه وختی ؤ چی د ښاری ژوند په باریکیو باندی پوه شی، ځکه نو بی تفاوته پرخپل ځای کښیناست.
 محصلین د صنف نه بهر ووتل، او اکر ځانته یوازی پاته شو. اکرم کتاب راخلاص کړ، هغه درسونه چی ترینه تیر وه، یو،یو یی له نظره تیراوه، درسونه د اکرم لپاره دومره په زړه پوری وه، چی په لوستلو یی نه مړیده، اکرم داسی په درس کی ژور تللی ؤ چی هيڅ پوه نه شو چی یوساعت څنګه تیر شو چی بل استاد صنف ته داخل او نوی درس پیل شو.
 
اکرم یوازی استاد او تورتخته لیدل، د استاد یاداشتونه یی کتابچی ته رسو، خو صحرا بیا یوازی اکرم لیده: (ته چی په بام باندی ولاړه وی ماتاته کتل – خلک زما په ننداره وه او تا ماته کتل).
 اکرم د ډاکټر کیدو په لور یوازی یوه ورځ تیره کړه، د ورځي په ختم کی یی د صنفیانوڅخه تیر شوی نوټونه ترلاسه کړه او دلیلیی په لور و خوځید، پسله ډوډی نه یی مور او پلارته لیک ولیکه تر څو خپل د سفرنه ورته ډ اډ ورکړی، مازدیګر د سلیم سره یوځا دده بوری پوسته خانی ته لاړ، لیک یی تحویل کړ او د پوست د مامور نه یی پوښتنه وکړه: وروره، لیک به کله ورسیږی؟
 مامور ځواب ورکړی: انشا الله په دوی دری ورځي کی به ورسیږی.
دواړه سلیم او اکرم د خیر یو سی په ویلو سره د پوسته خان نه ووتل او دلیلیی په لور یی حرکت وکړ.
 ورځي، هفتی او میاشتی په منډه منډه تیری شوی، د لومړی سمستر ورستی ورځی دی، امتحانون شروع دی او څو ورځی ورسته به امتحانونه ختم او بیا به دری میاشتی پوهنتون تعطیل شی. د اکرم زړه په مور او پلار، کلی او کور پسی سخت تنګ شوی ؤ او د رخصتی لپاره یی ورځی شمارلی.
 اکرم په ازموینه کی د هر مضمون نه سل سل نمری اخیستی، او د اکرم لیاقت به د صحرا د مینی اور تازه کاوه خو اکرم له دی نه بی خبره ؤ.
 امتحانونه یو په بل پسی تیر شول، یوازی یو مضمون لا پاته ؤ چی اکرم د سلیم سره و زرنګار پارک ته په دی موخه ولاړ ترڅو د کلی شناخته څوک ووینی او د کلی په حالاتو ځان پوه کړی،‎.
 په زرنګار پارک، کی اکرم خپل پخوانی کلیوال داؤد چی د عسکری خدمت دتیرولو لپاره کابل ته راغلی ؤ او د ریشخورو د قوماندو قطعه کی یی دنده لرل، ولید. اکرم د داود په لیدو سخت خوشحال شو، دواړه یو بل ته غاړی ورکړی، داسی ګرم روغبړ یی سره وکړ، تا ویل چی دوه وروڼه دی چی کلونه یی یو او بل نه دی لیدلی. دواړو یو ساعت د کلی یادونه سره تازه کړل، اکرم وویل: زموږ ازموینه راتلونکی اونی ته خلا صیږی، او بیا دخیره سره کلی ته ځم.
 داؤد، ددی خبر په اوریدو سره، تکان وخوړ، او په دی پوه شو چی اکرم په کلی کی د جګړی د رامنځته کیدو نه دی خبر، ځکه یی تصیمیم ونیو چی اکرم دحالاتو نه خبر کړی، داؤد نه غوښتل چی دده دوست او ملګری اکرم د کلی په تحمیلی جګړه کی را ګیر شی. مخ یی اکرم ته واړاوه او ویی ویل:
 نه نه دا کار ونکړی.
اکرم پوه نه شو ویی ویل: کوم کار؟
داؤد: کلی ته ولاړ نه شی.
اکرم: اکرم حک حیران شو، فکر یی وکړی چی ملګری یی ټوکی ورسره کوی، ویی ویل: داود جانه، ولی ولاړنه شم؟
 داؤد: کلی اوس هغه پخوانی کلی نه دی، دوسته کلی خو وران دی، دڅو ورځو راهیسی په کلی کی سخته جګړه روانه ده.
 اکرم: بیاهم فکر کاوه چی داود ټوکی ورسه کوی، ویی ویل: داود جانه ټوکی پریږده، ولی لاړنه شم، جګړه د څه لپاره او چا سره؟
 داؤد: نه، نه، زه کاملا جدی یم. دحکومت او د مخالفینو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. زه خو یوازی تا خبروم، فکر دی نیسه چی دا اشتباه ونکړی، خدای مکړه ددی جګړی ښکار نه شی.
 اکرم د یوی شیبی لپاره غلی شو، خپل ښایسته کلی یی په نظر کی راوګرځید، موراوپلاریی ورپه زړه شوه، زړه خو یی غوښتل چی په زوره، زوره وژاړی، ناری ووهی چی: جګړه د څه لپاره، دچا لپاره، او ولی جګړه او هغه زما په غریب کلی کی، خو وخت اکرم ته ددی اجازه نه ورکول، ځان یی کنترول کړ، او ویی ویل: داؤد جانه، خدای دی خیر درکړی، که تا نه وای خبر کړی، نوزه به هرومرو په دی جګړه کی راګیریدم، بیا یی د کلیوالو او خپل د موراو پلار پوښتنه وکړه.
 داؤد وویل: څو ورځي دمخه می لیک ترلاسه کړ، تردی مهاله خو دخدای فضل دی ستا مور او پلار ښه ده، کومه خاصه ستونزه نلری، بیا یی په کلی کی د یوڅو زلمیانو نومونه یاد کړه، ویی ویل چی ټوپک یی اخیستی دی او دحکومت پر ضد په جګړه بوخت دی. داؤد زیاته کړه، څه وخت انتظار وباسه، راځه وګورو چی خدای پاک لا څه کوی.
 اکرم وویل: وروره، خیر یوسی، مجبوره یم چی باید انتظار وکړم، بیله دی کومه لاره نلرم، ټولو یو ساعت نورهم د کور او کلی قصی وکړی، د جمعی ورځ مخ په تیریدو، وه، لمر ورو، ورو خپلی وړانګی د ځمکی نه ټولولی او ددی وخت رارسیدلی ؤ چی داؤد او اکرم یو دبل سره بیل شی، دواړو یو او بل ته غاړی ورکړی او هریوه یی دخپل هدف په لوری حرکت وکړ.
 د امتحان وروستی ورځ تیره شوه، اکرم د هری ورځي په څير، خپل ټول سوالونه حل کړه، پارچه یی استاد ته تسلیم کړه او په ثابتو قدمو د صنف نه ووت.
 صحرا چی ټول عقل او فکر یی د اکرم سره ؤ، په دی یی فکر کاوه چی اکرم به ژر په رخصت لاړشی او تر درو میاشتو پوری به هغه ونه شی لیدلای، غوښتل یی چی ځان یی په دیدن موړ کړی، سمدلاسه پارچه تسلیم کړه، او داکرم قدمونه یی تعقیب کړل.
 اکرم د فاکولتی په انګړکی د ونی سیوری ته ناست ؤ، کتابچه یی خلاصه کړیوه اوداسی ښکاریده چی غواړی ځانته نمری ورکړی، صحرا د اکرم لوری ته ورنژدی شوه او دسلام په ویلو یی د اکرم پاملرنه ځانته واړول. اکرم سره ددی چی اوس یی څه دپاسه دری میاشتی د نجونو سره یو ځای په ټولګی کی تیری کړیدی، خوخپل کلیوالی کلتور یی دلاسه نه ؤ ورکړی، د حیا پردو داسی را پیچلی ؤ چی په مشکله یی د نجونو سره مرکه کولای شوه، د صحرا په لیدو وارخطا شو، د هغی سلام ته یی د سلام په ویلو ځواب ورکړ، او کوښښ یی وکړچی ځان کنترول کړی.
 صحرا د اکرم ساده ګی او حیا درک کړیوه، په حقیقت کی د اکرم ساده ګی او سپیڅلتیا د صحرا دزړه ښکار کړی ؤ، صحرا مسکی شوه او ویی ویل: اموزینه څنګه وه؟
 اکرم: مننه، دهری ورځي په شان ساده وه، زیاته یی کړه، ستاسو څرنګه؟
صحرایو سوړ اسویلی وایست، ویی ویل: بس د الله په توکل می یو څو کرښی کش کړی، خدای مهربان دی کامیابه، به شم.
 اکرم د صحرا دځواب په اوریدلو مسکی او غلی شو.
صحرا: نتاییج به کله اعلانوی؟
اکرم: شاید دوی دری ورځي وروسته.
صحرا: ښه نو بیا به دخیره سره کلی ته ځي؟
د صحرا پوښتنه د اکرم خوشحاله څیره بدله کړه، یو شیبه یی په څیره کی نا امیدی ښکاره شوه او، اوس نو د اکرم نوبت ؤ چی خپل تاثر وښيي، یو سوړ اسویلی یی ایست او ویی ویل: نه پوهیږم.
 صحرا د اکرم په تاثرخپه شوه، غوښتل یی ځان په علت پوه کړی، ویی ویل: زه پوه نه شوم.
 اکرم وویل: د څو ورځو را پدی خوا زموږ په کلی کی جګړه روانه ده، کله وایم چی لاړشم، جګړه مار به له ماسره څه کار لری، خو بیا ډاریږم چی په دی جګړه کی راښکیل نه شم او زده کړی می رانه پاته نه شی، زیاته یی کړه، حیران یم او هرڅه چی تلاښ کوم، هيڅ تصمیم نشم نیولای.
 صحرا ددی خبری په اوریدو متاثره وه، ویی ویل: زه ستاسو لپاره متاثره یم، خو زه فکرکوم چی تاسو باید لاړ نه شی، جګړه خو خپل او پردی نه پیژنی، بیا یی د اکرم دمور او پلار پوښتنه وکړه.
 اکرم وویل: سره ددی چی څو ورځی وړاندی می کلیوال راته وویل چی مور او پلار می ښه دی خوچی رښتیا ووایم، ازموینی داسی مصروف کړی وم چی دا هرڅه می دیاده وتی وه، ډیری ورځی کیږی چی دهغوی لیک می نه دی ترلاسه کړی، ځکه خو ډیر پریشان یم.
 صحرا مسکی شوه، ویی ویل: سوچ مه کوه، اوس خو داده ازموینه هم خلاصه شوه، خدای مهربانه دی هرڅه به سم شی.
 کلیوال او ساده اکرم، چی تازه یی د ستونزو سلسلی پای ته رسیدلی وی او په مینه مینه یی خپل درسونه لوستل ترڅو د یوه کلیوال بزګر د زوی نه یو پیاوړی طبیب جوړکړی. اکرم تصمیم نیوالی ؤ څوپه کلی کی هغه فرهنګ چی وایی (څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول) بدل کړی او کلیوال زاړه او ځوانان دی ته و هڅوی ترڅو زده کړو ته مخه وکړی، خو له دی نه خبر ؤ چی صحرا د هغه لپاره یو بل دام غوړولی دی او غواړی هغه د لانورو غمونو د سلسلی سره اشنا کړی.
 صحراچی د اکرم د مینی په دام کی داسی راګیروه چی ځانته یی د خلاصون امید نه درلود، د دی جراات یی نه درلود ترڅوو خپله مینه ښکاره کړی، خو یوه ورځ یی هم بیله داکرم د لیدو نه نشوای تیرولای. ځګه نو د اکرم په تاثر له یوه پلوه خفه او له بله پلوه په دی خوشحاله وه، چی اکرم به حداقل په کابل کی وی، اودا به یی د لیدو لپاره کله، کله فرصت پیدا کړی، خو دا یوازی یو ګمان ؤ، او داچی څومره یی عملی امکان موجود ؤ، وروسته به معلومه شی.
 محصلین، یو، یو د ټولګی نه راوتل، اکرم نور دویلو لپاره څه نه درلودل، د صحرا نه یی خدای په امانی وکړه او دلیلیی په لوریی حرکت وکړ. صحرا هلته ودریده او داکرم قدمونه یی یو، یو څارل. صحرا داسی د اکرم په مینه کی ډوبه وه، چی هیڅ او هیڅکو یی نه لیدل، د صحرا سترګو لا د اکرم قدمونه څارل چی خپل دخورلڼی لاس یی پر اوږه احساس کړ. مخ یی راواړاوه، لیلا یی خواته ولاړه وه، مسکی شوه، هڅه یی وکړه چی خپله مینه پټه کړی، سمدلاسه یی پوښتنه یی وکړه: لیلا ازموینه څنګه وه؟
 لیلا وخندل او ویی ویل: ګرانی، دومره خو سخته نه ؤ لکه ستا دمینی ازموینه. صحرا غوښتل چی بیاهم ځان په ناپوهی ووهی، ویی ویل: لیلا، څه وایی ته مطلب دی څه دی؟
 لیلا: ګرانی، ما خو پریږده، ستا ددی حالت په لیدلوخو هرڅوک په دی پوهیږی، ګرانی چرت مه وهه، اخر به یی خدای درکړی، بیا یی زیاته کړه، رښتیا، ولی ورته خپل د مینی اظهار نه کوی؟
 صحرا، لیلا په ورو ټیله کړه، دواړه ګونی یی د شرمه سری شوی، ویی ویل: ځه ورکه شه، دواړو، وخندل، صحرا وویل: ځه چی کانتین ته لاړشو، دواړی خورلڼی کانتین ته لاړی، چایی را وغوښتی، د چای خوړلو په جریان کی صحرا یوازی او یوازی د اکرم، دهغه د لیاقت، ساده ګی او سپیڅلتیا قصی کولی. لیلا به کله، کله قصدأ خبره بل لوری ته بوتله،خو صحرا بیرته لیلا د خبری په نیما یی کی راستنه کړه، او بیا به یی د اکرم یوه بله قصه راشروع کړه. یو ساعت د اکرم په صفت تیرشو، دواړی خورلڼی وخوځیدی او هره یو خپل د کورپه لور لاړه.
 اکرم چی اوس د ازموینی نه فارغ ؤ، د مور او پلار یاد ونو یی فکرمصروف کړیؤ، د کلی خاورینی کوڅی، سپیڅلی، مشران، همزولی او ملګری یی د فکر په ټالونو کی راګرځیدل او داکرم ذهن یی مصروف ساته، اکرم لا اوس هم کلی ته د تګ او نه تګ تصمیم نه ؤ نیولی، کله به ویل: کلی ته لاړشم، زما یی د جګړی سره څه، زه خو د جګړی لوری نه یم، جګړه مار له ماسره څه کار لری، بیا به یی دداؤد خبری ورپه زړه شوی: کلی کی جګړه ده، ګوره لاړنه شی، خدای مکړه په جګړه کی راښکیل نه شی، جګړه خپل او پردی نه پیژنی، حیران پاته ؤ چی څرنګه تصمیم ونیسی.
 کومی پیسی چی اکرم ته پلار ورکړیوی، اوس په خلاصیدو وی، یوازی یو څو روپی ورپاته وی چی کولای یی شوای چی اکرم تر کلی ورسوی. اکرم سوچ کاوه، که کلی ته لاړنه شم، څه به وکړم، پیسی هم نلرم، لیلیه به هم تعطیل شی، زه به چیری شپی سبا کړم، د اکرم ذهن د ستونزی د حل لپاره لاره لټوله، خو هیڅ د حل لاره یی نه شوای میندلای. اکرم دهمدی سوچو سره لیلیی ته ورسید، کوټی ته ننوت او سترګی یی به سلیم ولګیدی. سلام یی ورکړ، جوړ په خیر یی سره وویل، سلیم پوښتنه وکړه: ازموینه څنګه وه؟
 اکرم: بس دهری ورځی په څير، ستاده او اسانه وه.
سلیم مسکی شو ویی خندل: ستا لپاره خو ازموینه هر ورځ ساده او اسانه ده، زیاته یی کړه، راځه څو ورځي وروسته به نتیجی وښیی چی ازموینه دی څنګه تیره کړیده. دواړو وخندل، اکرم وویل: ډوډی دی خوړلی ده؟
 سلیم وویل: ملګریه، کومه ورځ می مړی بیله تا خوړلی ده چی نن رانه پوښتنه کوی.
اکرم: نو چی داسی خبره ده، ځه چی لاړشو او مړی وخورو.
دواړه د کوټی نه د طعام خوری په نیت راووتل، اکرم وویل: څو ورځي وروسته به لیلیه تعطیل شی، زه خوکلی ته نشم تلای، نه پوهیږم، څه باید وکړم؟
 سلیم: کښینه دوسته، ته هم عجیبه سړی یی، وایی شب درمیان است خدا مهربان است، داخو یوازی ستا ستونزه نه ده، دلته ډیرمحصلین نورهم شته چی کلی او کورته نه شی تلای، زیاته یی کړه، دادی زه هم کلی ته نه ځم.
 اکرم مخکی نه پوهیده چی سلیم هم کلی ته نه ځی، ویی ویل: څه! ته هم کلی ته نه ځی؟
سلیم: ملګری، یوازی زه نه بلکه زما او ستا په څير ډیر نور محصلان هم شته چی کلی ته نه شی تلای.
 په همدی خبرو کی طعام خوری ته راورسیدل، په طعام خوری کی سخته ګڼه ګوڼه وه، هر محصل هڅه کول څو ځان وهغه اعلان ته ور ورسوی، چی د توزیع د غرفی سره نژدی ځوړند ؤ. کوم څوک چی ځان به یی و اعلان ته ورساوه، یوه شیبه وروسته به بیرته ځان شاته را و کیښ، د ګڼی ګوڼی به را ووت، د نورو محصلانو سره به یوځای شو او داعلان په اړه به یی څه ورته وویل.
 اکرم او سلیم، چی په زور کی له نورو کم نه وه، ځانونه یی په ګڼه ګوڼه کی داخل کړ، پسله څو شیبو یی ځان هلته ورساوه، سترګی یی پر ځوړند شوید اعلان ولګیدی چی داسی پی لیکل شویوه:
 داچی د هیواد په اکثره سیمو کی جګړه روانه ده، د لوړو او مسلکی چارو وزارت تصمیم نیولی دی چی سږ کال د اوړی په رخصتی کی وهغه محصلینو ته چی غواړی په کابل کی پاته شی لیلیه ورکړی، هغه محصلین چی غواړی داوړی په رخصتی کی کار وکړی، لطفا دی خپل نومونه د لیلیی د مدیریت سره ثبت کړی.
 په درناوی
د لیلیی مدیریت

اکرم داعلان په لوستلو سخت خوشحاله شو، په زړه کی یی وویل: یا لویه خاونده، ته بی شکه د ځمکو او اسمانوخدای یی، ته رښتیا تر مور او پلار مهربانه یی، ته د هر چا د ستونزو اسانونکی یی، زه له تانه ډیر ممنون او راضی یم، ته له ما مه شی ناراضه.
 دواړه اکرم او سلیم، د ډوډی میز ته لاړه، ډوډی یی نوشی جان کړه، د لیلیی مدیریت ته لاړه، د اوړی موسم د کار لپاره یی نومونه ثبت کړه او بیرته کوټی ته راوګرځیدل.
 اکرم قلم او کاغذ راواخیستل، موراو پلارته یی د ډاډګیرنی لیک ولیکه، لیک یی په پاکټ کی واچاوه، ژبه یی د پاکټ پر کاغذ را کش کړه، د پاکټ سر یی وتاړه، مخ یی سلیم ته واړاوه او غوښتل یی چی هغه ته ورته ووایی چی پوسته خانی ته ځی، خو سلیم وخت په درانده خوب ویده ؤ، اکرم هم ونه غوښتل هغه دخوبه پاڅوی، حرکت یی وکړ او د دهبوری د پوسته خانی په لور وخوځيد، په یوه شیبه کی هلته ورسید، لیک یی پوسته رسان ته ورکړ، پوسته رسان همدا چی داکرم نوم او پټه یی دپاکټ دپاسه ولوستل، ویی ویل: وروره دلته ستا دپاره یو لیک راغلی دی. اکرم لیک ترلاسه کړ، پلاریی رالیږلی، مننه یی وکړه، لاس یی په جیب کی کړاو یو لس ګون یی دپوستی ومامورته د بخششی په توګه ورکړ، ویی ویل مننه وروره، کوردی ودان او بیا د پوسته خانی نه ووت.
 اکرم په بی صبری سره د پاکت سر خلاص کړ او داسی یی ولوستل:
زما ګرانه او زړه ته رانژدی زویه!
موږ د لوی او بخښونکی خدای په فضل تردی دمه روغ او رمټ یو، ته زموږ له لوری تشویش مه کوه. خدای دی وکړی، چی ته هم د خدای په فضل روغ او جوړیی او درسونه دی ښه روان وی، زموږ دوعاګانی ستا سره دی او انشا الله، الله تعالی به دی وساتی.
 زویه، د کلی حالات خراب دی او نور هم د خرابیدو په حالت کی دی، زه مشوره درکوم چی کلی ته راستون نه شی. زموږ له لوری تشویش مه کوه، یوازی خپل ودرسونو ته پام ساته.
 په لوی او مهربانه خدای دی سپارم، لوی او بخښونکی خدای دی ستا مل او ملګری شی.

والسلام
ستا پلار
دوام لری....................................

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery