وایي چې په پخوازمانوکې د دوو کامونوتر منځ پر یوه ځمکه د دعوی ستونزه راولاړه شوه، دواړو کامونوسره داسې شواهد او درکونه، نه وو چې د ځمکې ملکیت یې ثابت کړی وای اوځمکه د یوکام پورې تړل شوی وای. په هر صورت پرځمکه لانجې، مقدمې اوستړې ترحکومته ورسیدې خو حل لاره یې ونه موندل شوه، د نوروکامونو جرګواو مرکو پایله هم ښه ونه خلته. ژوبلودوام درلود، مشران په دې فکرکې وو چې له کومې لارې د پیښې له پاره شریکې اودوه اړخیزې لارې ومومي څو روانې غمیزي ته د پای ټکی کښیږدي.
یوه ورځ دواړه کامونه په دې باوری شول چې د ژوند پیټی په خپلواوږو پورته کیږي، نود ستونزې د حل له پاره په خپل منځ کې کښیناستل اودلانجې دهواري په هیله یې استازی اوپلاوي وټاکل، هسې هم د پخوانیومشرانو پریکړې عادلانه، ټولنیزې، رڼې، باوري اود کاڼي کرښی وی. سره له دې هم پریکړه وشوه چې ددې پلاووهره فیصله د تاید وړده. د دواړو کامونوپلاوو په دې ټکي ډیرټینګارکاوه چې د نننۍ پیښې حل نن په کاردی او ریښي یې بایدهمدلته پرې شي. نوپه شریکه یې وپتیله چې نن باید هوډ وکړو، ترهغی مو چې د قضیه د حل لار نه وي موندلي بل کار به نه کوو، همداسې وشول، له شپو ورځووروسته یې د غوټي د خلاصیدوله پاره یوه چاره پیداکړه. ویې ویل چې یوه قرباني به د نورو د قربانیومخنیوی وکړی.
دوي خپل منځ کې جرګه شول پریکړه یې وکړه چې د چارې د حل له پاره دې په کامونوکی پهلوانان درک شي اوهرکام به خپل پهلوان دلسو ورخوپه اوږدوکې حاضروی، په لسمه ورځ به غیږه نیول کیږی دهرکام پهلوان چې لوبه بایلوده د کام ځمکه به یې بایللی وي. د دواړو کامونوپلاوو په همدې ټکي ژمنلیک ولیکه اوپریکړه وشوه، دواړه کامونه بیل شول او د نورو بریکړو ترڅنګ یې د خپلوپهلوانانوله پاره یو یود ژوند ډاډلیک هم ولیکه. په ډاډلیک کې راغلي وو. که چیرې پهلوان ټپي، خوږ، معیوب اویا ومري نود ټپي کیدو او معیوبیت په صورت کې به دده درملنه اوپالنه کام په غاړه اخلي، د مرګ په صورت کې به دی د کام سالاراو سردار وګڼل شي، کورنۍ به يې د کام له خوا پالل کیږي اوکام به یې کارنامې په خپلو ولسي ارزښتونوکې ستايي.
د دواړوکامونوپلاوي د پهلوان د موندلوله پاره خپلوکامونوته ولاړل، څو یو ښه غښتلی پهلوان ومومي اود ځمکی د ګټلوله پاره يې د ټاکلې مودې سره سم ټاکلی ځای ته راولي. یوکام اواستازي یې لږغوندې چابک وو، پریکړه یې وکړه چې له ښاره په مزدورۍ یوپهلوان درک اوپه ټاکلې ورځ به یې ازمونځای ته راولي. خود بل کام استازي او پلاوی د پهلوان د موندلوله پاره ولس ته مخه وکړه، کله په دې پوله، کله په هغه بله، کله په دې کلی کله په هغې، په ولسونو، دښتواوغرونو باندې سرشول، هر ځای کې به یې چې د کارسړی وموند یابه دوي ته د مننې وړنه و اویا دا چې دې دروند ولسي بار ته چا په اسانۍ سره غاړه نه ایښوده.
ټاکلې نیټه ورځ په ورځ رانږدې کیده خود دوی د ورکی لټې په پرله پسې توګه دوام درلود. کام څوغونډې وکړی، دیرې، حجرې، جوماتونه او نورهغه غونډ ځایونه چې خلک به په کې راټولیدل، یوپه یو ولټاوه، کاراسان بریښیده خو راتلونکې ژمنه یې ګرانه اودرنه تمامیده نوپه همدې هیله خلکو له دې رسالت څخه ځان ګوښی کاوه. پلاوی خواشینی خود خپلوتجربو له مخې هیله من و، په همدې لټه کې وچې یوه شیبه نه یوه به داسې ولسپال سړی ومومی چې خپل کام ته ګټه راوړي. یوه ورځ د پهلوان د لټې په موخه د یولیری کلې په تکل روان شو، د نیټې رانږدې کیدل، د درانه مسوولیت اخیستل، د مقدمې ګټل ټولې هغه درنې چارې وی چې له پلاوي څخه يې د مشوړې سرورک کړی و، پلاوی د ماتوګوډو سوچونو په لړکې یوزیارت ته ورسید، ویني چې ښځوزیارت تودکړی دی، خدای زده نذر یې منلی و اویا د کومې بلې موخې له پاره به يې کوچنی خیرات باندې کړی و، د خیرات کار په درز روان و، چا د نغري پسې لرګي ایښودل، چا دیګ لاړه او چا اوبه راوړي، دلته امر، بولندوی، سرتیری اومامورنه و، هرې ښځې د خیرات لړۍ خپله بلله، د کوچني یوازیني ښځینه خیرات لوګی د زیارت خوا اوشاته مخ په بره روان دي چې په ترڅ کې یې د زیارت برې خواته د لوی لاری په سرد مشرانویوه ډله ترسترګوشوه.
د سړوپه لیدلوسره ښځوپه خپل منځ کې ګونګسیه شانتی وکړ، یوې بلې ته وویل دا خوهماغه دي چې د تیرې جمعې په ورځ زموږ کلی ته راغلي وو، خوارکي دا څوورځي په ولس کې لاندې باندې ګرځي څوپه کام کې یوپهلوان پیدا کړي اوهغه کامی لانجه وګټي چې دا ډیره موده مو په کې سړي خوږ، تپي اومعیوب شول خوخدای (ج) تردې دمه په کې د سر زیان نه دی را اړولی، داسې بریښي چې تردې دمه دې مشرانوداسې سړی نه دی موندلی چې د دوي زړه پری اوبه وڅښي. ګونګسي زور واخیست اود ښځوپه منځ کې خپورشو، چا ویل دا به داسې شي، دا به هغسې، چاڅنګه اوچاڅنګه زوږ د زیارت او هدیری ترقبرونوخپور شو. پلاوی ورو، ورو د زیارت خواته را تنږدې کیده چې ناببره د ښځوله منځه د پاخه عمریوه ښځه را ووته، خپل تورلوی پړونی یې له ځانه را تاو کړاو د پلاوي مخی ته ورغله. پلاوي ته يې وویل:
ښکاری چې تاسو ډیرستومانه شوی یاست، ددې ښځود ویناله مخې کوم مطلب پسې چې راوتي یایی تردې دمه مونه دی ترلاسه کړی، که بشپړه خبره ستاسوله خولې واورم نوزه به هم په دې لټه کې له تاسو سره شریکه شم. په داسې حال کې چې پلاوی ځمکې ته کتل او د پاخه عمر میرمن خبر يې په غور اوریدې ویې ویل:
د یوې اوږې لانجې د پای پسې مو را پتییلې، که چیرې داسې سړی په لاس راشي چې دې کامي غمیزې ته د پای ټکی کښیږدي نوپه دې چاره کې د ټول کام نیکمرغي نغښتې ده، ټول به هوسا شي، د کرکي ځای به مینې اوهوساینې ته پاتې شي او پرناهیلیوبه مو یو زرغون چابیریال وغوړیږی. ښځې په ډیرې بې وارۍ سره وویل:
زه ایکی یوزوې لرم، زما د ژوند ټوله اسره همدا یوزوی دی خوچې مسله د کام او ولس ده نوماته ځان او زما زوی د دوی نه لوړنه ښکاري، ماته خپل کام، ماته خپل کلی او ولس له خپل ژوند څخه ډیرارزښتمند بریښي. زه او زما زوی دواړه دې له کام څخه سپیلني شوخو زما کام، ولس اوکلی دې اباد اوسرلوړی وي. هوماته خپل زوی پهلوان ښکاری، هغه داسې نا اشنا کارونه کوي چې د کلي نورځوانان یې نه شي کولای، د کلي په هره ښه بده کې درانه کارونه دده په برخه دي. سره له دې چې ددې کلی شپون دی، خوخپل کلی ورته ډیرګران دی ددې کلي د مشرانو او کشرانوسره ډیره مینه لری، که یوځلې یې ګورئ اوخپل باورپخوئ نو هلته د کلي لیرې هغه غره ته څیرمه رمه پیايی، دکلي یوځوان له ځان سره کئ چې ورموولي، هغه به ووینئ نوکه ستاسوشخړه پرې هواریږي در سره یې بوځئ.
ددې کوچنیو، بې ترتیبه، ماتو خو ژوندیو کلیموپه اوریدوسره کامي پلاوی غلی شو، دڅوشیبوله پاره د لټون اوستړیا پر چابیریال یوه چوپه چوپتیا را خوره شوه، هیچاهیڅ ونه ویل، نه پوهیدل چې ستونزه یې ژرهواره شوه ، سرګرداني یې پای ته ورسیده اویا داچې چوپتیا له ځانه سره کوم راز درلود چی یا خدایه دې ولس ته تل د ملالود میړانې دعاشوی، د ویاړونو هر ډګرملالو ګټلی، دهرې ترخې او ټاکونکې شیبې د بري زیری د ملالوپه ټنډه لیکل شوی، اویا دې ترخې شیبې ناهیلی کړي وو چې تل موبلهاري اتلانوورکړی خو ارزښتونه یې په پردي نوم لیکل شوي دي.
چوپتیاهله ماته شوه چې ښځې پیا پلاوی ته د بلدلاروي په اړه د کلی د ګرځیدو بلنه ورکړه، هغوی وهڅول چې د کلي یو بلد زلمی له ځانه سره ملګری کړی اودوی ته د شپانه د رمی پنډغالی ور په ګوته کړي اوشپون وروپیژني. پلاوی کلی ته ولاړ او له هغه ځایه د یو بلد سړي په مرسته د شپانه ترځایه ورسید.
بلد سړي کامی پلاوی له سلام او روغبړسره سم شپانه ته وروپیژانده، سرسري شانتې یې په مسله هم رڼا واچوله. شپانه پلاوی یوهوارځای ته را وباله، خپله شړۍ یې هواره کړه اوپلاوی ته یې د ناستې بلنه ورکړه. شپانه خپل سفري څوری چې عبارت و له په ټوټه يي کڅوړه کې سړه ډوډۍ، یوټیمی د اوبو پتکی چې د لمڅي په پوښ پوښل شوی و او په ملاوستني تر ملا تړلی و څود شپانه اوبه تر یو وخته پورې یخې وساتي، د شپنۍ یو ډانګ، یوه کاسه اویوکوچنی تبرګی یې وسله ییزه پانګه اوشپیلۍ د ژوند یوسارایي ملګری و چې شپون به یې په خپلوخیالی تناوونوکې له ګوښي چاپیریال څخه رانغاړه اودهغه زړه تل ته به یې کوزاوه چې هلته به د شپانه د ژوند یوه دمه ځۍ جوړیده، همدا شپیلۍ وه چې دی یې د ورځې په اوږدو کې د خپل کلی او ولس سره په اړیکه کې ساته.
په دې ترڅ کې یې خپل پتکی له ملا څځه راخلاص کړ، څوری یې د دوی مخی ته کیښود او پلاوی ته یې د ډوډۍ د خوړلو بلنه ورکړه، بیا کامي پلاوي خپله کیسه ټکي په ټکي شپانه ته تیره کړه اوپه اړه يې له ده څخه دده د پهلوانۍ پوښتنه وکړه:
د شپانه په وچوشونډو یوه نا اشنا موسکا تیره شوه، پلتۍ یې ووهله اوکامی پلاوي ته یې وویل: زه په خپله پهلوانۍ نه پوهیږم خو کله چې په دې پتکي کې اوبه خلاصی شي اوتنده مې واخلي نولاس یې یوې وړاندې ځنګله ته ونیو، ورته ویې ویل چې په تبرګي ددې غره له څیړیو درې یاڅلورکلن ښاخ را پری کوم په دوارړو لاسونو د لرګی یو سرد بل خلاف تاووم له هغې څخه اوبه راووځي اوهغه اوبه بیا څښم، زه نه پوهیږم چې زه به پهلوان یم اوکنه خوتردې دمه مې ددې خوړونو او تالو اوبه نه دي څښلي خپله تنده دهمدې څیړیوپه اوبوماتوم.
پلاوي ته د شپانه خبره لکه چې بابس وبریښیده په خندايی شپانه ته وویل، ددې څیړیواوبه په موږڅښلی شی؟ په دې خبره کې دپلاوی موخه داوه څو وګوري چې شپون رښتیا هغه څه چې وايي په هغې باوري دی او که نه هسې موږ تیرباسي، له بله پلوه پلاوی دکام استازی و، نه يې شو کولای چې دکام په باورلوبی وکړي، باید وګوري چې رښتیاشپون کام ته مقدمه ګټلای شي او کنه. د پخوانيو اوسنیو پلاوو توپیر همداو، هغوی دکام په مقابل کې هربابس نه اخیستل، هغوی هیڅکله دیونیم سل افغانیو په لونګۍ له یوې مخې په کام معامله نه کوله اوله بله پلوه يې یې دپلایتوب ارزښتمند دود ژوندی ساته.
د شپانه تندی وغوړید اوپه بیړه یې ورته وویل، همدا اوس به یې درباندی وڅښم خولږی ترخی غوندې دي. شپون په منډه ولاړ، څوشیبې وروسته يې دری څلور، دوه کلن، دری کلن اوڅلورکلن ښاخونه راوړل. له ښاخونو څخه يې واړه خنډونه اوپاڼې په تبرګي لیرې کړی لرګي پاک اوصافه کړل، ، کامی پلاوی په دې هیله چې بوهیدلی وی چې دڅیړۍ لرګی څومره کلک دی دلرګیوپه تاوولویې یوه لنډۍ غوندې ازموینه وکړه، خوپه لرګیویې زورونه رسید چې تاویې کړي بیاشپانه په خپله کاسه کې یو یوښاخ وزبیښه په ټولويې د څیړۍ د لرګي اوبه وڅښلې.
له دې وروسته پلاوي ومنله چې دڅیړیو د لرګي تاوه ول د کمزوری سړی کارنه دی نو زړه نازړه يې له شپانه څخه غوښتنه وکړه چې له دوی سره ولاړشي، شپانه د ولسي پلاوي غوښتنه ومنله، په دې ترڅ کې پلاوي شپانه ته دهغوي د مورخبره هم وکړه، د مورخبرې شپون نورهم پیاوړی کړ، مازیګرپلاوی، شپون او رمه يې دکلي خواته وګرځیدل، شپه يې کورته ورسوله، د شپې شپون ټوله کیسه مورته وکړه، د پتکي، شپیلۍ نیولې بیا ان د څیړیود تاندولرګیود زبیښلوبهیریې مورته ټکي په ټکي بیان کړ، مورهم د زیارت، خیرات اود پلاوي د وچوشونډوکیسه یو په یوزوی ته تیره کړه. زیاته یې کړه چې دا خواره واره پراته کلي زموږ لوی کورونه دي، کام مود ویاړونوشمله ده او ددې شملې هسک ساتل غښتلو، په کلي اوکام مینومټوته اړتیالري، پام چې د کام شمله کږه نه شي، که ته په دې لاره کې ومرې هم خوچې د کام شمله ټیټه رانه وړئ. سهارشپون تیار شو، دروانیدو په وخت موریې درې ځلې د قران کریم لاندې تیرراتیرکړ، د کلي دلوی دروازې پورې ورسره ولاړه، کله یې چې د زوی سره مخه کوله نوورته ویې ویل:
زویه ستااوستا د کام سرلوړي غواړم، ستاشااوستا د کام شا دې نه سپیره کیږي. بیایې یوجام اوبه ورپسی وښیندلي.
شپون او پلاوی د کامي پریکړی دپلي کیدوله پاره ازمونځای ته روان شول. کله چې هلته ورسیدل، ګوری چې هغه بل قوم یوهسک سړی چې ښه موزون اندامونه لری راوستی، ځان یې غوړکړی، د پهلوانۍ کالي یې اغوستي دی اوپه میدان کې ګرځي. په لومړي سرکې ناستوخلکو، مقابل کام اوسیالانیانوفکروکه چې دوي ګوندې پهلوان نه دی موندلی نو ډیرخواشیني شول، خو، کله چې دوي خپل پهلوان ور وپیژاند، نوهغوی په ډیره تروه ټنده ورته وویل چې دا مسله د ساعت تیریواو ټوکو نه ده. د کوچني پهلوان کام هم پښیمانه و، اوپه دې لټه کې شوچې پریکړه وځنډوي خو پلاوي په دې تینګارکاوه چې پهلوانان باید سیالۍ ته راووځي. د کوچني پهلوان د کام او پلاوي ترمنځ یو شوراوځوږ پورته شوخوپه پایله کې پلاوي ورته وویل موږ ستاسو استازي یو، ایا موږداسې پریکړه کووچې موږ دې سرکوزی یواو زموږ د کام دې په کې تاوان وي؟ نه هیڅکله نه، زړه نا زړه ټولو موافقه وکړه اوسیالي پیل شوه.
پهلوان د سیالۍ ډګرته ورکیوت، دواړو پهلوانانوغیږه ونیوه، هرځل شپون جګوی خوکله يې چې په ځمکه ولي شپون لکه فنرنیغ دریږي. څوځلې دا پیښه تکراریږی اوشپون پهلوان لکه لښته په خپل ځای نیغ دریږي. دهرځل ویشتلوسره د غټ پهلوان کام دریږی اود خوښۍ اوازونه باسي. دا ځل کوچنی پهلوان یوه شیبه ځان ګوښی کوي هلته وړاندې غلی دریږی له ځانه سره څه شی زمزمه کوی، خدای زده چې شپون پهلوان ته د مور دعاوې او وصیت یوه، یوه لکه کامي لښکرې سترګو ته دریریږی، د خپل ولس کمزوری باوراوکه د مزدورپهلوان د مټونیمګړی زور، چې یوځل یې کړیکه کړه اوویی ویل چې زما کلی دنړۍ له سترو شاهکارونوڅخه دی او زما کام ماته زما دبدن وینه ده چې زه پرې ژوندی یم. نه، نه زه دانشم منلی چې یومزدور دې ماڅملوی او زما د کام شمله دې ښکته کړی، همداسی د پهلوان لاندې کیږي، له ځمکې یې پورته کوي څوشیبې یې په هواکې ګرځوي بیايې داسې پرځمکه ولي اوله پاسه پرې کیښیني، چې پهلوان له اخ اوټوخه لویږي، څوشیبې وروسته چې د سیالې دڅارنې اوپلټنې پلاوی راځي وینی چې د مزدور پهلوان لاسونه پرځمکه خواره پراته دی اوبی هوښه دی. شپون پهلوان له لاسه نیسي، ښی لاس یې پورته کوی اوجوري پلاوی په هسک اوازه سره اعلانوي چې کوچني پهلوان د خپل کام له پاره ځمکه وګټله اوکامی پلاوي بایدپه خپل منځ کې د ځمکی د ملکیت یولیک ولیکي.
له دې سره سم ټول خلک دکوچني پهلوان څخه را تاویږي، څوک يې سوبه ستايي، دبری مبارکی ورته وایي اوڅوک يې دبري دلاملونوپه اړه پوښتنې کوي. شپون پهلوان سره له دې چې غریونیولی و، د ټولو پوښتنوته غوږ ونیواوترخپله وسه یې هریوته کوچنی کوچنی ځوابونه ورکړل خولنډو اوشمیرلوټکو کې يې دایوه جمله څوځلې تکرارکړه:«هغه کامونه چې دکام ارزښت په پیسوټاکي، کامي معیارونه یې په پیسو ولاړوي هغوی دخپل کام شملې سرلوړې نه شی ساتلی.هرکام خپل قهرمانان لري که غواړئ چې خپل کام ته بری راوړئ نوپه کام کې خپل قهرمانان ولټوئ . مزدور پهلوان د کام شمله او سرلوړي نه شي ساتلی زه د خپل ولس د ژغورلواودخپل کام د سرلوړۍ له پاره راغلي وم اودی دپیسواومزدورۍ له پاره».
څه موده وروسته یوزلمی پورتنۍ وینا دکلي په مخامخ لوی ګټ ولیکله، دلیکنې لاندې یې دکوچنی پهلوان نوم ولیکه، زلمی د راتلونکی له پاره دایوه بله جمله پرې ورزیاته کړه:
رښتیاچې ولسی احساس اوخلکوسره مینه یوه تلبهانده چینه ده چې هیڅ توپان اوهیڅ یوه وچکالي پرې اغیزنه کوی.