مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اکرم او صحرا

احمدجان نوزادی

 

دیارلسم څپر کی
د لور او مور مرکه لا نه وه ختمه چی ددروازی زنګ وشرنګیده، د صحرا پلار د ډیر غصی سره په سرای را ننوت، او په داسی حال کی چی خپل د کوټی په لور روان ؤ، لور اوموریی دواړه ځانته را وغوښتی. د صحرا پلار د غصی نه سور او شین کیدی، یوه ډبره یی اخیستل او بل یی ایښودل. میرمنی یی ږغ پر وکړ: سړیه څه خبره ده چی سور اوشین کیږی؟
 دصحرا پلار: له مانه یی مه پوښته، خپل دنازولی لور نه دا تپوس وکړ، ددوو پیسو احمق او کچالو خور محصل، نن سهار ماته زما د لورسره خپل د مینی داستان واوراوه، د صحرا پلار خپله خبره داسی تکرار کړه، موږ یو دبل سره مینه کوو! هو مینه! مخ یی لورته واړاوه، زیاته یی کړه: مخ به می په ولس کی راتور او سر به می راټیټ کړی، د همدی ورځي لپاره می ته راولویه کړی¸کنه؟
 میرمنی یی سړی و ارامش ته راوباله ویی ویل: سړیه دومره مه غصه کیږی، مګر دیاده دی وتی چی اخر ته دلور پلار یی، دهری لور د پلار کورته په سلهاوو خلګ د مرکی لپاره راځی، خو ټول خو یی نه ودوی، وایی: سل یی غواړی یو یی بیایی.
 خاوند د میرمنی خبره غوڅه کړه ویی ویل: خبری ډیر مه کوه، زما خبری ته غوږ ونیسه، زه نه غواړم چی دهغه احمق مخ بیا وګورم. د صحرا پلار یوه شیبه غلی شو او بیا یی مخ میرمنی او لورته واړاوه، ویی ویل: اوس ځي رانه ورکی شی.
 
صحرا د ډیری ویری نه لکه پاڼه رپيدله، رنګ یی الوتی ؤ، د خبرو توان یی د لاسه ورکړی ؤ، خپل د مینی بربادی یی اوس په رڼو سترګو لیدله، تمه یی ختمه شویوه، په داسی حال کی چی د اوښکو سیل یی پر مخ لاری ایستلی وی، په منډه د خپلی کوټی په لور لاړه، د کوټی په کنج کی یی سر پر زنګنو پریښود او په لوړ اوازی یی تر ډیره وخت وژړل، په سترګو کی یی اوښکی وچی شوی، توری سترګی د وینو د پیالو په شان سری شوی، اواز یی ودرید، ډیره خسته وه، سترګی یی ویوه نامعلوم لوری ته پاته وی او د خپل ځان او اکرم په هکله یی سوچ کاوه. صحرا خپله مینه د بربادی په حال کی لیدل، زړه یی په اکرم سوځیده چی دا دغم پیټی به اوس څنګه پورته کوی، د اکرم د لومړی ورځي خبری یی ورپه زړه شوی، نه پوهیده چی څه باید وکړی، د ګل په څير تازه او د هوسی په شان مسته صحرا په یوه شیبه کی لکه خزان وهلی غوټی مړاوی شویوه.
 صحرا، همداسی د فکرونو په ټال زنګیده چی مور یی ورو، ورخلاص کړ، او خپل د ګل غوټی غوندی لوریی د خزان وهلی ګل په څير ومیندل. خواته یی کښناستل، دهغه سر یی خپل ګریوان ته راکش کړ، صحرا دیوه بی روحه جسم په شان بی حرکته پاته وه، د نا هیلی سترګی یی د مورپه لور واړولی او سر یی دمور په غیږ کی پریښود. د صحرا اواز دریدلی ؤ، د ژړا توان یی نه درلود، یوه، یوه غټه اوښکه به یی د مرغلری ددانی په څیر پر مخ را ورغښتل، او ګریوان ته به یی لاره پیداکړه. د صحرا مور د لور دداسی حالت په لیدلو خپل توان دلاسه ورکړی ؤ، غټی اوښکی یی پر مخ را روانی وی، د لور په وریښتیانو کی یی ګوټی وهلی او هغه یی په پټه خوله و ارامتیا ته رابلل او خپل ملاتړ یی د لور نه اعلاناوه.
 د صحرا مور، ورو، ورو ځان کنترول کړ. لور یی وارامتیا ته راو بلل، ویی ویل لوری، ارامه شه، د الله پاک نه خیر وغواړه، په غم او غصه څه په لاس نه راځی، پلار دی غصه دی، کیدای شی وروسته ارام شی، خبری به ورسره وکړو، خیر دی دا کار د عجلی نه دی، او نور نور نور......
 د صحرا مور هم نه پوهیدل چی څه وکړی، یو لورته یی خاوند ؤ، چی ټول عمر یی دهغی سره تیر کړی ؤ په ټول ژوند یی ترمنځ شخړه نه وه شوی، بل لورته یی یوه دانه او نازولی لوری وه چی غوښتنه یی منطقی او پر حق وه.
 
اکرم غریب په دی تمه ؤ چی نن شپه به صحرا او دهغی مور، د صحرا د پلار د کاڼی په څير کلک زړه د سبا جرګی لپاره نرم کړی وی، خو اکرم غریب له هغه څه نه چی پر صحرا باندی تیر شویوه، بی خبره ؤ. سهار وختی بیا په ماتو بندو د صحرا د کور په لور وخوځید، بد احساس یی درلود، عقل یی ګامونه شاته کښل، خو اکرم د خپلی مینی په زور د صحرا د کور پر لور ګامونه په ځان پسی کشول او ځان یی وهدف ته نژدی کاوه.
 اکرم دیوه نړی خیالونو سره د صحرا د کور ورته ته ودرید، زنګ ته یی فشار ورکړ، یوه شیبه وروسته نوکر ورخلاص کړ، سلام یی وکړ. اکرم وویل: خان کاکا کور دی؟
 نوکر ورپوری کړ، تر څو خان ته ږغ وکړی، یوه شیبه وروسته نوکر په وره کی راڅرګند شو او ویی ویل: خان کاکا له تاسره نه ګوری او له تانه هیله کوی، چی نور کله دلته رانه شی.
 اکرم د تړلی وره شاته یوه شیبه ودرید، نا هیلی شو او بیرته په ماتو بندو د پوهنتون په لور وخوځید.
 صحرا هم سهار وختی، کتا بونه را ټول کړه، د پوهنتون جامی یی په ځان کی کړی او د فاکولتی په نیت انګړ ته راووتل، همدا چی د انګړ منځته راښکاره شوه، ستر ګی یی پخپل پلار چی یوه شیبه مخکی اکرم په غصه کړیؤ، ولګیدی، پرخپل ځای ودریدل، د پلار پاملرنه یی د لور په لور واوښتل، مخ یی ورته راوړاوه، ویی ویل: ښه وایه چی بیا دی چاته ځان سینګار کړیدی، صحرا لکه پاڼه ریږدیدل، ویی ویل: پلاره پوهنتون ته ځم.
 د صحرا پلار: پوهنتون څه او کار یی څه، همدومره کلونه چی پوهنتون ته لاړی، زما نوم دی ښه روښانه کړ، نور پوهنتون، موهنتون بس دی. د نن څخه نیولی نورستا لپار پوهنتون موهنتون نشته، ځه خپلی کوټی ته لاړه شه. صحرا پر خپل ځای بی حرکته ولاړه وه، پلار یی دوباره خپل خبره تکرار کړه، ویی ویل: زما خبره دی وانه وریدل، درته می وویل ځه کوټی ته دی لاړه شه. صحرا بیا هم پرخپل ځای ولاړه وه، چی مور یی دپلار غالمغال واورید، انګړته راووتل، سترګی یی خپل پر لور چی اوښکی یی پر مخ روانی وی او لکه پاڼه رپیدله ولګیدی. د لور و لورته نژدی شوه، له لاس نه یی ونیول او کوټی ته یی بوتله.
 صحرا خپل ټول امیدونه دلاسه ورکړی وه، زړه یی د ژوند نه تنګ شویؤ، د تخت د پاسه اوږده، اوږده و غزیدل او ژړاته یی شروع وکړه. مور یی هڅه وکړه، څو هغه خاموشه کړی، خو ددی کار ترسره کول د صحرا دمور لپاره خورا ګران وه.
 اکرم د پوهنتون په لور حرکت وکړ، ځان یی فاکولتی ته ورساوه، سترګو یی هرلوری ته صحرالټول، خو داسی معلومیدل، لکه صحرا چی د صحرا دهوسی په څير د صحرا په لور تللی وی.
 په صنف کی ناست ؤ، سترګی یی وتوری تختی او استاد ته پاته وی، خو روح او فکریی د صحرا پسی سرګردان وه. ورځ په تمامیدو شوه ولی صحرا رانغله. دورځی په ختم کی د صحرا خورلڼی د اکرم شاوخوا راټولی شوی، هری یوی یی د صحرا پوښتنه کول، خو اکرم د هغوی لپاره کومه روښانه ځواب نه درلود.
 
د اکرم د مینی غمونه د صحرا د ژوند ملګری شول، سریی ببر ؤ، خوب یی د سترګو وتښتید، خوراک یی کم او رنګ یی ورځ تر بلی ژړیده، دحل لاره نه ورته معلومیدل، اوس نو د صحرا لپاره یوازی دوی لاری موجودی وی: یا داچی پلار د ځانه پردی کړی، داکرم سره لاړه شی، خو دا کار امکان نه درلود، اول داچی صحرا نه غوښتل څو د پلار بیله اجازی کوم کار ترسره کړی، دویم داچی اکرم خو نه کور لاره او نه پیسی، نو که صحرا ورسره ولاړه شی، چیری به لاړه شی اودویم داچی ځان ووژنی او ځان ددی نړی د غمونه بی غمه کړی او ځان وژنه وصحراته منطقی نه ښکاریده.
 پسله ډیرو سوچونو صحرا فیصله وکړه چی په راتلونکو څو ورځو کی په یو بهانه دکوره ووزی، د اکرم سره وګوری او بیا په ګډه تصمیم ونیسی.
 څو ورځي تیری شوی، د اکرم سترګو به هر ورځ صحرا لټول، خو داسی ښکاریده لکه چی صحرا په نامه په دی صنف کی کله هم څوک نه وه. اوس صحرا د اکرم لپاره بس په یوه خوب بدله شویوه، چی د تعبیر نه یی اکرم عاجزه ؤ. ورځ بیله صحرا پر اکرم باندی لکه کال تیریدل، خوب یی د سترګو الوتی ؤ، ږیره یی رسیدلی وه او د اکرم څيره یی بدله کړیوه. غریب اکرم خو نه د صحرا کورته ورتلای شو، او نه یی څوک لرل، چی په کومه بهانه یی د صحرا کورته ولیږی او ځان یی د احوال نه خبر کړی. اکرم نه پوهیده چی د صحرا دوی په کور کی څه روان دی او صحرا په کوم حالت کی ده.
 
ورځي او هفتی تیری شوی، صحرا او اکرم یو د بل په اورکی سوځیدل، صحرا په یوه مناسب فرصت پسی ګرځیدل، خو د کورنی ټول غړی، د پهره دار په څير صحراته متوجه وه.
 
دهفتی په اخرکی د صحرا خورلڼی سره یو ځای او د صحرا د کور په لوریی حرکت وکړ، زنګ ته یی فشار ورکړ او بیله دی چی انتظار وباسی، سرای ته داخلی شوی، د اکرم مور د سرای په انګړ کی مصروفه وه، د صحرا خورلڼو د هغی سره جوړ په خیر وکړل او بیا راسا د صحرا کوټی ته ورغلی.
 دواړه صحرا او دهغی خورلڼی یو دبل په لیدلو حیران شول، د صحرا د حیرانتیا علت دهغه دخورلڼو دفعتا لیدنه وه، خو د صحرا د خورلڼو د حیرانتیا علت بل څه ؤ، د صحرا خورلڼی و صحراته حیرانه پاته وی، د صحرا سر ببر او رنګ یی الوتی ؤ، هیڅ نه پیژندل کیده، په څو ورځو کی یی د مخ سور رنګ په ژړ بدل شوی ؤ او د کلونو ویوه ناروغ ته پاته کیدله. خورلڼو یوبل ته غاړی ورکړی، یو دبل د حال پوښتنه یی کول، ټوکی یی کولی، او د وخت نه یی لذت وړ. صحرا هم د یوی شیبی لپاره خپل غمونه حیر کړل، ځان یی د همزولو په منځ کی ومینده، اوس یی کولای شوه ترڅو خپل د مین د حال پوښتنه وکړی او دراتلونکی لپاره د حل پر یوه لاره فکر وکړی.
 د صحرا لومړی پوښتنه داوه: اکرم څنګه دی؟
ټولو خورلڼو یی پری وخندل، لیلا وویل: ګرانی، مه خپه کیږه، اکرم دی بس رک روغ دی. بیا یی د ټوکول په ډول وویل: بیچاره اکرم، د مجنون په څير سر ببر او څیری ګریوان په هره کوڅه اوهر بیابان کی بس یوازی لیلا لیلا وایی، او بیا ټولو سره وخندل، ټولو په ګډه صحرا زورول، خو مطلب یی دا نه ؤ چی صحرا خپه کړی، بلکه برعکس کوښښ یی کاوه چی صحرا د غم د خالت نه راوباسی، راتلونکی ته یی امید واره اوپه هغی کی د مقاومت روحیه پیاوړی کړی. خو صحرا ډیر ورځی د فکرونو په ټال کی تیری کړیوی، اوس د صحرا په مینه ټول خبر وه، یو ځل بیا یی دناهیلی اوښکو پر مخ لاره وایستل اوپه ژړه غونی اواز یی وویل: هرڅه ګډ وډ شول، پلار می د واده مخالفت کوی، زه یی د پوهنتون د تګ نه منعه کړی یم..................
 لیلا: څه! څه !! څه !!!!!!!!!!!!! تا نه پریږدی چی پوهنتون ته لاړه شی؟
صحرا: هو، ځکه خو د څو ورځو را پدی خوا صنف ته نه یم راغلی.
لیلا: په حیرانتیا سره وویل: ولی داخو ستا اخر کال دی، او دا، ا مکان نلری، چی ته په دی وخت کی خپل تیر پنځه کلونه قربانی کړی.
 صحرا: لیلا خور، زه خو په هيڅ نه پوهیږم، لار او ګورد رانه ورک دی، پلارته می ډیردرناوی کوم، اماده یم چی خپل پنځه کلونه اوخپل ټول عمر د خپل پلار د پاره قربانی کړم.
 لیلا: مګر دا قربانی خو احمقانه ده، قربانی باید پر ځای وی، او دا خبره باید دواړه ستا مور او پلار درک کړی.
 لیلا د صحرا د حالت او دهغی د پلار په پریکړه سخته په غصه وه، مخ یی صحراته واړاوه، ویی ویل: زه غواړم ستا دپلار سره خبری وکړم.
 صحرا: لیلا خور، زه نه غواړم زما د پلار سره ستا دلیدلو ممانعت وکړم، ولی ډاریږم چی پلار می تا هم خپه نکړی.
 لیلا: خوری دا خبری مه کوه، زما او ستا ملګرتیا څه معنی لری، ملګری باید په سختو شیبو کی د ملګری په خوا کی وی او بل داچی ستا پلار ماته د پلار حیثیت لری.
 صحرا: سمه ده هر ډول چی ته فکر کوی هغه ډول صحیح ده. لیلا وویل سبا غرمه ډوډی ستا سره خورم. دواړی خورلڼی د کوټی د کړکی خواته کوښه شوی، ورو، ورو سره و ږغیدی، خبری یی نورو نه اوریدلی، ویی خندل او دنورو خورلڼو پاملرنه یی ځانته واړول. ټولی خورلڼو د صحرا نه خدای په امانی واخستل او د کوره ووتی.
 دجمعی په سهار صحرا وخت د خوبه پاڅیدل، یو ګرم حمام یی ونیو، جامی یی بدلی کړی او بیا د لیلا راتګ ته سترګی په لاره شوه. لا د سهار لس بجی نه وی چی، ددروازی زنګ د صحرا پاملرنه ځانته واړول، ځان یی و کړکی ته نژدی کړ او سترګی یی په لیلا ولګیدی، د کوټی نه راووتل، د لیلا مخ ته وراغله، هغی ته یی ښه راغلاست ووایه اوبیا دواړی خورلڼی د صحرا کوټی ته لاړی.
 دواړه خورلڼو ترغرمی پوری ډیر قصی او ټوکی ټکالی وکړی، د ډوډی په وخت کی د کور د نورو غړو سره یو ځای شوی، د صحرا مور دلور د حالت په لیدلو خوشحاله وه، پسله څو ورځو، دا لومړی ځل ؤ چی صحرا د کورنی د غړو سره پر دسترخوان یوځای ناسته وه اومړی یی خوړل.
 
ډوډی وخوړل شول، لیلا د صحرا پلارته مخ واړاوه، ویی ویل: کاکا جانه، که ستا اجازه وی، زه غواړم ستا سره څو خبری وکړم.
 د صحرا پلار: ووایه بچیه څه وایی؟
لیلا: کاکاجانه، زه په دی پوره پوه یم، چی نباید ستا په وړاندی خبری وکړم، خو داچی تاسو ته خپل د پلار په څير ګورم او هغه درناوی چی پلارته می لرم تاسو ته یی هم لرم.
 د صحرا پلار پوهیده چی لیلا به د څه موضوع په اړه خبری کوی، د لیلا خبره یی ونیول او ویی ویل: مننه لوری، ماته هم تر صحرا لور په کمه نه یی،اوس دی اصلی خبره راته وکړه.
 لیلا: کاکا جانه ته خو پوهیږی چی اوس موږ په پنځم صنف کی یو. یوازی یو کال بل پاته دی چی صحرا د خیره سره ډاکتره شی، نو که ته نه خپه کیږی، زه هیله کوم صحرا ته اجازه ورکړی ترڅو خپله زده کړی بشپړی کړی.
 د صحرا پلار: لا لیلا خبری نه وی تمامی کړی، چی د صحرا پلار سور او شین شو، نور یی د لیلا د خبرو د اوریدو حوصله نلرل، د لیلا خبره یی غوڅه کړه او داسی یی وویل: ښه به دا وی، چی نور په دی اړوند خبری ونکړو او بیله دی چی څه ووایی له ځایه ولاړشو، لیلا او صحرا یی یوځای پریښوده، او خپل کوټی ته لاړ.
 د صحرا پرمخ یو ځل بیا د اوښکو باران جاری شو، لیلا د لاسه و نیول اودواړی د صحرا کوټی ته لاړی، لیلا بیاهم وصحرا ته جراات ورکاوه، ویی ویل: صحرا، په ژړا څه نه جوړیږی، ته باید حوصله او شهامت ولری، د ناخوالو په وړاندی مبارزه وکړی اوځان دی بری ته ورسوی.
 صحرا خاموشه شوه، د لیلا لنډو او کوټلو خبرو اغیزه ښندلی وه، مخ یی لیلا ته واړاوه، ویی ویل: لیلا یو کارمی کوی؟
 لیلا: ګرانی، سل کاره دی کوم، ته فقط امروکړه.
صحرا: کیدای شی چی اکرم ته ووایی چی سبا پر ۱۱ بجو د سید جما الدین د زیارت خواکی ما وګوری.
 لیلا: ګرانی، داڅه خبره ده، خامخا به ورته ووایم.
دواړو خورلڼو یو دبل سره خدای په امانی وکړه.
اکرم، دلسو بجو په شاوخواکی د صنف نه ووت، ځان یی د سید جماالدین زیارت ته ورساوه او هلته یی د صحرا انتظار وایست. اکرم په دی خوشحاله ؤ چی پسله څو ورځویی خپله صحرا لیدله، د صحراتصویر یی په ذهن او صحرا یی وسترګوته ګرځیدل، د صحرا پر حال یی سوچ کاوه، چی د صحرا د بوټو. ټک، ټک، یی پاملرنه ځانته واړول.
 صحرا د اکرم په لیدلو یو ځل بیا خپله حوصله دلاسه ورکړه او اوښکو یی پر مخ لاری وایستی.
 اکرم صحرا و ارامش ته راوبلل، ویی ویل: ګرانی، لطفا اوښکی دی پاکی کړه، ژوند ټول د ستونزو سره دی، موږ باید دستونزو سره مبارزه وکړو، راځه کښینه راته ووایه چی جریان څرنګه دی؟
 
صحرا، خاموشه شوه، ټول جریان یی اکرم ته ووایه، زیاته یی کړه، زه خو د حل لاره نه وینم، اکرم خاموشه ؤ، د صحرا خبروته یی په ډیر دقت غوږ نیولی ؤ، صحرا زیاته کړه: ماته خو دحل لاره نه ښکاری، زما لپاره یوازی دوی لاری پاته دی اوس راغلی یم، څو ستاسره په ګډه تصمیم ونیسم.
 صحرا وویل: زه بی وفا نه یم، پخپله پریکړه تینګه ولاړه یم، خپل ترمینی کله هم نه تیریږم، خو اوس داسی معلومیږی چی زما لپاره و هدف ته رسیدل خورا ګران دی، زما په نظر یوازی دوی لاری راځي: اول داچی باید له تاسره وتښتم، او بل داچی باید د زهرو یوه پیاله پورته او ځان بی غمه کړم.
 اکرم: ګرانی، داڅه خبری کوی، یوه لاره هم منطقی نه معلومیږی، اول: زه نه غواړم موږ داسی یو کار وکړو، چی په ټولنه کی زموږ دکورنیو د سرټیټی سبب وګرځی، موږ نه باید داسی کاروکړو چی په ټولنه کی د منلو وړ نه وی. دویم: ځان وژنه په اسلام کی لویه ګناه ده، ته دیوی هوښیاری افغانی په توګه کله هم په دی اړه فکر مه کوه. اکرم زیاته کړه: ترکومه ځایه چی زما اوستا د مینی خبره ده، ترکومه ځایه چی ستا سو د والدینو خبره ده نوزما وخبروته ښه غوږ پریږده. اکرم خپله خبری داسی پیل کړی:
 دایوازی د اکرم او صحرا ستونزه نه ده، دا ددی وطن اودی ټولنی دهری پیغلی او ځوان ستونزه ده. ستا یاد دی، ما په لومړی ورځ ددی ټولو ستونزی وړاند وینه کړیوه، ما او تا په ګډه ددی پریکړه کړیوه چی د ټولو ستونزو په وړاندی به مبارزه کوو، اوس زما مشوره داده چی ددی ستونزو په وړاندی په ګډه مبازه وکړو، د زغم نه باید کار واخلو، په خدای ج او پخپله ځان او خپله مینه باید باور ولرو، زه ډاډه یم چی یوه ورځ به د صحرا مینه واکرم ته ورسیږی، او هیڅکله به هم زه دا امید د لاسه ورنکړم. اکرم زیاته کړه، صحراجانی، صحرا اوس زما د ژوند او روح یوه برخه ده او دا برخه به یوازی په مرګ د اکرم نه بیلږی. ټول عمربه ستا لپاره په مجردی تیر کړم، خو هیڅکله به تا هیره نکړم، اکرم مسکی شو او ویی ویل: ایا ته پخپل اکرم باور کولای شی؟
 صحرا د اکرم سترګو ته کتل او داسی معلومیدل، چی غواړی ځان د اکرم په لیدلو ښه موړ کړی، ویی ویل: هو، په خدای قسم خورم، زه پخپل ځان او پخپله مینه باورلرم.
 اکرم او صحرا ترډیره د سید جما الدین د زیارت خواکی ناست وه او یو دبل خبری یی په ډیر غور او دقت سره اوریدلی، دواړه په دی فیصله وکړه چی یو بل ته به دعمر تر اخیره صادق پاته کیږی، د زغم نه به کار اخلی او کله به هم داسی یو کار چی و ټولنی او ددوی کورنی ته دمنلو وړ نه وی، نه وی. دواړو اکرم او صحرا د بلی ورځي لپاره وعده پریښوده او بیا یو دبل نه جلا شول، صحرا د کور او اکرم د لیلیی په لوروخوځید.
 
د څو ورځو لپاره د اکرم او صحرا ظاهری وضع بهتره شوه، دواړو په دی موافقه کړیوه چی وخت ته انتظار وباسی، و ګوری چی راتلونکی څه کوی. ددی خواکی به صحرا کله کله په پټه دکورنه پوهنتون ته تله اوهلته به یی د اکرم سره لیدل،
 خودا لیدنه ډیره دوامداره نه وه، پسله څو اونیو د صحرا پلار اطلاع ترلاسه کړه، صحرا یی د سرای د باندی تګ نه بیخی بند کړه. د صحرا پلار په دی پوهیده چی د لور کنترول ورته سخت دی ځکه یی تصمیم ونیو چی د کابل نه د کلی په لور کډه وکړی. څو ورځی وروسته یی کور په کرایه ورکړ او خپله کډه یی د خپل پلرنی ټاټوبی چی د سمنکانو په ولایت کی یی موقعیت لاره، بارکړه.
 دوام لری................................

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery