دخپریدو نیټه : 2012-09-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دڅراغ پړک
فضل الرحيم عابد
لايې دورځې ستوماني نه وه لرې، بستره کې په لټ واوښت چه يې کوچني ورور ورغږ کړ، دادا هله راپاڅه چه کوم څوک موکړکۍ ته د څراغ پړک را اچوي.
بخمل او ګلاب دوه وروڼه وو چه دځوانى د خوږو له مخه يې پلار له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې.
بخمل چه دکور مشرزوى وو د ډيروهلوځلوڅخه وروسته به يې لاس ته يو څوپيسې ورتلې او دژوند ضرورتونه به يې پرې پوره کول.
ګلاب هم ښونځي ته دتلوترڅنګ دکور نور کوچني کارونه کول چه ترڅويې دښونځي دوره هم پاى ته ورسيده.
وختونه ګډوډ وو،دچا پر نورو ښه ورځ نه لوريده، هرچابه له يوبل څخه ځانونه ساتل لکه څوک يې چه دبريښنا له لوڅ مزي څخه ساتي. کله کله به پر يونيم کور د راکيټ ګولې هم ورسميدله او د ويشتونکي نښه هم همدا ميرات مړى د څراغ پړک يا لايزر وو.
څوورځې مخکې چه دکلي په کوزسرکې ديوکليوال څنار زوى چه کوم چا دشپې په خپل کور کې وژلى وو،اوټولوته دوژنې په هکله زياتې پوښتنې پيداشوې وې خو چا نه غوښتل چه دموضوع په اصل ځان خبر کړي نو دوى هم چه په کلي کې اوسيدل دنورو کليوالو په شان به دشپې له کور څخه نه راوتل،او دژمي په اوږدو شپوکې به يې دراديو ستن په ګرځولواوراګرځولو ښه په ملا شله کړه. که به يې کومه شپه دپسه دلاندي دغوښې يوه ټوټه ديګ ته ور واچوله نو دژمي سړه شپه به يې پرې ښه ګرمه وه اوکه دمجلس لپاره به کوم خپلوان راغلى وو نوددوى به هم ورته غوږونه څک وو چه کوم نکل به اچوي.
خوپه دې شپې يې چه کوم ميلمه هم په کور کې ورسره نه وو نو ګلاب هم دډيرې ويرې ورور ته نارې کړلې
بخمل هم له خپل کټ څخه ورغبرګه کړه، ګلابه دا دى درغلم. بخمل د کوټې له کونج څخه په توره تياره کې د کړکۍ خواته د پړک دليدلو په انتظار ورګوري چه يې پړک ترسترګوشو.
بخمل چه ترنورو ډير ځيرک،هوښياراو زړه ور وو، اوريدلي يې ووچه که دشپې کوم چاتورې جامې اغوستي وي نو دوښمن يې په اسانه نشي ليداى نو ده هم د خپلو سپينو جامو د بدلولو تر څنګ ټوپک په لور ورمنډه کړه .
ميخ ته ځوړند غوږه ورتوپک چه پنځډزى هم ورته وايي له ګردونوڅخه ډک او د نيکه د جهاد د دور ستومانيو څخه ښه دمه شوى وو ديوڅو زنګ وهلو مرميو سره راواخيست او د کور دبام په لور ور رروان شوو.
بخمل به چه دژمي په موسم کې دکلي په جومات کې له سپين ګيرو څخه د دوى دزړورتيا اودجهاد دوختونو کيسې اوريدلې وې، نو په ماغزوکې يې يوڅه تکتيکونه ورپاتې وو چه په همدې ورځ کې يې په ښه ورتلل.
ده هم لکه د سيدو کاکا په شان چه به يې روسي عسکروته دپوستو په لارو کې بمونه کيښودل او په سينه به ښويده(ضبط او پروت به يې کاوه) دبامګوټۍ نه د بام ترژى ياڅنډې پورې په سينه ور وښويد، او له پاسه يې څارشروع کړ.
دبخمل او ګلاب مور چه دعمر ځوانې شپې او ورځې يې په غريبۍ او غمونو کې تيرې کړې وې، اوس دژوند وروستيوپړاونو کې يې لکه دستړي مسافرپه شان سفرکولو ،لاس په دوعا دخپلوزامنو دژوندي ساتلو لپاره دلوى خداى په دربارکې ناسته وه، شيبه په شيبه يې دزړه درزا زياتيدله او دخپل زړګي دوې ټوټې يې په تکليفونو او کړاونو کې ګيرليدې.
ګلاب هم چه يوه اوږده چاړه يې په لاس وه د دروازې ترڅنګ ولاړوو اود کړکۍ په لور يې په غټوغټو ورکتل. کله به په سوچ کې دپړک اچونکي تر ځنګ ولاړوو او خپله تيره چاړه به يې دهغه په خيټه کې د ننه ليده او کله به يې په فکرکې ځان، ورور او مور ليدل چه دکوم چا دلاسه وژل کيږي.
په نيمه شپه کې بخمل چه دبام پرسردپړک اچونکي څارکوي خوتراوسه يې هيڅ هم ترسترګونه شول.
ده چه په جومات کې دسيدوکاکا او نورو کليوالو ترمنځ دتيروخت هغه کيسې اوريدلې وې چه دوى به دغلو په شکمن شوي ځايونو ډزې کولې نو ده هم وربسم اله کړه د يو څو هوايي ډزو په تکل يې زوړ غوږه ور راواخيست چه ډزونه وکړي. ځان يې ورته ښه محکم ښخ کړ لکه څوک چه کومه نښه ولي او سا ورته بنده کړي. ده لا بيلوټ(ګيټ) نه وو راکش کړى چه ګلاب ورغږکړ دادا، دادا هله راکوز شه هله زرکوه .
دبخمل په زړه کې بلاډيرې پوښتنې داسې سرپه سر شوې لکه دباران اوبه چه په ناوه کې بې له کوم ځنډڅخه راتويږي . د ده زړه غوښتل چه له بام څخه په يوټوپ ځان دکوټې منځ ته ور ورسوي په کومه کوټه کې يې چه مور او ګلاب ول. دده په فکر پړک اچونکى دکوټې په منځ کې ولاړ ده او دګلاب او مور په غاړه يې چاړه ور ايښودلې ده
بخمل لا دکوټې د وره نه لرې وو چه دکوټې له منځ څخه يې دمورغږ اوريده چه په لوړاوازيې د څراغ جوړونکي ته خيراکوله او پړه يې هم پر ګلاب وراچوله.
بخمل چه اوس په دروازې کې ولاړ دى او دمور خبرې يې اوري چه ګلاب ته وايې داټول ستا دلاسه، که تا په دې سپيره او سرخوړلې بلاه کې ګوتې نه وى وهلې او شارت کړى دې نه وى نونن شپه به ولې مونږ دومره ځوريدلو.
دا هغه په شيشه پورې کلک نښتى شارت څراغ وو چه له باندې نه ، بلکې د ننه وو، چه د څوثانيو وروسته به يې يوپړک کاوه .