دخپریدو نیټه : 2012-11-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ستړى ژوند
حفيظ الله نظيمي
ژېړى مازيګرى و کور کې مې زړه تنګ شو ومې غوښتل د چکر لپاره د سيند غاړې ته لاړ شم له کوره راووتم کوڅه کې روان وم ناڅاپه زموږ د ګاونډي د کور دورازه خلاصه شوه، ومې ليدل چې له دروازې زما ملګرى احمد راووت. احمد له کابل څخه جلال آباد ته پوهنتون لوستلو ته راغلى و او دلته يې د اوسېدو لپاره ځانته کور نيولى و. سلام مې پرې وکړ هغه يې ځواب راکړ، سملاسي يې راڅخه وپوښتل کوم خوا روان يې؟ ورته کړل مې زړه مې راتنګ شوى د سيند غاړې ته ځم، هغه هم لکه چې په همدې نيت له کوره راوتى و، دواړه يو ځاى د سيند غاړې ته لاړو. هلته له چکر وهلو وروسته د يو لاس ګاډي په لور ورغلو چې نخود په کې پلورل کېدل. ومو ليدل يو ماشوم چې شاوخو لس کاله عمر يې درلود د ګاډۍ ترشاه ولاړ دى. زما ملګري ماشوم ته په ځير ځير کتل. پرې غږ مې کړ: احمده څه فکر کوې؟ خو هغه ځواب رانه کړ او همغسې په فکر کې ډوب و. داځل مې خپل غږ لوړ کړ چې څه خبره ده! راته کړه يې د نخود پلورنکي په ليدو راته د خپل ستړي ژوند کيسه راپه ياد شوه. ما ورته کړه: کومه کيسه؟ احمد خپله کيسه دا ډول پيل کړه:
څوکاله وړاندې موږ د فارم هډې په کمپ کې اوسېدو د ښوونځي عمر چې مې پوره شو نو پلار مې د کور ترڅنګ په يو ښوونځي کې داخل کړم. زه هم په ډېر شوق ښوونځي ته تلم ډېره خواري به مې کوله او دويم ټولګي ته په لومړۍ درجه بريالى شوم، پلار مې په دې ډېر خوشاله. څه موده وروسته مو کور د يو څه ستونزو له امله جلال اباد ښار ته راغى، د طالبانو واکمني وه د کور اقتصادي حالت مو ښه نه و، نو په کوڅو کې مې د نخودو پلورل پيل کړل، سهار وختي به د نخودو ديګ په سر د ښار کوڅو کې ګرځېدم او چې د غرمې دولس بجې به شوې؛ نو د کور پرلور به روان شو او تر ډوډۍ خوړول وروسته به ښوونځي ته تلم. څه موده وروسته مې پلار د بزګرۍ لپاره ځمکه ونيوله او ماته به يې همدا ويل چې زويه خپل سبق وايه ترڅو دې راتلونکى روښانه وي. ما هم د پلار خبره په ځمکه نه غورځوله او ښوونځي ته به په ډېره مينه تلم. کله چې پېنځم ټولګي ته ورسېدم موږ هم لکه د بېځالې مرغۍ په څېر خپل کور کله په يوه او کله په بله ګرځوه. دا ځل مو کور کابل ته يووړ، اقتصادي حالت ورځ تربلې خرابېده. پلار مې هم کوم کار نه درلود، زه هم مجبور شوم د کابل په سخته يخنۍ کې لاس ګاډى وچلوم او همداسې مې وکړ. له يو خپلوان څخه مې لاس ګاډى په کشت (پور) واخيست او ورته ومې ويل چې دروځې به ٥٠ افغانۍ درکوم، هغه راسره ونيوله. ما هم له ځان سره سه پارچه وړې وه او کابل کې مې په يو ښوونځي کې چې زموږ له کوره لرې ځان شامل کړ. درسونه مې پيل کړل، په ښار کې د لاس ګاډي چلولو څخه ډېر تنګ شوم؛ ځکه چې هرټولګيوال به ليدلم نو ملنډې به يې راباندې وهلې. همغه و چې يو ملګري مې راته د خښتو په بټۍ کې کار پيدا کړ. ما سمدستي ورسره هوکړه وکړه او د خښتو په بټۍ کې مې کار پيل کړ. سهار وختي به بټۍ ته تلم او وروسته به ښوونځي ته. يوه ورځ چې په بټۍ کې ډېر بوخت وم، چې ساعت ته مې وکتل يوه بجه وه، ومې نه شو کړاى چې خپلې جامې بدلې کړم او په همغو خيرنو کالو کې لاړم. هلته چې استاد وليدلم خبر و چې زه ډېر غريب يم نو سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او راته کړه يې: بچيه همت دلاسه ورنه کړې دا سختې به خداى تېرې کړي، زه په تا وياړم. د استاد په دې خبرې اوېدو مې ټوله ستوماني او اندېښه هېره شوه. ما ته به په ښوونځي کې ډېرې سختې ورځې د ازموينو وې؛ ځکه چې سهار وختي به بټۍ ته تلم، تر ماسپښينه به مې کار کوه او زما نورو ملګرو به تر ماسپښينه د ونو سيوري ته سبقونه زده کول. لنډه دا چې په ډېر مشکل سره مې ښوونځى ولوست او له دولسم ټولګي فارغ شوم. د ژمي سختې شپې وې د بټۍ کارونه هم ودرېدل ما به هم کله يو او کله بل ځاى مزدوري کوله. يوه ورځ مې يو ملګري چې ماسره يې يو ځاى دياړي کوله راته کړه يې زما او ستا ترمنځ څه توپير دى. زه بې تعليمه يې او تا ښوونځى لوستى خو دواړه په يو شان مزدوري کار کوو. ددې پرځاى به دې يو کسب زده کړى و؛ خو ماته مې د پلار خبره را په زړه شوه چې راته ويل به يې بچيه سبق پرې نږدې خو يو کال وروسته مو د عا قبوله شوه پلار مې په يوې موسسه کې په دنده وګمارل شو زما د بخت ستورى هم وځلېد د کانکور ازموېنه مې ورکړه او چې کله يې پايلې راووتې نو پلار مې راباندې زېرى وکړ چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون ته بريالى شوى يې اوس مو ژوند ډېر ښه روان دى. هغه چا رښتيا ويلي دي: ((بې زحمته راحت نشته.))