مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لرګینه کاسه

ژباړه :حسیب الله نوري

 

یو سپین ږیري سړي تصمیم ونیولو چې لدې وروسته به له خپل زوی ، نګور او څلور کلن لمسي سره ژوند کوي ، سپین ږیری ډیر ضعیف شوی وو لاسونه یې ریږدیدل ، سترګو یې هم څه نه لیدل او د پخوا په شان قدمونه یې هم نه شو اخیستلای .
 د کورنۍ غړي به هره ورځ د ډوډی لپاره د خوړو په میز راټولیدل ، اما د سپین ږیري پلار لړزانده لاسونو او ضعیفو سترګو تر یوه حده د غذا خوړل مشکل کول د هغه له کاشغي به نخود پر ځمکه تویدل او یا پر میز اویا هم کله به یې له ګیلاسه شیدې تویدلې د میز سر به ډیر خرابیدو زوی او نګور یې چې لدې کار ډیر تنګ راغلې وو .
 زوی وویل:’ باید د پلار لپاره یو فکر وکړو . ډیر د نخودو ، لوبیا ، وریجو او شیدو تویدل مې وزغمل چې پرمیز او ځمکه باندې مې د پلار له لاسونو لویږي . نو ښځې او خاوند د اتاق په یوه کونج کې یو کوچنی میز کیښود په هغه ځای کې به سپین ږیري یوازې ډوډی خوړله پداسې حال کې چې د کور نورو غړیو به یو ځای له ډوډی څخه خوند اخیستو دا چې د سپین ږیري له لاسه دوه پشقابونه لویدلې او مات شوي وو اوس نو هغه ډوډی هم په یوه لرګینه کاسه کې ورکوله .
 کله کله به چې دوی سپین ږیري ته متوجه شول کله چې ډوډی خوري سترګې یې له اوښکو ډکې وي اما هغه څه چې د زوی او نګور په خوله وو یوازې توندې او بې رحمانه خبرې وي چې سپین ږیري ته به یې د ډوډی ورکولو په وخت کې کولې.
 ددوی څلور کلن زوی په ډیره خاموشی سره د دوی کړه وړه تعقیبول . یوه ورځ د ماښام ډوډی مخکې ځوان خپل زوی ولید چې د لرګیو له هغه پارچو سره لوبې کوي کومې چې د کوټې پر غولي پرتې وي ځوان په ډیره مهربانی له خپل زوی څخه و پوښتل څه کوي بچیه ؟ ماشوم هم په ډیره ملایمه ژبه ورته وویل : یوه وړه لرګینه کاسه جوړوم ! هغه وخت چې لوی شم تا او مورته به مې پکې ډوډی درکوم . ویې خندل او کار ته یې ادامه ورکړه . د واړه ماشوم خبرو خپل پلار او مور دومره تر تاثیر لاندې را وستل چې له سترګو یې اوښکې وبهیدې په همغه شپه ځوان د پلار لاس ونیو او په ډیره مهربانی سره یې د ډوډی خوړلو میز ته بوتلو.
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery