دخپریدو نیټه : 2012-12-30 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
هیڅ وخت زر قضاوت مه کوه
ژباړن : حسیب الله نوري
یو سپین ږیری سړی له خپل ځوان زوی سره په ریل ګادي کې ناست وو . ریل ګاډي حرکت وکړ ځوان چې د شیشې خواته ناست وو په ډیر تعجب او شور سره لاس د ریل ګاډی له شیشی بیرون ویست پداسې حال کې چې تازه هوایې په لاسونو سره لمس کوله ، چیغه کړه پلاره ! وګوره ونې حرکت کوي . سپین ږیري په خوشحاله خوله هغه ته د هو سر وښوراوه . د ځوان هلک تر څنګ یوه ځوانه ښځه ناسته وه چې د پلار او زوی خبرې یې اوریدلې او دهغه ځوان خبرو ته چې د یوه ۵ کلن ماشوم غوندې خبرې یې کولې ډیره متعجبه شوي وه ، ناڅاپه بیا ځوان وویل پلاره : وګوره : رود ، څاروي ، وریځې له ریل سره یو ځای حرکت کوي . ځوانې ښځې په ډیر زړه سوي سره د ځوان ننداره کوله ، باران شروع وکړه او څو څاڅکې د ځوان په لاس باندې ولګیدل او په ډیر خوند سره یې هغه لمس کړل بیا یې چیغه کړه پلاره وګوره : باران اوریږي زما په لاس باندې څو څاڅکې ولګیدل ځوانې ښځې نور توان نه درلود چې د ځوان خبرې تحمل کړي له سپین ږيري څخه یې پوښتنه وکړه : تاسو ولي دا ځوان ډاکتر ته ندې بیولی ؟ سپین ږیري سړي وویل : مونږ همدا اوس له روغتون نه را غلو ، زوی مې په ژوند کې د لومړي ځل لپاره کولای شي چې سترګې یې څه وویني