مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هغه سړی چې دوزخ یې واخیست !!

حسیب الله نوري

 

په منځنیو پیړیو کې کشیشانو جنت په خلکو باندې خرڅولو او د جنت سند یې د یو کاغذ پر مخ ورته لیکلو ناپوهه خلک ورتلل او له کشیشانو څخه یې د یو زیات شمیر مال په مقابل کې په جنت کې یوه حصه اخیستله ، یو پوه سړي ډیرې هڅې وکړي ترڅو خلک له دغه کاره منع کړي خو هیڅ نتیجه یې ورنکړه . بلاخره یوفکر یی ذهن ته راغی .
کلیسا ته ولاړ او کشیش ته یې وویل : د دوزخ قیمت څومره دی ؟ کشیش متعجبه شو دوزخ ؟! پوه سړي وویل بلي دوزخ . کشیش بیدون له فکر کولو وویل : دری سکې سړي په آرامی سره سکې ورکړي او ویې ویل : لطفا د دوزخ سند راکړه . کشیش د کاغذ پر یوه ټوټه ولیکل : د دوزخ سند سړي په خوشحالۍ سره سند واخیست او له کلیسا نه ووت .
د ښار میدان ته ولاړ او چیغه یې کړه : ما ټول دوزخ واخیست او دا هم د هغه سند دی .
نور نو لازمه نده چې جنت واخلی ځکه زه هیچا ته په دوزخ کی ځای نه ورکوم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery