مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چاودنه

حسیب الله نوري

 

د سهار د لمانځه وروسته له مسجد څخه ووتم او د کور په لور وخوځیدم سبا ناري می وکړ او د مکتب کتابونه له الماری راښکته کړل په مهال ویش مې برابر کړل کورنۍ دنده مې چې بیګاه لیکلې وه را واخیسته ټول مې په بکس (کڅوړه) کې واچول او د مکتب په لور روان شوم . مکتب ته په رسیدو سره مې د والیبال په میدان کې له خپلو ټولګیوالو سره ګډون وکړ خو ډیر زر د درس د شروع زنګ ووهل شو ، ټول د والیبال له میدانه ووتلو او د خپلو ټولګیو په لور و خوځیدو . نن د شنبې ورځ وه پدغه ورځ به په ټول مکتب کې لومړی ساعت د قران کریم زده کړي ته بیل شوی وو ، استاد ټولګې ته په را رسیدو سره سلام وا چولو او د تیر په شان د تیر ساعت د لوست پوښتنه یې وکړه وروسته استاد قران شریف را وخیست لومړی به استاد یو آیت ویلو او ورپسې به شاګردانو په یوه آواز سره تکرارولو په ټول مکتب کې به د قران شریف د تلاوت غږونه اوریدل کیدل درسي ساعت نور مخ په خلاصیدو وو استاد حاضري واخیسته لا له ټولګې څخه نه وو وتلی چې د یوې درندې چاودنې غږ مې تر غوږ شو ددغه غږ له اوریدو سره زما په سترګو هم توره تیاره شوه او په ځان پوه نه شوم کله چې مې سترګې وغړولې یو سپین چپن والا سړی مې مخته ولاړ وو حیران پاته شوم چې دا څه پیښه شوي ده . سپین چپن والا سړی موسکی غوندې شو راته یې وویل مه ویریږه زه ډاکتر یم او ته دلته په روغتون کې بستر یې د همدې جملې په ویلو سره له اتاقه ووت . اتاق ته مې مور او پلار راغلل ستړي مشي یې راته وویل ډیر یې ښکل کړم دوی خپله ژړا نه شوای کابو کولای زه هم ژړغونی غوندې شوم ورته مې وویل مه ژاړی زه جوړ او روغ یم . ما لدوی نه پوښتنه کوله چې څه پیښه شویده ؟ په همدې حال کې د مکتب مدیر او نور استادان زما بستر خونې ته راغلل ټولو ډیر ښه روغبړ راسره وکړ ټولګيوال مې هم ورسره راغلل د هغوي په لیدو سره مې دا احساس وکړ چې زه خویندې او وروڼه هم لرم پداسې حال کې چې زه د مور او پلار یوازینی زوی وم چې دوی مې د لویدا هیله له ډیرو کلونو درلوده خیر په هر حال د مکتب مدیر مې څنګ ته راغی راته یې وویل زوی جانه د خدای ج کرم وو چې ژوندی پاته شوي ستا دوه نور ټولګیوال هم زخمي شوي وو چې هغوی په همغه اولو ورځو کې له بستر څخه خارج شول اوس روغ رمټ دي درسونو ته ځې او راځي خبرو ته یې دوام ورکړ ته هم مه نا هیلی کیږه په کور کې د درسونه تعقیبوه زه د مدیر له خبرو پوه شوم چې ډیر وخت مې په روغتون کې سفري کړی له هغه مې وپوښتل مکتب سکوت شوی دی؟ که څنګه به زه په کور کې درس وایم د هغه سترګې له اوښکو را ډکې شوي او راته یې وویل زوی جانه تا په چاودنه کې خپلې ډواړه پښې له لاسه ورکړيدي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery