دخپریدو نیټه : 2013-02-08 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دغله مور
نورالله غازي يار
دغرمې ډوډۍ ته ناست وو، مور مې غوږونه څک کړل:
ـ تاسې غلي شئ دڅه شي شور دی!
چې کړکۍته پورته شوم، اول ګل يو څوښځو نېولی او هغه ترې دخلاصيدو هڅه کوي، له خولې يې کنځلې او سپکې سپورې بادېږي. يوڅو قدمه لرې مې دوچو پاڼو خرسا واوريده، چې ومې کتل داول ګل کشری ورور زمرک، چې موږ ورته چرسک ويل،دغوزانو په وچو پاڼوکې پښې توری ولاړ دی، په لمنه باندې دپوزې راڅڅيدونکې وينه پاکوي، لمنه او ګريوان يې ځای ځای په وينه سره دي.
ما اول ګل ته ورغږ کړ:
ـ څه خبره ده داسې شور مو جوړ کړی، لوی سړی يې شرميګي نه؟
خو ده همغسې زور کاوه، پسې ورووتم، چې ښځو ماته پام شو اول ګل يې راپريښودو اودوی يوه څنګ ته شوې، ما په مټو کې ونيوه، ومې رټه او دکور پر لور مې ډيکه ورکړه. ددوی له کوره مي ښځينه غږ تر غوږو شو، چې ګړکۍ ته مې وروکتل، داول ګل مور وه، په ټيټ غږ يې وويل:
ـ پرې يې نږدې وړکی مړکوي...
اول ګل همغسې زور کاوه، دکور پر لور مې ټېل واهه او په غوسه مې ترې وپوښتل:
ـ څه يې کړي چې دومره ورته په غوسه يې، وژنې خو به يې نه ؟
هغه په نيولې ساه زياته ګړه:
ـ دا ناولی دمرګ لايق دی دمرګ، مور غريبي مو يو څو روپۍ ټولي کړي،پرون دی پسې ورغلی،د صندوق قوضه يې ايستلې، ټولې پيسې يې ترې وړي، دايې څوم وار دی،چې دچرسو پيسې ورسره خلاسې شي؛ نو په کور کې په يوه شي ورغوټه کړي، مخکې خو نه وم خبر، اوس مې مور خبر کړم، چې دغه وړکې خو ټول کور يووړ....
* * *
سهار چې له کوره ووتم، يو څوک مې وليده چې له جومات نه راووته، چې رانږدې شوه د اول ګل مور وه، کوزه يې هم په لاس کې نيولې وه، ورته ومې ويل:
ـ ترورې په جومات کې دې څه کول ؟
هغې کوزه راته ونيوه :
ـ زمرک بيګا داول ګل له ډاره په جومات کې شپه وه، وختي مې داوداسه لپاره تودې اوبه وروړې، هغه ډېر سړيچن دی، ما وې که په سړو اوبو اودس وکړي رنځور به شي.