دخپریدو نیټه : 2013-04-18 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ګناه
زاهدالله ځيرک
شپه تر نيمايي اوښتې وه ، شاو خوا يې وکتل ، هيڅوک نه ښکارېدل ، ګولۍ يې تېره کړه!
ورنږدې شو ، تمانچه يې د هغه پرڅڼه کېښوده ، ماشې ته يې ګوته ور وړاندې کړه. زړه نا زړه شو، ناڅاپه څوګامه شاته لاړ ، له ځانه سره په غږېدو شو:
ظلم دی ، ګناه ده ، خلک دروغ وايي،ملګری مې دی.
نه !! زه د ده له لاسه چاسره سترګې نشم مخ کولای ؛ هر ځای کې همدا خبره د کليوالو پر خوله.
ما خو خپله خور پوره اونۍ وڅارله ، خو هيڅ مې ونه لیدل ، ما ويل دواړه به يوځای و وژنم هغه هم ونشو.
که یواځې خور ووژنم ، نو خلکو ته به څه وايم؟
په خپل ځای د پښو په سر کيناست ، سر يې په داوړو لاسونو کلک ونيو، وا خدايه! زه څه وکړم؟
له لږ سوچ او چوپتيا وروسته را پاڅيد ، د سپوږمۍ په رڼا کې يې ځير ځير ور وکتل ؛ له ځان سره يې وويل : را ځه څوک خبريږي ؟ چې چا وواژه؟
د تمانچې خوله يې بيا د هغه پر څڼه کېښوده او ماشه يې کش کړه