مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بد زيري

نورشاه نوراني


په واده کې هسې هم ګڼه ګوڼه ډېره وې خو د زلمي د د وستانو په واده کې خلک ځکه ډېر وو، چې زيات دوستان او ملګري يې درلودل، د مازديګر  د لمر سترګه په ډوبېدو وه،د شفق سورخي د غرونو په لمنو کې د خپرېدو په حال کې وه. دا مهال د کليوالو د ډوډۍ خوړلو مراسم پاى ته رسېدلى وو. د مېلمنو لپاره ځانګړي خوراکونه تيار شوي وو، زلمى په منډه د واده کور ته په ګړنديو قدمونو را ننوت،ترڅو د مېلمنو د ډوډۍ ترتيبات ونيسي پاڼې په ناڅاپي ډول له دهلېز څخه پرې پام شو او د نظر وړانګې يې پرې ښخې شوې.
 زلمي سمدستي په  زرمينه غږ وکړ هله خورې ! د کور مېرمنو ته ووايه چې کليوالو ډوډۍ وخوړه مېلمانه پاتي دي د هغې لپاره ژر تيارى ونيسئ  ته هم ورسره  همکاري وکړه . پدې وخت کې د پاڼې د نظر لاروې  د ځوان د ښکلا په دام کې ښکېل شول، له ځان سره يې ورو شونډې وخوځولې بې واکه يې وويل: ماشاالله د نظره مه شې دا قد او قامت ،سپين کالي او دا فرانسوى سټايل پدې خو د په خداى زمونږ د زړه ستنې ولړزولې، پاڼه سمدستې پدې هڅه  کې شوه، چې د نا اشناځوان خور ته نږدې ورشي او د دنګې نااشنا څېرې په اړه ترې پوره معلومات لاس ته راوړي.
 پاڼې غږ پرې وکړ خورې رښتيا ميلمانه ډېر دي.
زرمينه: هو خورې ! هغه ورور مې وويل:
:   پاڼه : ښه هغه ستاورور و. 
هو کنه !
پاڼه : دغه ورور دڅه کار کوي ؟
 زرمينه :پوهنتون وايي
  پاڼه: ډېرښه خداى دا يې ژوندى درته لري زما ورور هم ستا د ورور په شان دى  دنګه  ښايسته ځواني لري،  کله مې چې وليد زړه مې پرې خوږ شو هغه هم په پوهنتون کې دى.
  زرمينې په موسکا کې ورته وويل: ډېره ښه ده خورې دواړه نېک بخته يو چې داشان وروڼه لرو.
 پاڼه: دې ورور ته مو واده کړيدى ؟
زرمينه : نه ترڅو يې چې پوهنتون نه وي خلاص ترې هغې واده نه کوي .
 پاڼه: ښه ده کنه !چې تحصيل  وکړي
 زرمينه :هو خورې نن سبا چې څوک  نالوست وي  هېڅوک ارزښت نه ورکوي  پاڼه: زه هم په يوولسم ټولګې کې درس وايم 
زرمينه موسکۍ شوه او ورته ويې ويل دا خو د مخى راوړ.
  پاڼه: نه خورې دروغ نه دي  رښتيا وايم.
  زرمينې : لږ په لوړ اواز خندا وکړه بيا يې  پاڼې ته ګوته وخوځوله   زه پوهه شوم چې تاته زما ورور خوند درکړ هههه.....
د پاڼې رنګ زېړ شو ويې ويل: نه نه خورې قسم که دا خبره وي هسې زما ورورته په قواره کې ورته دى،پدې خاطر راباندې ښه ولګيده، چې کورته ولاړه شم ضرور به ورور ته وايم، چې کټه مټه ستا په څېر ښايسته زړه راښکونکي قواره مې وليده.
زرمينه:  خورې خفه نشي هسې مې ټوکې درسره وکړې. زه دومره ساده نه يم چې پر تا غلط شک وکړم  دا ښه خبره ده، چې انسان پر انسان ګران شي.

 پاڼه: څنګه کېداى شي چې ،ستا ورور زما د ورور ملګرى شي. 
زرمينه : ولې نه کېږي زما ورور ډېر ټولنيز شخص دى ډېره ښه طبعه لري ،له هر چا سره مينه کوي. زه به يي نمبر درکړم ته ېي ورور ته ورکړه.  د پاڼې زړه لکه لمر وهلى ګلاب چې خړوب کړې همداسې وغوړېده.
 زرمېنې!  دادى ونيسه د ټليفون نمبر يې. 
پاڼه: دادى واخله  زما په ټليفون کې يې وليکه !
.ژر ژر يې دپاڼې په تليفون کې نمبر وواهه
دادى خورې !واخله ټليفون
پاڼې له زرمينې مننه  وکړه 
 دپاڼې لپاره د واده شپه همداسې شوه، لکه چې د ژمي په اوږدو شپو کې  چې يو رنځور له خپله رنځه کړېږي .

پاڼه: الله خدايه! داشپه ژر سبا کړې ،چې زه سبا هغې ځوان ته د خپلې مينې د اظهار په باب ټليفوني پيغام واستوم 
لمر راوختو پاڼه هم خوشحاله شوه، دواده له کوره د خپلې کورنۍ د غړو سره يو ځاى خپل کورته راغله ، لا يې بکره له سره  نه وه کوزه کړي کوټې ننوته دستي يې ټليفون راوخيست ، پيغام يې وليکه  سلام ښاغليه ! پدې هيله چې د ژوند په ټولو چارو کې بريالى وې دنګه ښايسته ځواني د سروې او نښتر قد او قامت فرنسوى سټايل څومره درسره خوند کوي الله دې په ځوانۍ برکت کړه.
 په درنښت  اغلې  ز_ ن
اوکې بټن يې وواهه پيغام يې واستوه
څو شيبې وروسته ټنګ× ټنګ ×ټنګ پيغام ورسيده
زلمي سمدستي جيب ته لاس کړ ټليفون يې راوخيست کيلي يې خلاصه کړه پورتنى پيغام يې ترپايه ولوست، زړه ته شک ور ولويده يوځل يې دجينۍ ګمان پرې وکړ او بيا يي له ځان سره وويل :کوم هم ټولګيوال به مې وي هسې راباندې ملنډې وهي. زلمى همداسې روان شو، پيغام يې مهم ونه باله  د پاڼې په زړه او دماغ کې  دزلمي ځواني همداسې تاوېږي راته تاوېږي ورو له ځان سره لږمګس وځڼېږي شونډې وخوځوي  هغه پخوانۍ جمله تکرار کړي ما شاالله دنګه ښايسته ځواني دا قد اوقامت او فرانسوى سټايل څومره درسره خوند کوي ! دپاڼې په زړه کې دمينې سپرغۍ ورو ورو په ځلېدو راتلې له ځان سره يې فکر وکړ کېداى شي پيغام نه وي ورته رسېدلى ځکه  ځواب يې رانه کړ داځل يې په شاعرانه مهينه خواږه ژبه ورته وليکل 

زړه د يو چــــــا سره تـــــــــــــړم ورته پيغـــــام ليکمه
ګوندې ادا يې کړي يو ځوان ته چې سلام ليکمه
کـــــــــــه يې د مينې په تـــــــار زړه را ســـــــره وتړلو
نو بيا پرې وياړم په  ورغـــــــوي به يې نام ليکمه
***            ***               ***        
اوکي بټن يې کيکاږلو پيغام يې واستوه
څو شېبې وروسته ټنګ × ټنګ × ټنګ پيغام ورسيده 
زلمي سمدستي کتاب بند کړ ټليفون يې راوخيست  پورتني بيتونه يې ولوستل خوند يې ورکړ په زړه کې يې شک غزونې وکړې له ځانه سره يې وويل :ياره دامينه رښتيا نه وي! بيا يې فکر وکړ څنګه کيدى شي زه خوهيڅ کومه جينۍ نه پيژنم.
خو زړه نه زړه و، چې پيغام ځواب کړي اوکنه په بې پراو يي دپيغام پاڼه خلاصه کړ ه اوپه ځواب کې يې وليکل
دستا سلام مې کړ ادا په مينــــه
 خداى قبلوي هره دعـــــا په مينه
که د سپيڅلي يارۍ نيت ولـــــري
نشته پروا که شي فدا پــه مينه
***         ***           ***    
 اوکي پټن يې کيکاږلو پيغام يې نااشنا نمبر ته وليږه
څو شيبې وروسته ټنګ × ټنګ × ټنګ پيغام ورسيده
پاڼې په بېړه منډه کړه کوټې ته  ننوته ټليفون يې راوخيست
پورتني بيتونه يې ولوستل په شونډو يې موسکا خوره شوه، له ځان سره يې وويل:هرڅه چې په پاک زړه او پاک نيت وي خداى تعالى دهغې انسان سره مرسته کوي څوځلې يې پيغام سر تر پايه ولوست  اوبيايې  په ځواب کې وليکل.
دستا ځواني  د پورې غره نښتر ته  ورتــه ده
زمونږ د کلي شپـــه خو روڼ سحر ته ورته ده
بغير له تامې ګرانه  زندګي شوله مشکله
 شېبه د بيلتانه د سوځند  لمر ته ورته ده
د اوکي بټن يې وواهــــــــه پيغام يې وليږه 
***              ***       ***         
څوشېبې وروسته  ټنګ ×ټنګ × ټنګ پيغام ورسيده

زلمي ټليفون راوخيست  پورتني بيتونه يې ولوستل او ډېر خوند يې ورکړ له ځانه سره يې چورت ووهه اوويي ويل هسې نه په بله بلا واوړو زمونږ په سيمه کې خو کومه شاعره جينۍ نشته ،په خداى چې زه خو دغې  پخې شاعرۍ او په تول پوره له مانا ډکوبيتونوحيران کړم، زلمى پوهنتون ته په لار و، له ځان سره يې وويل: چې ټولګي ته ورسيږم دهمدغه پيغام ځواب به ورته ليکم

زلمي همټولګيوالو ته سلام ورواچوه سمدستي په چوکۍ کې کيناست ټليفون يې راوخيست لا وړاندې يې په لاره کې  يوبيت جوړ کړى و،
نود سر مطلع يې  داسې ورته وليکله .
کـــــــــــه زړه درسره وتــــــړم په تار د يارانې
‌‌ضرور به قبلومه زنـــــــدانونــــــــــــه زولنې
هيڅوک مې پيدانه کړ وفادار په دې نړۍ
څو ځلې تير ايستلى په وعــــــــــدو د زمانې
دستاقــــــــامت دسروې زه نښتريمه دغره
غاښونه د ځـــــــــــلا کوي په شان د دردانې
***               ***           ***   
په بېړه يې  د همټولګيوالو له وېرې دټليفون بټن کيکاږله
پيغام يې واستوه


 څوشېبې وروسته ټنګ * ټنګ * ټنګ پيغام ورسيد
دزرمينې زړه لکه دتږې خړوب شوې ګلاب پاڼه وغوړيده
ټليفون يې راوخيست پيغام يې ولوست
نويې له ځانه سره  فکر وکړ: ياره پدې شعرونوباندې څه نه کېږي ترڅوبه په کنايو کې ورسره خبرې کوم بايد په ټليفون ورسره نيغ په نيغه خبرې وشي نو هله به مې د زړه بړاس ووځې زړه يې په لېتاړو کې ونغاړه هوډ يې وکړ چې په ټليفون کې يې نمبر ډايل کړي همداسې يې وکړل څوثانيې به لانه وې تېرې شوې له ځان سره يې فکر وکړ ښه نوڅه به ورسره وايي بيرته يې په بيړه ټليفونې اړيکه پر ې کړه هلته د زلمي ټليفون ته مسيکال ورغى زلمي سمدستي ټليفون راوخيست ګورې چې هماغه نااشنا نمبر دى بيرته يې ټليفون په جيب کې کيښود او فکر يې وکړ هسې به  اشتهبا شوې وي که يې له ماسره دخبرو نيت درلودى ضرور به يې ټليفون کړى وى .
پاڼې له ځانه سره  وويل: راځه داځل بيا يو شاعرانه پيغام ورته وليږه
خوچې لږ غوندې لوڅ پيغام وې او سپينه خبره پکې شوي وي
نو داسې يوڅو بيتونه يې وليکل
 زه د تا مينه ستــــــــا ليدل غواړمه
د عشق په لار درسره تلل غواړمه
ډېرې خبرې په زړګــــــــي کې لرم
درته يې مخـــــا مخ  ويل غواړمه
بس بې له تانه مې بل خوښېږي
له تانه ځــــان قربانول غــــــــواړم
***           ***      ***   
اوکې بټن يې کيکاږلو پيغام يې وليږه
څو شيبې وروسته ټنګ × ټنګ× پيغام ورسيده

زلمي جيب ته لاس کړ ټليفون يې راوخيست پورتنى شعر يې ولوست
نو يې په زړه کې دمينې سپرغۍ راوټوکيدې شک يې  ديقين په لورې وخوځيد
نو يې دغه بيتونه وليکل

مينه ثواب دى ترې انــــــکار ګناه دى
څوک چې د چا کړي انتظار ګناه دى
مينــــــــه کـــــــوم درسره پټـــــه ګرانې 
 پدې وطن کې يې  اظهــــار ګناه دى
***            ***        ***   
اوکې بټن يې  کيکاږله پيغام يې واستوه
څو شيبې وروسته ټنګ.......... پيغام ورسيده
زرمينه په بېړه کوټې ننوته ټليفون يې له جيب راوخيست پيغام يې ولوست موسکۍ شوه له ځان سره يې وويل کار وشو اوس ورته ټليفون کوم مخامخ خبرې ورسره کوم  داځل يې بسم الله وويل زه چې څه خداى وکړل
د زلمي نمبر يې په ټليفون کې ډايل کړل زنګ ورغى زلمي جيب ته لاس کړ ټليفون يې سترګو ته ونيوه ګورې هماغه نااشنا نمبر دى زړه نه زړه و چې خبرې ورسره وکړي اوکنه خو ويې ويل ياره پدې شعرونو اومسيجونو باندې نور سره ستړي شووو. ښه ده چې خبرې ورسره وکړم دټليفون بټن يې کيکاږلو
هلو سلام :
زلمى: وعليکم سلام
زرمينه :ښاغليه زلميه ! پدې هيله چې روغ به وي
زلمى: شکر دى  زه ښه يم تاسو څنګه ياست ؟
زرمينه :د الله تعالى مهرباني ده ،چې پر مونږ يې وکړه لږ غوندې موسکۍ شوه. 
دزلمي زړه په درزه شو په واقعيت کې يې ومانله چې جينۍ ده .
زرمينې بيا ورته وويل: ته ښه يې زلمى ژوند دې څنګ دى له درسونو سره ښه يې
زلمي هو ښه يو  بس ژوند دى  تيرېږي
زرمينه:  ياره  ډېر ظالم يې؟
زلمى ولې ولې خداى مې دنه کړي ظالم  ؟
زرمينه : داڅومياشتې د راباندې دمسيجونو له لارې قهر تير کړ يو زنګ دهم راته ونه وهه چې مخامخ خبرې سره وکړو.
زلمى: نه ګرانې ظالم مې د خداى نه کړي څنګ  مې کړى وى چې دنااشنانمبر سره خبرې وکړم په خداى ماته ډېره مشکله وه .
زرمينه : ماته نه وه مشکله ما دادى زړه په لېتاړو کې وتړه زنګ کې مې درته وکړ
زلمى : بس زه ځان ملامت بولم تاته د خداى اجرونه درکړي هههه
زرمينه : زه کولى شم چې تا ووينم
زلمى هو ولې نه ! خو زه يوڅو پوښتنې لرم هيله ده ځواب يې کړي
زرمينه : په دواړو سترګو مهرباني
زلمي : زما نمبر د څنګه پيدا کړى ته څوک يې او څه نوميږې؟
زرمينه : دتا نمبر مې ستا له خور څخه په واده کې اخيستي هغه وخت چې ته د هغه دوستانو دواده کورته راننوتې ستاپه څيره مې سترګې ولګيدې نو مينې درسره پيداشوه زرمينې ټوله تېره شوې کيسه ورته وکړه او په پاى کې يې ورته دکورنۍ پته اودځان په اړه بشپړ معلومات ورکړل
زلمي : ښه خوشحاله شوم زه پوى شوم يوه ورځ مې خور راته ستا په هکله څه خبره کړي وه اوس راياده شوې. خو په هغې وخت کې ما پرې  غوږ ونه ګره و اوس راته پته ولګيده خوښ شوم ،چې په بشپړه مانامې وپيژندې ته چې زمونږ سره مينه کوې زمازړه هم دکاڼي نه دى زه هم درسره مينه کوم  سپيڅلي مينه خو ثواب لري
زرمينه هو! ګرانه مينه رښتيا ثواب لري کيدى شي, چې کله کله زما اوستاملاقات وشي؟
زلمى هو! ولې نه داخوډېره واړه خبره ده نورخدمت راته ښايه
زرمينه: مننه د اوس لپاره د په خداى سپارم زه کورنۍ چارې لرم بيا به بل وخت خبرې کوو دخداى په امان
زلمى: سمه ده په مخه دښه شه ورځ ولرې.
زلمي چې کله ټليفوني اړيکه پرې کړه  په حيرانتيا کې ودريد ديوال ته يې ډډه ووهله نو له ځانه سره يې  فکر وکړه څومره ښکلي جملات يې کار ول
تاوا سمه له پوهنتون څخه فارغه شويده، په خداى دښايسته خبرو اترو يې ډېر خوندراکړ که څه هم ژبه يې ډېره خواږه وه څيره به يې ډول وي  کاش ژر مو سره ليدلى واى په همدې چورت کې پاڅيده  دپوهنتون تر دروازې پورې يې دزرمينې ښايسته خبرې يې په زړه لکه ملغرې  را وريدې ټولګي ته ننوت همټولګيوالو ته يې سلا م ورواچوه ګوښه ځان ته  کيناست ځينو ملګرويې غږ پرې وکړ
 زلميه ! پدې ټول کال کې مو دومره پريشانه نه وې ليدلى  لکه همدا نن چې تغير معلومېږي؟ رنګ د بېخي وهلى دى
 زلمي په ځواب کې ورته وويل: زه دمعدې تکليف لرم کله کله چې مې دمعدي تکليف زيات شي  نو په دماغو مې بوج راشي نو سر مې بيا درد کوي  نن له هغې څخه پريشانه يم نورڅه نشته
 يوه همټولګيوال يې ورته وويل:ښه خداى دشفا درکړي ماويل نوره کومه ستونزه نه وي درته پېښه شوي.
 زلمي ورته وويل له پوښتنې مومننه خدايه به  مي ښه کړي دعاګانې کوئ
 د زلمي په زړه اودماغ کې دزرمينې دمينې او عشق ژرندې په چورليدو وې دنن ورځې په درس باندې هيڅ ونه پوهيده ټوله ورځ يې دزرمينې دنه ليدلي ښکلا تصويرونه په بيلابيلو ډولونو سره دخيالي انځوګر په مرسته جوړول ،ډېر يې د ليدلو ارماني و، له ځانه سره به يې وويل: خدايه ! کله به مو ملاقات کېږي.همدغوچورتونوپسې  اخيستى و.  دزرمينې په  ذهن کې هم  دزلمي دنګه ښايسته ځواني په څپو وه دکور په هر ديوال او هرلوښې کې به د زلمۍ ځوانۍ ورته ښکاريده ، کله به چې د کور له چارو فارغه شوه ، نو بيا يې زلمي ته ټليفون کاوه او يابه يې دمينې او ښکلاډک پيغام ورته استوه  د زلمي دعشق سمندر ورو ورو په مستۍراتلو دملاقات لپاره يې ډېرتلوار و.يوه ورځ همداسې راغله، چې  له زرمينې سره يې  ښوونځي ته د تلو په وخت کې په داسې مهال کې وليدل  چې نورې همزولي هم ورسره وې په تور کميسونو کې  له ورايه داسې ښکاريدې  لکه تورې بلبلې چې دګلونو په سيل وتلي وي زرمينې دنور نجونو په څير په مخ تورڅادر راخور کړى و دزلمي سره دټليفون په ليکه وه او دځان دپيژندګلوۍ په اړه يې معلومات ورکول کله چې دزلمي خواته نجونې نږدې شوې زرمينې لږغوندې څادر له مخ لرې کړ  زلمي ته يې وويل همدغه يم چې په څادرکې نيم کښ در ګورم زلمي ورته وويل: ومي ليدې ماشاالله وياړ پدې  ځواني  او تورو ګورګورو سترګو پدې خو د په  خداى دمسلمان لورې زماد زړه ستنې ولړزولې  زلمي   ناڅاپه يو سوړ اسويلى وکيښ بې واکه يې وويل: خدايه ته هم عجيبې زورورې ښکلا وې  پيداکړي چې دانسانانو زړونه دمقناطيس په شان له ځانه سره کاږي . ټليفوني يې له لاس ولويد اړيکې يې پرې وشوه، کله يې چې ټليفون راوخيست نو دقبلې په لوريې سترګې واړولې ګورې چې زرمينه له نورو همزولوسره دکور په لوري راهي ده، خو  زرمينه په ټولو کې دنګه او په منظمو قدمونو چابکه دنجونو سرته روانه وه داسې ښکاريده لکه دتوروزاڼو دکتار اميره چې وي، زلمى له ځان سره په فکرونو خيالونو کې ډوب روان شو، حالات يې ورځ په ورځ په خرابيدو شول ، دعشق سپرغۍ يې په سينه  کې  دمينې توند باد لاهم ځل کړې  باالخر دغو سپرغيو  دغم لمبې وکړې په زړه او وجود کې يې  په خواريدو شوې، د پوهنتون له درسونو سره يې علاقه کمه وشوه ډېر وخت يې په غير حاضرۍ پيل وکړ د زرمينې سره يې زړه دمينې په تار وتړه  د دوى ترمنځ دعشق او مينه سلسله پسې وغځيده  مخامخ ليده کته ټليفوني خبرو يې دوام پيداکړ هره ورځ به يې دزرمينې د ديدن شېبې شمارلې  زلمى دوخت په تيريدو سره دزرمينې په مينه کې دې حده ورسيده چې د زړه درد دکراريدو دغمونو اوپريشانيو دکميدو له امله يې دکليوالو ځوانانو سره هغه دچا په خبره مازديګر مهال دچرسو سېګرټي په وهلو هم پيل وکړ په همدې به يې د زرمينې غم مشعولوه . زرمينه هم دزلمي په غم داسې زيړ شوه، لکه خزاني وهلې دګل پاڼه  کله کله به يې مور ورته ويل زرمېنې  وچې شونډې رنګ د زيړ غوندې شو جينۍ ناروغ يې که بل څه خبره ده څه زړه خورې که چيرې ناروغ وې پلارته به د ووايم چې ډاکټر ته د بوځي ګنې هسې عبس چورتونه مه وهه څه ستونزه درته پېښه شوې ده .ولې داسې خاموشه  او رنځوره معلوميږې؟
 زرمېنې به ورته ويل نه مورې ناروغه نه يم هسې داسې ښکارم څخه ستونزه نشته خامخا انسان دى کله کله يې رنګ تغير کوي
  نور د زرمينې په زړه کې  دعشق اومينې اور په غوړسکو غوړسکو بليدو هره شېبه يې دزلمي څېره په ذهن کې په تاويدو وه، پرته  زلمي ورته کور کلى سور اور ګرځيدلى و.  زلمى به وخت ناوخت پوهنتون ورتله خو دکليوالو ځوانانو سره يې ناسته پاسته ډېره شوه، پدې خاطر چې هغوى سره به يې نشې او تماشې کولې پدې همدې به يې غمونه غلطول  زلمى نور په عشق کې دجنون تر سرحده رسيدلى و ،کور کلى او پوهنتون هرڅه ورته پردي وو يواځې يې د زرمينې سره دژوند هره شيبه تړلې وه. زرمينې هم دژوند هره شيبه دبيلتانه د ازغو په بستر تيراوله  دزرمينې په زړه او وجود ورځ تربلې دعشق تبه په زياتيدو شوه  ،پلار او مور يې  پرشکمن شول ، چې لور يې ورځې تربلې حالات خرابېږي
 نو مور او پلاريې به يې ويل کيداى شي  خپل راتلونکې ته زړه خورې نوښه به وي چې دنامزادۍ غم يې وکړو همداسې يې  وکړل پرته له دې چې دزرمينې  سره سلا وکړي  يوه دوست ته  يې  نامزاده کړه  کله چې زرمينه په خپله نامزادۍ خبر شوه بې واکه يې چيغې کړې خپل مخ يې په دواړو لاسونو وواهه  په زړه يې  لا هم دغم ليوانو پنجې ښخې کړې  له ځانه سره يې وويل دا انصاف دى! داڅه وشول خدايه دادې پښتنو بدبختي ده
 هلته زلمى  د زرمينې په نامزادۍ خبر شو لا  يې هم د جنون څپو وجود ولړزاوه
 د زرمينې په زړه  د زلمي د عشق او مينې له امله د غم خپسې ناستې وې  زلمى د وخت په تيريدو سره  دې حال ته ورسيده، چې د کليوالو نشه يانو او لاره  وهونکو سره يې مخه شوه ،پوهنتون ترې پاتې شو. دزرمينې غم په سر واخيست په هرډول ټولنيزو فسادونو کې ښکيل شو. کله کله به يې دزرمينې ځواني سترګو ته ودريده نو د نامزادۍ خبره به ورياد شوه له ځانه سره به يې وويل هيڅ امکان لري چې دزرمينې ډولۍ پورته شي. په ما به تورې خاورې انبار وي چې دا کار کېږي که چيرې مې ډېره بې وسي شي نو ختمي به ځان وژنه کوم زلمى پدې چورتونو کې ډوب اوسرګردان ګرځيده دشپې او ورځې به د وسله والو غلو  سره  د لويو لارو پر سر ولاړ و او مسافر به يې شوکول  يوه شپه يې په يوه وسله واله غلا کې له ملګرو سره يو ځاى دوه مسافر هغه مهال ووژل ،چې د پيسو د نه ورکولو له امله يې ورسره شخړه راغله.
  له پېښې وروسته سمدستي امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل دوى د پېښې سيمه  لا نه وه خوشي کړي، چې د امنيتي ځواکونو تر معاصرې لاندې راغلل زلمى او نور ملګري يې ونيول شول په بند کې د څه وخت  له تيريدو وروسته  زلمي په يوه ورځ دوه مرګوني زيري  تر لاسه کړل. له يوې خوا پرې  د زرمينې د ډولۍ د پورته کولو غږ وشو  او له بلې خوا د بې وزله مسافرو د وژنې په قضيه کې ورته د محکمې له لوري د اعدام سزا وارول شوه. نو زلمي له ځان سره دغه لاندې لنډۍ زمزمه کړه.
  که غم له غمه شرميدلى
 په مابه نه راتلى جوړه جوړه غمونه

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery