دخپریدو نیټه : 2013-07-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ژوند جفا
بهیر
د ژوند جفا
د منی شپی ورځ وی د ښونځی زدکونکیو د کلنی ازموینی پیل ته لا څو ورځی پاتی وی، ونو خپلی پاڼی زیړی کړی او ځمکه د ونو د وچوو پاڼو کی ډیره ښکلی ښکاریده، اجمل او ارین چی د دولسم ټولګی زدکونکی وو د ښونځی په بڼ کی سره روان وو،
او د راتلونکی ازموینی په اړه یی خبری کوی چی یو کوچنی هلک راغی او اجمل ته یی یو لیک ورکړ او پټه خوله بیرته ترینه روان شوو دوی هم یو بل ته وکتل او لیک یی پرانیست،او لیک داسی لیکل شوی وو... ګرانه اجمل جانه له هر څه نه مخکی درته سلام کوم: ګرانه سبا ورځ په ۱۰ بجو د ښونځی په بڼ کی درته منتظره یم.
اجمل او ارین هک پک پاتی شول چی دا لیک به چا لیکلی وی، اجمل ارین ته وکتل او ورته یی وویل، دا لیک به چا او ولی لیکلی وی د څه لپاره غواړی ماسره وګوری ارین چی ډیر شوخ او ټوکی هلک وو په مسخره توګه یی اجمل ته وویل: یاره ته هم عجبه خبری کوی ته نه وینی چی اخر کی یی څه درته لیکلی، په بڼ کی درته منتظره یم هتما کومی جنی درته لیکلی، دواړه په خندا شول او د ښوونځی د بڼ څخه ووتل،
سبا د پنج شنبه ورځ وه او زدکوونکیو ته یی هم د ازموینی تقسیم اوقاتونه ورکول، اجمل او ارین چی کورونه یی هم څنګ په څنګ وو او د ماشومتوب نه تر ۱۲ ټولګیه په یوه ټولګی کی سره ټولګیوال وو. د ښوونځی په لوور روان شول، د سهار ۸ بجی وی او دوی هم ټولګی ته رسیدلی وو چی د ټولګی دروازه خلاصه شوه او زدکونکی هم د ښوونکی د احترام لپاره جیګ شوول، ښوونکی هم د سلام ویلو سره سم د تباشیر غوښتنه وکړه، اجمل چی د ټولګی اول نمره او نماینده وو ښوونکی ته یی تباشیر او تخته پاک ورکړل،
ښوونکی هم د ازموینو تقسیم اوقات زدکونکیو ته ورکړ او د خدای پامانی اخیستو سره یی د زدکونکیو د کامیابی هیله وکړه او د ټولګی نه ووت،
زدکونکیو د یو بل سره خدای پامانی وکړه او د ټولګی نه د ښوونځی انګړ ته راووتل، بعضی زدکونکی د ښوونځی نه لاړل او بعضی لا پاتی وو، ارین او اجمل هم د ښوونځی نه وتلی وو او د کور په خوا روان وو، چی یو ځلی اجمل ودرید او هیران هیران یی ارین ته کتل، ارین هم هک پک پاتی شوو چی څه چل وشوو او پوښتنه یی ترینه وکړه،
اجمله خیرت خوو به وی څه چل وشوو چی ودریدی،
اجمل ورغبرګه کړه: ارینه پرونی لیک د په یاد دی
هوو ولی.
هغه نفر به ماته اوس انتظار وی د ښوونځی په انګړ کی،
هوو هوو، ځه چی ورشوو،
نه نه ارینه ته لاړ شه کور ته زه ورّځم
سمه ده خو پام کوه اجمله چی کومه پیښه درونه شی
هههه نه نه ګرانه بیغمه اوسه څه چاسره دښمنی خو نه لرم،
اجمل او ارین سره خدای پامانی وکړه او جلا شول، اجمل د ښوونځی په لوری راغی، او نیغ لاړوو د ښوونځی بڼ ته، هلته ډیر هلکان او نجونی سره ناست وو ځینو درس ویلوو او ځینو هم کیسی کولی هیران پاتی وو چی د لیک خاوند به څنګه راپیدا کړی، مخکی روان شوو چی د شا نه غږ پری وشوو،، اجمله اودریګه،،،
دا د یوی جنی غږ وو. د غږ په اوریدوو سره اجمل وریږدید او مخ یی راوګرځاوه. سمدلاسه جنی ورته سلام وکړ، اجمل هم ورته سلام وکړ او پوښتنه یی ترینه وکړه،،،،
بښنه غواړم تاسو ماته لیک رالیږلی وو؟
هوو ما درته لیک لیږلی وو.
ښا ډیر ښه څه مشکل یا هم کوم خدمت؟
جنی په خندا شوه او اجمل ته یی ورغبرګه کړه.
واه ته خو ډیر با جرآت هلک یی. ډیری ژر ژر پوښتنی کوی.
نو ښه درته وایم لیک مو رالیږلی وو نو حتما به کوم مشکل لری ماسره؟
هوو زه له تاسره مشکل لرم.
څه مشکل؟
ډیر لوی مشکل درسره لرم.
بیا هم؟
ته ولی ما د شپی خوب ته نه پریږدی او د ورځی می درسونوته؟
هههههه څه زه تاسو خوب ته نه پریږدم؟
هوو.
اجمل هم لږ لږ په ځان بوه شوی وو چی کومه خبره خو شته. پوښتنه یی ترینه وکړه.
څنګه؟
جنی ورته په چلاکی وویل زه تاسره مینه لرم.
د دی خبری په ویلو سره جنی ترینه روانه شوه. اجمله چی هرڅومره چیغی پسی وکړی، جنی ونه دریده او په منډه یی ځان ورک کړ..
اجمل هم په هیرانی سره کور ته روان شوو. کله چی کور ته ورسید مور یی ورته غږ کړ..
اجمله زویه نن دیر د وخته کور ته راغلی خیرت خو به وی؟
هوو هوو موری نن یی د ازموینی تقسیم اوقاتونه راکړل او رخصت یی کړوو.
ښا زویه نو راځه ډوډی هم تیاره ده،،
سمه ده موری دا د درغلم،
ورځ بیګاه شوه او اجمل هم دا سوچ کوو چی دا جنی به څوک وی. د سوچونو په دنیا کی ډوب وو چی یی تلیفون زنګ وکړ. جیب ته یی لاس کړ او تلیفون یی د جیب نه راوویست، د تلیفون سکرین ته یی وکتل ګوری چی د ارین نوم پکی لیکلی دی،،،
بلی.
سلام علیکم اجمله ښه یی؟
هوو ښه یم یاره ته څنګه یی؟
زه هم ښه یم چیرته یی څه کوی؟
والله هیڅ هم نه.
وهلکه!
هوو ګرانه څه چل ده؟
هیڅ که بیکاره وی راځه زمونږ کور ته تنها یم کور څوک نشته.
سمه ده دا دی درغلم.
ارین تلیفون قطع کړ،
اجمل هم د کور نه روان شوو، خور یی په انګړ کی لوښی مینځل ورته یی وویل.
لالا چیرته روان یی؟
خوری ځم ارین دغو کره کور کی تنها دی. که پلار پوښتنه وکړه ورته ووایه ارین دغوو کره تللی.
سمه ده لالا خدای پامان،
خدای پامان.
د کور نه ووت او د ارین دغو دروازه یی وټکوله، ارین راغی او اجمل یی درګه کړ کوټی ته لاړل...
ارین لاړوو چی چای راوړی، اجمل هم به سوچونو کی ډوب شوو. د دروازی کړپ شوو ارین چای راوړ، ارین سلام وکړ خو اجمل ځواب ورنه کړ، او همداسی په سوچونو کی ډوب وو. ارین چای واچوو او اجمل ته یی غږ کړ،.
وه هلکه څه چل دی؟
اجمل د ځای نه وښورید او وویل.
وبښه یاره هیڅ فکر می نه وو.
ښه ښه سمه ده پاڅه چای وڅکه.
اجمل چای ته پاڅید بیا یی هم په ټنډه کی د پریشانی نښانی څرګندیدی، آرین هم پوه شوو چی په دی هلک حتما څه چل شوی بیا یی ترینه پوښتنه وکړه.
وهلکه ولی داسی پریشانه ښکاری؟
ارینه نن ورسته له دی چی د جنی سره می وکتل وضعیت می خراب شوو نه پوهیګم ولی؟
ښا هغی سره د ولیدل؟
هوو.
څه یی درته ویل؟
ویل یی تاسره مینه لرم!
ههههههههههه ته و خدای؟
هوو والله.
ښه نو بیا تا څه ورته وویل؟
یاره ما ورپسی غږ وکړ خو ځواب یی رانه کړ.
ښه پریږده یی یاره.
نه یار خو عجبه ښکلی وه یار.
لکه چی تا هم زړه بایلو.
ههههههه نه مړه.
ارین او اجمل په همدی خبرو کی ول چی د آرین دغو د انګړ دروازه ټک ټک شوه. آرین پاڅید چی وګوری څوک دی.دروازی ته ورسید او غږ یی کړ.
څوک یی؟
پلار د یمه دروازه وازه کړه.
دروازه یی خلاصه کړه. او بیرته لاړ اطاق ته. اجمل ترینه پوښتنه وکړه
څوک وو؟
پلار دغوو می راغلل.
ښا ډیر ښه نور ناوخته دی راځه درس ووایو دوی شپی امتحانو ته پاتی دی.
سمه ده ورځه چی پری ور جهاد یی کړوو.
دواړوو کتابونه راوخیستل او درس یی شروع کړ خو د اجمل سترګی کتاب او فکر یی په بل چا کی وو. ټوله شپه همداسی سبا شوه خو اجمل خوب ونه کړ.. او ټوله شپه په سوچونو کی وو.
سهار د ارین سره د کور نه ووت او د ښار په طرف روان شول. تر څو د ازموینی لپاره کتابونه راونیسی. کتابونه یی واخیستل او د کتابتون نه راووتل. د کتابتون نه لا څو قدمه نه وو تللی چی، یوی جنی سره یی ټکر وکړ. جنی خپله پوزه به ټکری ټړلی وه خو سترګی یی لکه لمر داسی ځلیدی. غتی غټی سترګی، د مخی ویښتان یی هم لږ لږ معلومیدل تور ویښتان یی ول.
اجمل بښنه ترینه وغوښته خو جنی لا ولاړه وه او هیڅ یی هم نه ویل. اجمل ترینه روانیدو چی پری غږ یی کړ.
اجمله اودریګه!
اجمل او ارین ودریدل، چی جنی ورته وویل.
ودیپیژندلم؟
نه.
جنی د پوزی نه ټکری لری کړ چی د اجمل ورته پام شوو. او ځان سره یی وویل: وی دا خو هماغه ده. جنی ورته یو کاغذ ورکړ او ترینه روانه شوه. آرین ترینه پوښتنه وکړه وهلکه دا څوک وه؟
یار دا خو هماغه جنی وه هماغه لیک واله.
ښه دا یی څه درته لیکلی یاره؟
نپوهیګم. صبر زه یی خلاص کړم.
کاغذ یی خلاص کړ نور هیڅ نه وو پکی یوه د موبایل شمیره وه پکی. آرین او اجمل د کور په خوا روان شول. د ماسپښین ډوډی یی د اجمل دغوو کره شوه او هلته یی وخوړه،. ارین هم تر مازدیګره د اجمل دغو کره وو. مازدیګریی د اجمل نه خدای بامانی واخیسته او د کور نه لاړ.
اجمل د هغی جنی په فکر کی تللی وو.
چی موبایل ته یی مسیج راغی..
توتوت توتوت.
جیب ته یی لاس کړ موبایل یی راویست مسیج یی پرانیست، د روشن د کمپنی څخه وو،. بیدون د لوستلو نه یی ډلیټ کړ. موبایل یی د مخی سره کیښود او د شعرونو کتاب یی راواخیست. د کاروان صیب د شعرونو په لوستو یی پیل وکړ، چی هغی سهارنی کاغذ ته یی پام شوو، کاغذ یی د جیب نه وویست او شمیره یی په موبایل کی ډایله کړه. زنګ ورغی خو چا ځواب ورنه کړ،. بیا یی کوشش وکړ خو بیا هم چا ځواب ورنه کړ. ناهیلی شوو او بیرته یی موبایل په ځمکه کیښود. شپه راروانه شواو لمر هم په لویدو وو. چی موبایل یی زنګ وکړ. هماغه شمیره وه کومه چی هغی جنی ورکړی وه . ژر یی موبایل اوکی کړ او د بلی په ویلو یی ځواب ورکړ.
بلی!
سلام اجمل جانه ته یی؟
هوو زه یم تاسو؟
زه بل څوک کیدای شم.
هووهوو ومی پیژاندی،
شکر چی ودیپژاندم کنه نو.
کنه نو څه؟
کنه نو هیڅ
ههههههه
ولی خاندی؟
همداسی.
وبښه ته څوک یی او ما څه پیژنی؟
ګرانه اجمل جانه زه یوه داسی ویشتل شوی مرغی یم چی غیر له تا می بل هیڅ څوک نشی روغولی.
ستا نوم؟
زما نوم هوسی.
هوسی ډیر ښکلی.
مننه ګرانه اجمل جانه.
کولی شم یوه پوښتنه درنه وکړم؟
هوو ولی نه.
ته ما څه پیژنی؟
ګرانه زه په لسم ټولګی کی وم چی ته می د ښوونځی په انګړ کی ولیدی،. ورسته د هغی نه به ما ټول خوبونه ته وی او هر څه می ته شوی زه په تامینه شوم.
همم که ریښتیا راباندی وایی. کله می چی اول ځل په بڼ کی ولیدی نو ما هم یو عجیبه احساس وکړ.او ټوله شپه می خوب ونه کړ. خو نن می چی ولیدی زه هم د ریښتیا درباندی مین شوم...
ګرانه اجمله اوس نو زه ډوډی تیاروم داسی نه چی څوک راباندی راشی، بیا به نهوو بجو درته زنګ وهم.
سمه ده ګرانی، منتظر د یم.
د خدای پامان مینه درسره لرم.
د خدای پامان ګرانی،
د ماښام اذانونه وشول، او اجمل هم د لمانځه لپاره جیګ شوو. لمونځ یی وکړ.او بیرته په خپل ځای کی کیناست. او د کاروان صیب شعرونه یی لوستل. چی مور یی غږ پری وکړ. زویه راځه ډوډی تیاره ده،.
ښه سمه ده موری درغلم.
ډودی یی وخوړه او خپلی کوټی ته لاړ، د نهو بجو په تمه وو هر دقیقه ورباندی ساعت او هر ساعت ورباندی ورځ شوه د شپی نهه بجی شوی. خو د زنګ کوم درک نه وو، سترګی یی موبایل ته نیولی وی. او د زنګ په انتظار وو. په لاس کی یی موبایل په لړزه شوو، موبایل ته یی ونه کتل او ژر یی ځواب ورکړ،.
بلی څنګه یی؟
خو د هغی خوا نه د ارین غږ وو، او ورته یی وویل
ښه یم ته څنګه یی؟
ارینه ته یی؟
هوو ولی بل چا ته په انتظار وی؟
هوو یار ما فکر وکړ هغه جنی ده.
هههه ما خو درته ویلی وو چی مین یی.
یاره همداسی یی درونیسه.
ښا سمه ده، سبا ته په ۱۰ بجو ځو چیرته ځان ورک نه کړی.
سمه ده.
خدای پامان
خدای پامان.
موبایل په قطع کیدو سره سم بل زنګ راغی نمبر ته ځیر شوو چی هوسی وه. موبایل یی اوکی کړ او غږ یی وکړ .
سلام ګرانی ستړی مشی.
ته ستړی مشی جانانه.
هی په انتظار د نژدی وژلی وم.
ولی دومره خو می ځنډ هم نه دی کړی.
ښا خبری پریږده څنګه یی؟
شکر دی بس ستا به یادولو ژوندی یوو. ستا نوم چی واخلم لکه نوی ساه می چی اخیستی وی دومره ښه شم.
هههه ریښتیا که ټوکی کوی؟
نه د څه شی ټوکی،
هههه
هی اجمله!
هوو.
که زه له تانه جدا شم څه به کوم؟ ورسته له دی چی تاسره غږیدلی یم نور نو بی تانه ژوند راته سخت شوی.
ګرانی نپوهیګم څنګه ما هم تاباندی زړه بیلو،.
اجمله مینه درسره لرم،
زه هم ګرانی.
د دوی د مینی خبری روانی وی وخت د شپی ۱۲ بجی شوو خو پر دوی ډیر ژر تیر شوو. او وی وویل چی د یکشنبی په ورځ به په ښوونځی کی ګوری.
تلیفونونه قطع شول. او د اجمل خوشحالی له ورایه ښکاریده.ټوله شپه یی خوب ونه کړ او تر سهاره ویښ وو سهار آریڼ ورته راغی او هغی سره لاړوو. ورځ یی له آرین سره تیره کړه او ماښام ناوخته بیرته کور ته راغی،. دشپی ۱۰ بجی وی چی هوسی ورته بیا زنګ وکړ.
بلی
بلی هوسی جانی سنګه یی ګرانی؟
شکر دی زړګیه ومی یاد شوی ماویل یو ځل د تپوس وکړم.
مننه ګرانی،
اجمل جانه ورور می راروان دی کوټی ته سبا ته به ګورو. خدای پامان
موبایل یی قطع کړ. او اجمل هم خپل کتاب راواخیست ځکه هیڅ امادګی یی ازموینی ته نه وه نیولی.ټوله شپه یی درس وویل او ډیر بی خوبه هم وو.
سهار ښوونځی ته له ارین سره روان شوو. او په لاره ارین ډیری ټوکی پری وکړی. ښوونځی ته ورسیدل او ازموینه یی پیل شوه.
ازموینه یی ډیره اسانه وه او ډیر ژر ژر یی سوالونه حل کړل تر ټولو لومړی اجمل د ټولګی نه راووت، او د ښوونځی د بڼ په لوری روان شوو. او کوم ځایی یی چی وعده ایښی وه هلته یی ځان ورسوو، ډیره موده انتظار وو، او په یوه چوکی خوب وړی وو. چی د شانه پر اوږو یی نرم لاس ولګیدل ټوپ یی کړ او په خوب کی لږ شانتی وډار شوو. شاته ګوری چی هوسی ورته ولاړه ، داځل هوسی د نږدی نه وینی او د مینی اظهار یی په سترګو کی ګوری او د بدن ټول غړی یی غواړی ورته اظهار وکړی. هوسی هم د ډیری خوشحالی نه اوښکی تویی کړی. دواړه سره غلی ولاړ ول او هیڅ یی هم یو او بل ته نه ویل،
اجمل چوپتیا ماته کړه او ورته یی وویل:
ته هوسی یی؟
هوسی چوپ ولاړه وه او هیڅ یی هم نه ورته ویل.
بیا یی ترینه وپوښتل هوسی تر اوسه چیرته وی ولی می نه وی لیدلی په دی ښوونځی کی، ګرانی هوسی جانی اوس هم ګمان نه شم کولی چی زه او ته به سره ولاړوو.
د هوسی پر شنډو موسکا ښکاره شوه او شنډی یی د ویلو لپاره وغوځولی.
ګرانه مینه درسره لرم! مینه درسره لرم! مینه درسره لرم!
زه هم مینه درسره لرم هوسی جانی
ګرانه زه نه پوهیګم چی دا خوب دی که واقعیت.
ګرانی دا یو واقیعت دی، نور نو سوچونه پریږده،
اجمله ځه چی ځو د ښوونځی نه بیرون ته یو پارک دی هلته به کینو.
سمه ده ګرانی زه چی ځوو.
دواړه د ښونځی نه ووتل او د پارک په خوا روان شول، او دلته آرین په اجمل پسی تاویدو، موبایل یی هم د آرین سره پاتی وو.
د پارک پوه چوکی کیناستل او یو بل ته یی کتل، فضا چوپتیا غوره کړی وه. خو هوسی چوپتیا ماته کړه او وویل.
زړګیه! نن د ازموینه څنګه وه.؟
ډیر ښه وه ګرانی.
بس شکر چی ښه وه.
ګرانی راځه چی لاړ شوو هلته هوټل کی به څه وخروو ما د سهار چای هم نه دی څښلی.
سمه ده ګرانه ورځه
دواړه د هوټل په لوری روان شول، او ډوډی یی راوغوښتله، د میز یوی خواته هوسی او بلی خواته یی اجمل ناست وو، دواړوو د یو بل سترګو ته کتل او بس، ډوډی یی راورسیده، دوی په ډوډی پیل وکړ، اجمل وویل.
هوسی جانی څه څښی.؟
هممم میرانډا.
اجمل د هوټل ګارسون ته غږ کړ.او به فارسی یی ورته وویل
برادر یک میرنډا و یک ډيوو بیار.!
ګارسون سر وښوراوو او روان شوو.
دوی ډوډي خوړه او ګارسون هم میراڼدا او ډیوو راووړ. کله چی ډوډی ختمه شوه.او د هوټل نه بیرون ته راووتل لا دروازی نه څو قدمه نه وو تللی چی د هوسی تلیفون زنګ وکړ. اجمل ورته وویل څوک دی.
مور می ده.
تلیفون یی جیګ کړ او ورته یی وویل.
ها موری سنګه یی.
شکر دی زویه چیرته یی، ښوونځی نه رخصت شوی.
هوو موری دا د کور ته دروانه یم.
ښه زویه ژر راځه ،
سمه ده موری ،خدای پامان.
د اجمل په رنګ کی تغیر راغی هوسی ترینه پوښتنه وکړه. ولی ګرانه خیرت خو به وی؟
هوو ګرانی ته ځی؟
هوو بیا به سره ګورو نو دا څه خبره ده؟
ښا سمه ده.
اجمله زه ځم چی مور می راته بیا نصیحت شروع نکړی ههههه.
سمه ده ګرانی.
خدای پامانی اجمله مینه درسره لرم
خدای پامان ګرانی.
هوسی د پارک دروازی ته ورسیده او یو ځل یی بیا اجمل ته وکتل او دلاس په ښورولو سره یی. اجمل ته د خدای پامانی اشاره وکړه.
دپارک نه ووتله او اجمل هم ورپسی روان شوو. اجمل لا د پارک نه نه وو وتلی چی د پارک نه لږ لیری یو شین دود پورته شوو. خلک په منډوو شول.اجمل هم ورخطا شوو او دود خواته یی مندی کړل چی وګوری څه وشول. چی هلته ورسید ګوری چی د هوسی د ښوونځی بکس په یوه ونه کی په وینو سور بند دی،
کابل افغانستان
۱۳۹۲/۴/۱۵
د جمعی شپه
۱۲:۳۰