دخپریدو نیټه : 2016-02-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د«یې ګانو» نوې څېړنه :
محمدسرور وکیلي
پوهاندزیار صیب په تاند ویبپاڼه کي په ۵ .۲ .۲۰۱۶ م ک کي دپښتو ژبي « یې ګاني » شپږ بللي .
تر دوی ترمخ استاد محمدمعصوم «هوتک »صاحب دلروبر دویبپاڼي دمسؤلینو له غوښتیني سره دپښتو ژبي د پنځه « یې ګانو» تشریح کړې ده، چي دا اوس هم په لروبر کي ئې ښاغلي لوستونکي لوستلای سي . اودغسي استاد «پالوال » صاحب هم ددغو «یې ګانو » بیان کړې دی.
د «یې ګانو » ستونزه په لیکدود کي نه ده، بلکي د«یې ګانو» ستوزه په لهجو کي ده .
د«یې ګانو » دغه اوسېنی او پخوانی مشکل دختیزو پښتنو، سهیل لوېدیزو او لوېدیزو پښتنو د لهجو خبره ده . د «یې ګانو » ږغونه یاغږونه واضح دي،چي کومه ستوزه نه لري . یوازنې ستونزه د «یې ګانو » د دغو دوو ډلو پښتنو په لهجوکي ده .خو د دواړو لهجو ژبپوهان دي سره کښېني؛ یوې سمي موافقې ته دي سره ورسي . اویا دي پښتو ژبه دوه لیکدود ده ولري . هرکله چي یو ادیب لیکل کوي ښکاره دي و وایي،چي په کوم لیکدود دی لیکنه کوي . پښتانه لیکوالان، ادیبان، ژبپوهان، مسلکي خلک باید په دواړو لیکدودونو وپوهیږي .
هر بهرنی چي پښتو زده کوي دیوه لیکدود څخه دي کار واخلي او دغه زده کوونکی باید وپوهیږي،چي پښتو دوه لیکدود لري؛ خو دی ئې له یوه لیکدوده پښتو زده کوي .دا وو زما وړاندیز !
د پښتو د« الپبې »توري موږ په دوو احساسو او یوه ږغ پېژندلای سو. لکه : د« ي » توری چي ړومبی ئې ګرافيم وینوچي نیمه پرته «کړې» خوله ئې وپورتي خواته خلاسه او دوه ټکي ورلاندي څنګ پرڅنګ لري . دا بڼه د دغي لنډي « ي » ده، چي موږ ئې وینو . اوس فونیم د دغي «یې » په خوځښت کي ئې دآواز په غوږو اورو نو پوهیږو،چي دا ږغ یاغږ دلنډي « ي » دی . دغسي هم دټول « الپبې » توري پېژندل کیږي .
اوس راځم آري خبري ته چي دپښتو ژبي «یې ګاني »
دي .دغه « یي ګاني » پوهاند «زیار» صیب ښپږ بولي . پنځه ئې دودي بللي او یو ه بله ئې هم تشریح کړې ده، چي وایي : « نیمواکه،سیمي واولي (ي y)، په دودیز لیکدودکې دنوروپنځو یاوو پرخلاف کومه جلا نښه نه لري او له نوروسره ګډېږي .»
لومړی دغه پنځه دودیزي «یـې ګاني » ګورو:
[۱ي – ۲ې – ۳ی – ۴ۍ – ۵ئ – ۶یْ ]
۱:- لنډه (ي) هغه «یې» ته ویل کیږي، چي ور لاندي خپل دوه ټکي څنګ پر څنګ لري . لکه : [ي]
او د خپل شا د توري ږغ لنډ او د زېر په ډول ئې کښتي خوا ته کش وي . لکه : [ دي؛ ځي؛ شي؛ وري ] دغه «یې» په لیکنه کي د ګړو په منځ او په پای کي راځي . لکه دګړو په منځ کي :
[ ویر؛ تیر؛ پیر؛ ګیر او نور .] په پای کي د تورو لکه : [ ځي؛ ځغلي؛ ښادي؛ هندي او نور. ]
د ژبـښودیاني ګرامر له مخي تر ډېره بریده دغه «ي» دنومانو جمع یاني ډېرن جوړه وي . لکه : [سړي؛ غوایي؛ ښځي (ښځې)؛ژمي؛ دوبي؛ پسرلي؛ مني؛ کالي؛لرګي،منګي؛(مي،کي،چي) لوېدیزه لهجه ده؛ غواوي؛ګیدړي؛ژړاوي او نور . ]
ستاینیز حالت : [ ورځني؛ ماښامني؛ پخواني؛ اوسني؛نري؛ګردي؛سپیني؛ګلالي؛ښکلي؛ بدي؛ ناوړي .] په منځ کي د تورو لکه : ټیټ؛ تریخ؛خوړین؛ سپین او دغسي نور .
کړه نیز حالت : [ ګوري؛ اوري؛ ښوري؛ کړي؛ ځي؛ راځي؛ کوي؛باره وي؛نځیږي؛ خوري اودغسي نور .]
په نومانو کي ښځینه (مفردمؤنث) : [مامي؛ دوستي؛ خپلوي؛ خواري؛ بي بي؛ وداني اونور .]
په نومانو کي نرینه (مفردمذکر): [ موچي؛ دوبي؛ ډولي؛ تاریاکي؛ چرسي؛بنګي اونور .]
لنډه (ي) چي دتورو په سر کي راسي تر ډېره بریده په عربي «زور» ویل ګیږي . لکه : [یار؛یمن؛یو ؛یابو؛یاغي؛یخ،یرغل؛یقین؛یې؛یهود؛یېږ؛یتیم؛یم؛یله] ټوله دغه ګړي په «زور» ویل کیږي . یوازي [ینه جمع ئې ینې په پاړسي ورته جګر وایي؛ییره جمع ئې ییرې؛یي ] د«ي» پوره ږغونه یاغږ ونه ورکوي . او یو څو نوري ګړي چي په «ي »لیکل کیږي اود عربي ژبي په «پېښ » ویل کیږي . لکه : [ یُو = هستیم؛یُوم =بیل؛یُون = حرکت؛یُور دلېوره ښځه؛ یُونان مملکت دی؛ یُوروشلیم ښار دی او نور .] دا ټولي ګړي په لنډه «یې » لیکل کیږي .
۲:- اوږده ( ې )هغه «يې » ته وایي، چي دوه ټکي خپلي کښتي خواته لاندي باندي ولري . لکه : (ې) او د خپل شا د توري ږغ یاغږ اوږد او روښانه لاندي خواته کش کي . لکه : [ دې؛ ځې؛ اوّرې؛ خوّرې اونور .] دغه «يې » دګړو په منځ او په پای کي راځي . د تورو په منځ کي لکه : [ډېر؛هېر؛ګېر؛وېره؛پـېښه؛بېړه؛لېوه اونور . ]
د تورو په پای کي لکه : [نمسې؛ نیمګړې؛ راوړې؛ وړې؛ لېونې اونور .](مې؛ چې؛ کې) په ختیزه لهجه کي .دغه «یې » دژبـښود یاني ګرامر له مخه ګورو . دغه «يې » تر ډېره حده ښځینه نومانو اوستاینو کي راځي . په ښځینه نومانو کي لکه : [ نجلې؛ نارې غلبلې؛ ادې؛خرې؛شلومبې؛ پردې؛لنډې؛ شړې؛ وړې؛ غالې؛نالې؛زمرې؛ خواښې؛ګلګې؛ورې اونور . ]په منځ کي دتورو لکه : [وېره؛ تېره؛پېره؛ پېریانې او نور . ]په ستاینیز حالت کي لکه : [خوږې، توروې؛ ګلالې؛ ورستې؛ښایستې؛نسبتي حالت ئې لکه : کابلې؛ کندهارې؛ننګرهارې؛مزارې؛بدخشې (بدخشانې)؛ کلاتې اونور .]
۳:- نرمه (ی) هغه «یې» ته وایي،چي ټکي نه لري . لکه : (ی) . د دغي «یې » ږغ یاغږ چي توری ئې شاته راسي روښانه لوړ او بیائې لږ کښته کي لکه د انګلیسي (ai ) او یا د الماني (ei) .
دغه «یې» تر ډېره بریده په نرینه یَوَنّ (مفرد مذکر) نومانو،ستاینو او کړنو کي راځي اوتل دغه «یې» دګړو په پای کي راځي . د دغي «یې» په کار وړل د ژبـښود یاني ګرامر له مخي .
په نرینه مفرد نومانو کي . لکه : [ سړی؛ لرګی؛ګلګی؛غیرګی؛منګی؛غویی؛وری؛بياڼګی؛ جونګی ؛زمری؛مېږی او نور .] په نسبي نومانو کي لکه : [ کندهاری؛ننګرهاری؛ بدخشی؛ کابلی؛مزاری؛هراتی؛فراه یی اونور .] په ستاینیز حالت کي لکه : [ ګردی؛سپینککی؛توره کی؛ نری؛ګُلالی؛ښکلی؛ښایستوکی؛جګوکی اونور .] په کړه نیز حالت کي لکه : [ راغی؛ ولاړی؛ تللی؛راغلی؛خوړلی؛کړی؛ختلی؛کښلی اونور .]
ښاغلی استادمحمدمعصوم «هوتک» ددرېم سړي نومځي یاني مفرد غایب ضمیر (دی) او درېم سړي کړنه دلازمي کړنځي «ول» (دی) توپیر داسي کوي : ضمیرغایب (دی) لیکي او کړنه د غایب سړي داسي (دئ) لیکي . کنه نو دواړه یو ډول لیکل کیږي،چي توپير ئې نه کیږي . زه هم د دوی کړنلاره منم او دغسي ئې لیکم . (دئ) فعل دئ او (دی)ضمیر دئ .
ځیني ګړي په خپل منځ کي نرمه « ی »غواړي؛ خو دغه «یې» په خپل ګرافیم کي نه راځي،بلکه داسي راځي لکه لنډه ( ي ) . هغه توري دغه دي : [ پایل «پَیل»؛ سَیل؛مَیل؛خیر؛غیر اونور. ]که څه هم یوازي پایل پښتو ګړه ده نور عربي ریښي لري؛ موږ ئې په خپل ژبه کي په کار وړو . مائې په خپل پخوانۍ لیکنه کي وړاندیز دلیکني داسي کړی وو : [سی ـل؛می ـل؛خی ـر] داځکه چي ګرافیم د نرمي « ی » څرګند سي .
۴:- درنه ( ۍ)دغه «یې» یوه ځانګړې دپښتو«یې » ده؛څرنګه چي لیدل کیږي په پای کي خپل یو ډُمبکّ لري . دغه (ۍ) خپل د مخ د توري آواز دروند،ډک او یو څه لاندي خواته کشوي . لکه : ( نړۍ یا ډوډۍ ) . د (دی) آواز روښانه اورېدل کیږي خو د (ډۍ) آواز ډک او څه تاریکه اورېدل کیږي . د ګرامري لحاظه دغه «یې» په ښځینه نومانو کي او ستایونو کي راځي . لکه په ښځینه جمع نومانو کي : [ سپوږمۍ؛څوکۍ،ډوډۍ،نجلۍ،نتکۍ؛نړۍ؛وړۍ؛خورکۍ؛ لورکۍ؛بوډۍ ؛ سپۍ؛نمسۍ؛اوسۍ،صدرۍ اونور .] نسبتي حالت ئې : [ کابلۍ؛کندهارۍ؛ هلمندۍ؛ میوندۍ ؛ مزارۍ؛لغمانۍ اونور . ] ستاینیز حالت ئې :
[ ګلالۍ؛لېونۍ؛کوچنۍ؛ خپلوۍ؛اوسنۍ؛کورنۍ اونور.] دغه ( ۍ ) یوازي د تورو په پای کي راځي .
۵:- همزه یي (ئ)دغه «يې» څرنګه چي لیدل کیږي خپل پر سر همزه لري،چي دغه همزه کوم فونکشن نه لري او دعربي همزه په شان نه دی خاص د نرمي ( ی ) د توپیر لپاره هلته دی،چي و پېژندل سي . دهمزه یي (ئ)ږغ یاغږ د نرمي ( ی ) او د درنې ( ۍ ) تر منځ یو سپک ږغ چي څه لاندي خواته کشیږي . تر ډېره بریده دکړونو (افعالو) (جمع مذکر)سره راځي . لکه : [ خورئ؛ کوئ،منئ؛چښئ؛راسئ؛ ځئ اونور .]
ځیني مهال کېدای سي، چي د نرمي ( ی)کار هم ځني واخستل سي؛ لکه څنګه چي پورته وښول سوه . همزه يي (ئ) د تورو په سر کي او په پای کي راځي . دتورو په سرکي لکه : ( ئې ) ضمیرمفرد غایب فاعل . [قلم ئې واخست .] د ګړو په پای کي لکه : خورئ؛ کوئ او نور .
۶:- سپکه یانیمواکه (یْ) دغه «یې » ترمخ تر دې چي پوهاند زیار صیب ورته متوجه شي دنرمي (ی) په نامه کارېده .پوهاند«زیار » ورته نیمواکه سیمي واولي (يy) ویلې ده . ماسپکه (یْ)ورته وویل او سربېره پر دې مي هم یوه «ګردې» نښه پرسرد دغي «یې» د پېژندو لپاره ورکړه، چي دنورو «یې ګانو» په ډول و پېژندل سي . دغه (یْ) تر ډېره حده د ګړو په پای کي راځي . لکه : [لُوی؛خوی؛ وای؛ شوای او نور .] دغه لیکنه ئې دزاړه لیکدود په شان ده،چي هلته لا دغه «یې» دنرمي «ی» په ډول پېژندل کېده . خو د دې مخ په ایسته که ژبپوهان،لیکوالان،اديبان او پښتوژورنالیستان موافقه وکړي؛ دغه نیمواکه یا سپکه «یْ» چي شپږمه «یې» «زیار» صیب بللې په دغه ډول په لیکدود کي معیاري کړي . دابه دلوستونکو او لیکونکو لپاره یوه لویه اسانتیا رامنځ ته کړي . نوی لیکنه : [لویْ؛خویْ؛ وایْ؛ دویْ؛ سوایْ یاشوایْ اونور .] اوس دغه سپکه یانیمواکه «یې» دژبښود یاګرامر له مخي ګورو. دغه (یْ) تر ډېره حده دنرینه نومانو په پای کي راځي . لکه : [ خدایْ «ج»؛ځایْ؛اشنایْ؛زویْ؛بوی؛لایْ؛ کالخوایْ؛ چایْ؛ رایْ؛پایْ او نور.] په کړنیز حالت کي :[تلایْ؛کولایْ؛سوایْ یاشوایْ؛وایْ؛ کړایْ، وهلایْ اونور . ]
ښاغلی پوهاند دکتور «زیار»صیب دغه «يې» دکلمو په سر او په منځ کي له لنډې (ي i) سره ګډه یا التباس بولي . لکه په یون؛یونل؛یووړ؛یوسه؛یاد؛بیا؛بېدیا؛یو؛یور ؛ژيړ(زېړ)؛ وریځ اونور. خو زما تر غوږو د دغو ګړو ږغونه یا غږونه د لنډي (ي) دي نه دنیمواکي یا سپکي (یْ)،چي په ډېر آسانه ډول ئې فونېم په [ ځایْ؛زویْ؛خویْ اولویْ ] کي اورېدل کیږي . او توپیر ئې دنرمي «یي» سره بیخي اورېدل کیږي .
اخځونه: د «زیار» صاحب لیکنه په تانده کي (۵ .۲ .۲۰۱۶) او داستاد م . «هوتک» صاحب لیکنه په لروبر کي