دخپریدو نیټه : 2016-03-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سپين ږېری پلار
بازمحمد روغوال
درې سکني ورونه وو، د دې درې واړو په منځو کې په کومه خبره سره جنجال پيدا شو، نو درې واړو سره تصميم ونيو، چې يو له بل څخه، جدا شي، نو د دې درې واړو تر منځ درې شيان مشترک وو، چې يو يې زوړ پلار، يوه چرګه او يو يې خر و. نو د تقسيم لپاره يې د کلي ملک راوسته، نو د کلي ملک د درې شيانو په تقسيمولو باندې پيل وکړ، نو مشر ځوی ته يې، ملک وويل : چې ته په درې شيانو کې کوم شی اخلې؟ نو مشر ځوی يې ورته وويل : چې زه خو په درې شيانو کې خر اخلم. دويم ځوی ته يې وويل : چې ته څه شی اخلې؟ نو دويم ځوی يې وويل : چې زه خو چرګه اخلم. نو درېيم ځوی ته يې وويل : چې ته څه شی اخلې هغه وويل : زه خپل پلار اخلم. نو ملک د مشر ځوی څخه پوښتنه وکړه، چې تا د څه په خاطر خر واخېسته او پلار دې وانه خېسته؟ نوهغه ورته په ځواب کې وويل : پلار خو مې زوړ شويدی، د ګټې، وټې او د بار وړلو څخه وتلی. دا خو سراسر تاوان دی، د هغه څخه خو؛ دا خر راته ځکه ښه دی، چې بار خو به راته وړي. دويم ځوی ته يې وويل : چې تا د څه په خاطر دا چرګه واخېستله؟ نو هغه هم ورته وويل : چې ما چرګه د دې لپاره واخېستله، چې چرګه خو به راته هګۍ اچوي او پلار خو مې دا کار نشي کولای. نو د کلي ملک درېيم ځوی ته ورمخ کړو، چې تا څنګه خپل پلار خوښ کړ؟ نو ده ورته په ځواب کې وويل : ما پلار د دې لپاره خوښ کړ، چې په نن ، سبا کې په خير سره مري، راشن کارت به يې، ماته پاتې شي او بې غمه به ، پرې مزې کوم.