دخپریدو نیټه : 2019-10-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نوی مجلس او زړه کیسه
نعمان دوست
تازه د غويي کودتاه تېره شوې وه. غوایان په وارداتي سرو وښو مست و. څوک یې په ښکرونو وهل او څوک په لغتو. په مجلس کې ناست مشر د همدې دور کیسه کوله. دا هغه وخت و چې دا سپین ږیری زلمی و او د لغمان د شیخ محمد حسین د عالي لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی و.
مشر ویل:
د عبدالاحمد په نوم ښوونکي راته د ریاضي او مثلثاتو درس را کاوه. خواریکښ، مخلص او تکړه معلم و. هغه وخت د کورسونو رواج نه و او حتی اړتیا یې نه محسوسیده؛ ښوونکیو دومره زیار ګاله چې زده کوونکیو به هر څه زده کړي و.
عبدالاحمد مې هم ښوونکی او هم ملګری و. کله کله به مو میلمه کاوه. په هغه شپه چې څنګه دسترخوان ټول شو؛ ښوونکي صیب وویل:
هلکه رښتیا ووایه؛ ما سره دې کله د اخوانیانو کتاب لیدلی؟ زه حیران شوم، ما ته دا کلمه نوې ښکاره شوه. ما ویل نه. بیا یې ویل: کله مې ټولګي کې پرته له درسه نورې خبرې کړي؟ ما ویل نه.
معلم صیب شیبه غلی شو او بیا یې ویل: خلقیان او پرچمیان مې اخوانی بولي. زه اخواني نه یم، یوازې پنځه وخته په جماعت لمونځ کوم او له کوچینوالي مې سپین رنګ جامې خوښیږي.
زه په فکر کې غرق شوم، د اخواني په مانا نپوهیدم. ځان سره مې ویل: خو اخوانی دې ورته وايي کنه؛ نو دې کې څه تاوان دی.
زه لا همدې کشمکش کې وم چې ښوونکي بیا د خبرو تار ونیو: زه له مرګه نه ډاریږم، ځان ته خپه نه یم. خپه دې ته یم چې ستاسو درسونه به نیمګړي پاتې نشي.
زما حیرانتیا لا پسې زیاته شوه. هیڅ نپوهیدم، اخوانی ګڼل او مرګ، سره څه رابطه لري.
راوي غلی شو. سر یې ښکته کړ. یو عمومي سکوت حکمرفا شو. ما ویل که کیسه ترې هیره شوه. ما ویل که نه غواړي کیسه وغځوي. شیبه وروسته یې سرې سترګې راپورته کړې او بیا یې ورو وویل: د هغه معلم بیا مړی او ژوندی معلوم نه شو.
عجیبه ده. دردونکې ده. دلته له هرې ډلې دغه شان زړه بوګنوونکې کیسې په میراث پاتې دي. سړی حیران شي، سړی نه پوهیږي. وګورئ؛سپی خپل همنوعه نه وژني، لیوه یې نه وژني، خر یې نه وژني خو د دې ځای انسان ...
دا دی هماغه د سرو او سپینو ډلو مشران پارلمان کې تر یوه چتر لاندې کیناستل. دولتي ادارو کې خوا په خوا کیناستل؛ د واک اخور ته یو ځای ودریدل؛ خو په زرګونو کسان یې خاورې لاندې کړل.
های،
د خدای پار دی. نور خپل خلک مه وژنئ. نور د نورو په اشارو د خپل ولس وژلو ته پلمې مه لټوئ. مشران به مو یو وخت خوا په خوا ناست وي، خاندي به؛ خو ستاسو بدنونه به د بې نومه هدیرو بې نومه میلمانه وي.
د لړم اوله، ۱۳۹۸