دخپریدو نیټه : 2020-04-11 مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني
د یوه هیواد پال افغان لخوا د پاکستان لومړۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه؛ د ډیورنډ کرښې کړکیچ او افغان ولس ته د ناموس سپکاوي قضیه
سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د یوه هیواد پال افغان لخوا د پاکستان لومړۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه؛ د ډیورنډ کرښې کړکیچ او افغان ولس ته د ناموس سپکاوي قضیه
څلورمه او ورستۍ برخه
د پاکستان لومړۍ وزیر لیاقت علي د وژل کیدو اصلې انګېزه او موخه څه وه ؟
د جنایې جرمونو په کریمینالستیکې پلټنو او څېړنو کې اکٍثراً د یو سړی د وژنې هڅونه او انګېزه د قاتل او مقتول ترمنځ په اړیکو کې پلټل کیږي. د لیاقت علي په سیاسي وژنه کې د قاتل او مقتول ترمنځ سیاسي انګیزه او سیاسي اړیکه د پښتون پښتون تر منځ د ډیورنډ استعماري کرښه او افغان ولس ته د ناموس سپکاوي په داېره کې پلټل کیداې شي. د پاکستان صدراعظم په خپلو ویناوو کې څو ځلې افغانستان ته او افغان ولس ته د افغانستان او پاکستان د کړکیچنو حالاتو له امله سپکاوي کړی وه. د همدې سیاسي سپکاوي له امله دغه سیاسي وژونکي پیښه رامنځته شوه .
د دې ادعا ثبوت دا هم دی،چې د پاکستان لومړنۍ صدراعظم لیاقت علي د وینا په مهال د پېنډۍ په ستره ِغونډه کې مخامخ د سید اکبر ببرک زی د تومانچې په ډوز وژل کیږي. مخکې تر دې چې په دې سیاسي قضیه باندې لږ نوره رڼا وچلول شي. لومړۍ باید د سید اکبر خان د شخصیت پېژندنه وشي او د وژنې انګیزه په لاندې دریو ټکو کې تر یوه بریده تشریح کیداې شي. د سید اکبر خان کورني روزنې او کورنې سیاسي چاپیریال ته په کتو سره د هغه د وژنې اصلي انګیزې او موخې ترینه راڅرګندې شي.
لومړې، د هغه روحي روانې حالت، دویم د هغه مذهبې احساسات او دریم ايا هغه دا سیاسي وژنه د استخباراتي کړیو په دستور یا لمڅون د پیسو ترلاسه کولو لپاره لکه څنګه چې پاکستاني رسنۍ ادعا ترسره کړي ده .
سید اکبر خان په ماشوماتوب کې د خپلو نورو وروڼو سره په خپل کلیوالي کورنې پښتني چاپیریال کې د مولوي عالم شاه څخه دینې زده کړې او ځانګړې ښوونه روزنه ترلاسه کړي وه. په ورځنې ژوند کې سید اکبر ببرک زی یو منځلارې مذهبې انسان وه. هغه روژه نیوله، پېنځه وخت لمونځ ادا کولو، د قرانکریم تلاوت کولو او د خپل وس ذکات هم ورکولو. هغه به تل د ایبټ اباد له مولویانو سره ناسته پاسته هم درلودله.
هغه خپل زوی دلارو خان ببرک زی په بېټ اباد کې یوه مدرن ښوونځې کې شامل کړی وه. کله نا کله له خپل کوچنی زوی سره د ایبټ اباد ښارګوټې په کولتوري محفلونو کې هم برخه اخیستله.
کله چې پاکستاني پولیسو د قتل پېښې ورسته د هغه کور تلاشي کړو، د کډوالې په لومړیو دریو کلونو کې د هغه په کور کې د قرانکریم دوې نسخې، د مولانا جلال الدین رومي مثنوي، د اعلامه اقبال لاهوري څو کتابونه او د نورو نوموتې پوهانو، سیاسي ادبې لیکنې او کتابونه د پاکستان پولیسو لاس ته ورغلل.
د همدې لیکنې په دویمه برخه کې د پیښې یوه عینی شاهد سلمان نثار د لیاقت علی د وژنې حقیقي داستان کې د سید اکبر په اړه لیکې؛ کله چې هغه د سید اکبر ببرک زی سره په غونډه کې د پیښې څخه څو شیبې مخکې خبرې اترې وکړې، عیني شاهد سلمان نثار لیکي، ما په هغه کې ډیر ژر یو ډیر مینه ناکه مخلص، صمیمي او د افهام تفهیم وړ سړی موند.
له دې لږ شواهدو څخه داسې انګیرل کیږي، چې سید اکبر خان په کافي اندازه دینې زده کړه درلوده او دنیاوي پوهه درلوده، په خبرو اترو کې انسانی کرامت، صمیمیت او ادب مراعتولي شو. له دې کبله ظاهراً په هغه کې د روحي او روانې اړخه هیڅ داسي څه نه ښکاريري، څو د هغه روانې حالت تر پوښتنې لاندې راوستل شي.
پوښتنه دا ده چې د سید اکبر خان ببرک زی د قتل انګېزه د بهرنیو استخباراتو لخوا یو لمڅونکی دستوری سیاسي قتل وه، که دا د هغه خپل یو خپل ذاتې انفرادي بیړنۍ غبرګوني عمل وه؟
بله بنسټېزه پوښتنه دا ده، ولې د پېښې په ځاې کې سیدا کبر خان ونه نیول شو؟ ولې دی سمدستي د پولیسو انسپکټر محمد شاه د رسمې تومانچې له خوا په پینځه ډزې ووژل شو ؟
کله چې د ګولیو غږ واوریدل شو، نجف خان په پښتو ژبه غږ یا خبرې وکړې، د همدې پښتو ژبې کارولو له امله پاکستاني سیاستوال، لیکوال او څېړنوال پوښتنه کوي، چې آيا نجف خان پوهیده چې قاتل یو افغان دی ؟ بیا پوښتنه کوي چې انسپکتر محمد شاه د سید اکبر ببرک زی ووژنکې هم په پښتو خبرې کولي شوې.
نجف خان د ګولیو ویشتلو په اور په کې په بیړنې حالت کې په پښتو ژبه غږ کوي او وایې : هغه وواژنئ، انسپکټر محمد شاه د نجف خان په امر تومانچه راویستله او پېنځه ګولې سید اکبر وویشتلو او د قتل په محل کې په ډیره بې رحمې سره ځای په ځای ووژل کیږي. د سید اکبر قاتل هم په پښتو ژبه پوهیدو او خبرې کولې شوې. د پاکستان د قتل د پلټنو پولیس پوښتنه کوي، چې ولې نجف خان په پښتو ژبه د سید اکبر د وژلو امر ورکړو. نجف خان په داسي یوه شیبه کې په پښتو خبرې کړي، کله چې هغه په سټیج کې ولاړ و او ډزې پیل کیږي، هغه په دې وژونکې حالت کې خپله مورنې ژبه پښتو کاروي. پنجابې مضر او منافق لیکوال او جنایې پلټونکې په دغه بیړنې وژونکې حالت کې د هغه پښتو ژبې کارولو ته د شک په سترګه ګوري او له هغه نه د اوردو ژبې ویلو تمه لري.
هغمهال د اوردو ژبه په پاکستان کې د ټولو پاکستانیانو لخوا یوه رسمې ژبه نه پېژندل کیده. نجف خان به خامخا په داسي یو بیړنې وژنونکې حالت کې په خپله مورنې ژبه پښتو خبرې کوي. دا د تور د ثبوت لپاره هیڅ ثبوت نه شي کیداې، څو دوی په وژونکې پیښه کې د نجف خان لاس لرلو ته لاره خلاصه کړي.
د پېښې پلټلو په یوه راپور کې راغلي دي، په دریځ کې لومړنې کس د لومړۍ وزیر لیاقت علی ژغورنې ته چې ورنږدې شو، هغه د راولپېنډۍ انګریز ډېپټی کمشنر جمېز هارډی وه.
د پولیسو مشر نجف خان د پېښې په اړه په خپله خبرپاڼه کې ویلې دي. هغه په دریځ کې د وزېر اعظم شا ته ولاړ وه، کله چې پر هغه باندې ډزې وشوې، د ډزو د وېرې له امله نجف خان سمدلاسه پر سید اکبر د ډزو کولو امر ورکړو.
د پاکستان څارنوالي لپاره تر ټولو مهم شاهد د پولیسو افسر محمد شاه دی. څوک چې ادعا لري سید اکبرخان ببرک زی وژلي دی. هغه وایي، دی د دریار لسو مترو په واټن کې ولاړ و. څارنوال وایې، ښایې دا واټن د درې څخه تر څلورو مترو پورې وي. کله چې سید اکبر خپل دریم ډز وویشت، له هغه ورسته شاهد خپله تومانچه راوایستله په سید اکبر خان باندې پېنځه ډزې وکړې، چې له امله د هغه مړینه یقیني کړل شوه. شاهد دا هم ومنله چې دا مهال د پېښې په ځاې کې یو ستر شورماشور، مخشوشونکې ګډوډې پیښه شوه، ټول خلک په دې ګډوډېو کې ډوب شول. له دې سره دا خبر سمه روښانه نه شوه، چې محمد شاه څنګه په دې وتوانیدو، چې په څو ثانیو کې ځان د بریدګر د وژنې لپاره چمتو کړي.
نېویارک ټایمز د وژونکې جرمي پیښې په اړه بیا لیکې: په دې پیښه کې یو ډیر عجیب او حیرانوونکې ناندریزه حقیقت پروت دی. هغه دا چې د لیاقت علي وژونکې سید اکبر د لومري کتار په چوکې کې کیناستل دی، چیر ته چې هغه ناست وه، هغه چوکۍ د سي اې ډي یا د پولیسو مامورینو او ځانګړو میلمنو لپاره ریزف شوي وې. په کوم ځای کې سیدا کبر خان ناست وه، هغه ځای تر ټولو ښه ځای وه، چې لیاقت علی په ډیره ښه توګه ترینه ویشتل کیداې شو.
پوښتنه دا ده چې سید اکبر خان د خپل یوولس کلن زوی سره سټېج ته مخامخ په لومړې کتار کې څنګه ناست وه؟ دا لومړې کتار د مسلم لیک ۱۳ غړو لپاره هم ځانګړي شوي .
که سید اکبر غونډې ته رسماً رابلل شوي نه و، بیا څنګه هغه په دې ستره مهمه رابلل شوي غونډه کې د سي آې ډي پولیسو او استخباراتې چارواکو لخوا ونه پيژندل شو.؟
هو؛ که سید اکبر خان ببرک زی ژوندي نیولې شواې واې، اوس به ټولې تېوریکې توطېې دسیسې به شتون نه درلودې. د اتل سیدا کبر خان وژنې سره سم د هغه د قتل موخې، انګیزې، اسرار او رازونه د خاورې سره خورو ته وسپارل شول. له دې امله د پاکستاني سیاسي رسنۍ تیوریکې توطیو ته او له فنټزیو ډکې پوروپاګنډې ته لاره خلاصه شوه.
د پاکستان لومړني صدراعظم لیاقت علي وژل کیدلو اصلې علت او د انګېزې راز د یوه هیوادپال ننګیالی افغان په ذاتې بېړنې غیرتې انفرادي غبرګون کې نغښتي وه.
سیاسي وژنه د سیاسي دلایلو له مخې په قصدي، غیر قانوني او نامشروع توګه د یو چا وژنې ته ویل کیږي. د وژونکې له انده، قرباني کیدونکی شخص معمولاً یو نه منل کیدونکی سیاسي اغېز پر خلکو لري او وژونکې تمه لري، چې هغه وژنه به د ده لپاره ګټوره پریوځي.
پوښتنه دا ده، ایا دغه سیاسي وژنه د سید اکبر خان ببرک زی خپله ذاتې شخصي انفرادي پریکړه وه؟
پاکستاني رسنۍ کله هم د لیاقت علي وژنه د یو شخص انفرادي جرم په ټوګه نه ده پېژندلي، له دې سره ډیرې بې شمېره پوښتنې راولاړې شوي دي.
د اوردو ژبې لاپ اخبار په حوله، صدراعظم لیاقت علی له هند څخه ۵۰۰۰۰۰ کلدارې رشوت یا بډې واخیستلې، څو له کشمیر څخه خپل لښکر ته د شاتګ امر ورکړي. تر دې امر ورسته د پاکستان لومړني وزیراعظم لیاقت خپل قوقونه او ملېشه یې ځواکونه شمالي وزیرستان میرانشاه ته ولیږل او ورسره سید اکبر خان ببرک زی ته یې دا بلنه ورکړه، څو په وزیرستان کې د پاکستانې ځواکونو مشري په غاړه واخلي، ځکه دوی ته دا پته وه، چې د ببرک خان ځدراڼ کورنۍ په لویه پکتیا کې یوه ډیر مخوره او د پښتنو په قبیلو کې یوه مطرحه کورنۍ پیژندل کیده. پاکستانې واکدارنو فکر کولو، د دې مرورې کډوالې کورنې له لارې کولي شي د افغانستان لپاره یو سر خوږی جوړ کړي، خو کله چې د وزېر اعظم لیاقت علی دا بلنه شهید سید اکبر خان ته ورسیده، هغه انکار وکړ، ځکه چې ده له خپل هیواد او خپلو خلکو سره دومره مېنه درلوده، چې د پردیو په لمسون د پردیو له پاره جنګیدل ورته بې ننګې د لوی شرم خبره وه.
په ۱۹۴۷ کال کې کله چې پاکستان د یوه انګریزي پلاره او یوې هندوې مور څخه وزېږیدو سمدلاسه له یوې خوا د هندوستان سره د کشمېر په لانجه کې او له بلې خوا افغانستان د پښتونستان مسئلې په مطرح کولو سره د دواړو تاریخي ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په کړکیچ کې راګیر شو. هممهاله پاکستان د هندوستان ضد او د افغانستان خلاف خپل پښتون افغان ضد پروپاګنډې او تخریبات پیل کړل.
په ۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ کلونو کې افغانستان په نړۍ کې او د ملګرو ملتونو په ټولوعمومي غونډو کې یوازېنې دولت وه، چې د پاکستان شتون نه منلو او د پاکستان په رسمیت نه پیژندلو باندې هم ټېنګار کولو. دا انکار یوازې او یوازې د ډیورند استعماري کرښې له امله وه. د دې سیاسي ډیپلوماټیک فشار او احتجاج له لارې افغان سیاسي واکمنوغوښتل، څو خپل پښتانه ورورنه بیرته په لوی افغانستان کې سره یو ځاې کړي. په ۱۹۴۹ کا ل کې دا مالومات د پاکستان د هغه مهال د ډایجست د مجلې مدیر عالیه الطاف حسین چاپ کړي وه.
پاکستاني انګریزي پوځې استعماري اشتبلیشمنټ هغمهال د سید اکبر ببرک زی ځدراڼ څخه داسي تمه لرله، لکه څنګه چې د شوروي اتحاد ضد جهاد پر مهال د افغان مجاهدینو له مشرانو څخه په پیښور کې درلوده، د افغان مجاهدینو غلام صفته سر ټیټې مشرانو د پنجابي پوځې اشتبلشمنټ ناروا موخو او لاسوهنو ته هیڅکله او هیڅ وخت غبرګون نه دی ښودلي.
له همدې امله د لیاقت علي په مشرۍ د پاکستان نوې حکومت سید اکبر خان ببرک زی ته په دې مهمه غونډه کې د ګډون لپاره بلنلیک استولی وه او سید اکبر خان ببرک زی د پاکستان حکومتي لوړ پوړو چارواکو سره سټیج ته مخامخ په لومړۍ کتار کې کینولي شوې وه. کله چې لیاقت علي دریځ ته وخوت او د افغانستان او افغان ولس توهین او سپکاوي د برادرانو ملت په ویلو سره پیل کړو.
سید اکبر خان د بلنلیک له امله خپل یوولس کلن زوی دلاور خان ببرک زی هم غونډې ته له ځانه بیولي وه. زوی د هغه په څنګ کې ناست وه. سید اکبر خان ببرک زی خپل زوی ته مخ ورواړولو، هغه ته یې وویل، زویه! زه ناست یم او زما په مخ کې د زما د وطن سپکاوي او بې عزتې کیږي، چې دا زما لپاره د منلو وړ نه ده. زویه ! ته ورخطا نشي، زه ځواب ورکوم.
د سید اکبر خان ببرک زی تومانچې خپل قانوني جواز یا لایسنس درلوده. سید اکبر خان ته او د هغه دووه وروڼو ته په ایبټ اباد کې د برتانوی هند حکومت لخوا د پښتنو دود او دستور مطابق ٬٬پښتانه مشرانو له ځانه سره وسله ګرځوله٬٬ دوی ته د ځان ساتنې لپاره یوه یوه تومانچه او توپکه سره د قانوني جواز سره ورکړل شوي وو.
سید اکبر ببرک زی هماغه خپله ۹ میلي متره جواز یا لایسنس لرونکې تومانچه له خپل څنګه راویسته او لیاقت علي باندې ډزې وکړې، لومړی ډز د صدراعظم پر سینه ولګید او دویم ډز یې په تندې ولګید.
په ۱۹۴۷ کال کې د اګست په شپاړسمه نېټه د یوه ننګیالی او توریالی افغان لخوا په کډوالي او جلاوطنۍ کې د پښتو او پښتونولې د اصولو په چوکاټ کې د خپل افغاني ننګ او غیرت ادا کولو لپاره په خپل ګران وطن او ویاړلي ولس باندې ننګ او غیرت وکړو، کله چې د پاکستان لومړنۍ وزېر اعظم لیاقت علي د هغه د ګران هیواد او ویاړلي ولس په توهینولو او سپکاوي باندې پیل وکړو، هغه یې په ګولۍ وویښت او له سټیج ښکته راوغورځولو. په ټول پاکستان کې څه باندې پنځوس کاله په شپاړلسم د ا کتوبر د لیاقت علي وژنې له امله عمومي رخصتي وه.
د انګریزانو په اوخور کې لوی شوي سر زورې منافق افغان پښتون دښمنه وزیر اعظم لیاقت علي د افغانستان سره د دوښمنۍ سیاست لرلو له امله هغه تل په خپلو ویناوې کې د افغان شاهي دولت، افغان ولس او د افغانستان ضد خبرې کولي. لومړې وزیر لیاقت علی به تل په خپلو ویناوو کې د افغانستان حکومت او افغان ملت ضد له سپکو سپور ډکې ویناوې کولې. همدې زهرجنو خبرو اترو او له توهین او سپکاوې ډکې سیاسي ویناوې د ننګیالی افغان سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ ننګ او غیرت او پښتنه وینه په جوش کې راوسته او هغه په یوه ښه فرصت او بیړنې غبرګوني حالت کې دې منافق مکار پنجابي دښمن ته د سلګونو زرو خلکو په منځ کې په ډګر د ګولیو په خوله ځواب ورکړو.
له وزېر اعظم لیاقت علي سره د شهید سید اکبر خان ببرک زی مخالفت هم له همدې ځایه پیلیږي، چې بالاخره دا مخالفت د لیاقت علي په وژل کیدو او د هیواد پال سید اکبر خان ببرک زی په شهادت پاې ته رسیږي.
پاکستانې سیاسي چارواکو، استخباراتې او سي اې دي پولیسو داسي فکر او اټکل کولو، چې سید اکبر خان ببرک زی د څو کلونو راهیسې دلته په نوی جوړشوي پاکستان کې د افغان شاهي دولت یو ناراضي او مخالف سړی دی. له دې امله دوی دې ته لیواله شوي وه، څو هغه د افغانستان ضدنوی سیاست کې وکاروي او هر څه چې سید اکبر ببرک زی ته ویل کیږي؛هغه به منې او خپل لاسونه به ورته پړکوي او د پنجابي پوځیانو د ګټو لپاره به د افغان ولس هر ډول سپکاوی به هم ورسره زغمي. لکه په افغانستان کې د پخوانې شوروي اتحاد یرغل او جهاد پر مهال، کله چې پنجابې جنرالانو او استخباراتې مامورینو د افغانستان د تباهی پلانونه جوړول، افغان جهادی مشرانو به ورته له خوښي مړه کیدل. دا ځکه چې د واک په دې لیونیو کې نه پښتو او نه ایمان اونه حب الوطن ما الایمان شتون درلود.
کله چې د شهید سید اکبر خان ببرک زی د شهادت خبر کابل ته ورسید، د افغان شاهي دولت له خوا د سید اکبر کورنې ته خبر ورکړل شو، چې دوی په جوماتونو کې د سید اکبر خان خان فاتحه نه شي اخیستلای، همدارنګه د هیواد ټولو رسنیو ته خبر ورکړل شوي وه، په خپلو خپرونو او خبرپاڼو کې د شهید سید اکبر خان د شهادت خبرونه خپاره نه کړئ. د یو مېړنې غرتمن افغان د شهادت په اړه د افغان شاهي دولت غبرګون تر ټولو خواشینونکی و. چا چې خپل ځان د افغان ولس او خپل پلارنې هیواد افغانستان لپاره په یوه تصور نه کیدونکې غبرګون کې قربان کړو.
تر اوسه هیڅ یوه افغان دولت رسماً د خپل ملي اتل شهید د سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ د قبر یا زیارت ځاي پوښتنه د پنجابي یا پاکستاني چارواکو څخه ونه کړه، چې چیرې مو خاور ته سپارلي دی ؟
د لیاقت علی وژل کیدو پر مهال د سید اکبر خان ببرک زی سره خپل یوولس کلن زوی هم شتون درلود. په غونډه کې د ګډوډیو او اله ګوله پر مهال هغه د پیښې له سیمې څخه په پېنډۍ کې یوه نږدې جومات ته پناه یوړله. په هماغه شپه یوولس کلن ماشوم لاور خان په جومات کې نیول کیږي او پاکستاني ظالم ریاست یو بې ګناه یوولس کلن ماشوم نهه کاله په زندان کې وساتلو.
د وژنې په هماغه لومړې شپه د سید اکبر مشر ورور نایب سالار زمرک خان ببرک زی هم په خپل کور کې د وسلو زیرمې درلودلو او د وژنې پلانونکي په تور نیول کیږي. هغه پاکستاني پولیسو د پنیډۍ تاڼې ته د پلټنو پوښتنو او ګروېژنو لپاره له ځانه سره یوړول کیږي. نایب سلار زمرک خان بیا سمدلاسه د پولیسو لخوا د پینډۍ روغتون سړې خونې ته وړل کیږي. چیر ته چې د شهید سید اکبر خان ببرک زی مړی یا جسد ساتل کیده او یو سپین څادر پرې غوړیدلي وه، د پولیسو مشر افسر د مړی څخه څادر پورته کوي او د نایب سلار زمرک خان څخه پوښتنه کوي، چې دا څوک دی، نایب سلار ور ته وویل، دا زما ورور سید اکبر خان دی، د پولیسو مشر جنرال افسر بیا پوښتنه وکړه، چې هغه ولې لیاقت علي وواژه؟ زمرک خان په ځواب کې ورته وویلي وه،. چې سید اکبر خان به مو نه وژلي او دا پوښتنه به مو له هغه نه په خپله کړی واې، زه پرې څه خبر یم، د دې پوښتنو او پلټنو ورسته نایب سالار زمرک خان درې کاله د پینډۍ ښار په یوه کور کې نظر بند وساتل شو. درې کله ورسته بیرته ایبټ اباد ته خپل استوګنځی ته خوشي کړل شو.
نایب سلار په داسي وخت کې خپل کور ته راغي، چې د پینډۍ د پلټنو پولیس د دې سیاسي وژونکې قضیې پایلې ته رسیدلي وه، چې سید اکبر خان ته د هیچا لخوا دستور نه دی ورکړل شوې او نه یې د چا په لمڅون او پیسو لپاره دا وژنه تر سره کړی ده، دغه عمل د ده خپله یوه شخصي انفرادي پریکړه وه، چې په یوه ډیر ځانګړي حساس بیړنې او فوري حالت کې هغه دغه عمل تر سره کړو.
د شهید ولسمشر محمد داوود خان لخوا د شهید ببرک زی کورنې د پخلا کولو هڅې
په ۱۹۷۶ کال کې شهید محمد داوود خان د ذولفقار علي بوټو په بلنه پاکستان ته سفر وکړو، دواړو مشرانو د ډیورنډ کرښې مسئلې د هوارۍ په اړه د خبرو اترو او سوله ییز حللار وړانډېز وکړو. شهید محمد داوود خان په سیمه کې یو وتلی عملي افغان سیاستوال سړی و، هغه ته دا مهال داسي ښکاریده، چې وسمهال د نړۍ سیاست دغې نړیوالې مسئلې حل په اړه مثبت نه را څرخي او ورسره نړیوال ملاتړ یې ډیر کمزورۍ دی.
دغي هیواد پال او ملتپال غیرتې شهید ولسمشر د اسلام اباد په سفر کې له شاهی دولت څخه مرور مشر زمرک خان ببرک زی د ملي خپلواکۍ اتل غازی ببرک ځان ځدراڼ له زوی سره ولیدل. شهید محمد داوود خان د نایب سالار زمرک خان او دغه زوی خلیل خان ببرک زی سره په اسلام اباد کې ولیدل. د دې لیدنې بندوبس په اسلام اباد کې افغان سفیر نوراحمد اعتمادي نیولي وه.
شهید محمد داوود خان، نایب سالار ته وویل؛ زه تاسو ته د یو دولتی فرمان له مخې کابل ته بلنه درکوم، څو خپل هیواد ته راشئ، او هلته به له ما سره د چارو په ښه پرمخ بیولو کې مرسته کوي. د دې ورتګ، لیدنې کنتني او خبرو اترو ورسته شهید محمد داوود خان د نایب سالار زمرک خان لپاره کابل ته د بیرته راتګ لاره هواره کړه، که څه هم نایب سالار زمرک خان خپل هیواد ته د تللو کومه اراده نه درلوده، خو د خپل میړنې غیرتمن ولسمشر خبره یې ومنله، زمرک خان د مشر له لیدنې کتنې سره سم د تیارۍ په حال کې و، چې په کابل کې د غویې کودتاه وشوله. په پاکستان کې له زمرک ځان سره د شهید محمد داوود خان لیدل کتل څه عادي خبره نه وه. د نایب سالار زمرک خان سره لیده کاته او د هغه بیرته راتګ په اړه مخکې له مخکې د ولسمشر محمد داوود خان حکومت لخوا ډیر کار ترسره شوي وه.
د نایب سالار زمرک خان زوم ډاکټر محمد فرید خان داوړ د نایب سالار زمرک خان په استازیتوب د ولسمشر محمد داوود خان له حکومتي چارواکو سره په کابل کې څو ځله خبرې اترې تر سره کړي وې. نایب سالار زمرک خان په شمالي وزېرستان کې د داوړ قبیلې له مشرانو سره د خپلوي او خیښۍ د بدل ریښتې درلودې.
په ایرلنډ هیواد کې د جراحي عملیاتو سر صبیب ښاغلی ډاکټر محمد فرید خان داوړ، ما ته (لیکوال ) ته په خپله په یوه ناسته کې داسي ویلې دي، چې دی خپله ډاکټر محمد فرید خان داوړ د خپل خسر او د خپلي خور خسر نایب سلار زمرک خان د بیرته تګ لپاره څو ځلې په غیر رسمې توګه کابل ته تللي وه، څو د ولسمشر محمد داوود خان د حکومت له مشرانو سره د نایب سالار زمرک خان د بیرته راتګ لارو چارو او شرایطو باندې خبرې اترې وکړي. د همدې اړیکو په بنسټ د ولسمشر محمد داوود خان او نایب سالار زمرک خان ترمنځ په اسلام اباد کې لیدنه تر سره شوه.
د دې وژونکی پیښې ورسته د شهید سید اکبر ببرک زی یوولس کلن زوی نهه کاله د پاکستان په زندان کې تیرل، له بند ورسته پاکستانی چارواکو هغه یې لاس تړلي د تورخم په دروازه کې افغان چارواکو ته ورتسلیم کړ، همدارنګه افغاني چارواکو هم لاس تړلی د کورنیو چارو وزارت ته راوست او هلته یې بندی کړو. هغه بیا د خپل تره د ولسي جرګې وکیل صیب شیر محمد خان ببرک زی د سخت احتجاج له امله خوشي کړل شو، کله چې مشر دا پوښتنه راپورته کړه، چې تاسو زما وراره دلاور خان په کوم جرم په بند کې ساتلي کیږي؟.
د پینډۍ سترې سیاسي غوندې ته د سید اکبر خان ببرک زی سره د هغه یوولس کلن زوی تلل دا په خپله دا ثابتوي، چې هغه غونډې ته وربلل شوي وه. کله چې یو څوک د کوم بهرني هیواد استخباراتي کړی څخه د یو سیاسی دستوري پلان شوي قتل لپاره پیسې ترلاسه کوي، هغه هیڅکله خپل یوولس کلنه زوی د وژنې ځای ته له ځانه سره نه بیایې. د لیاقت علي وژنه کومه ساده وژنه نه وه. لکه څنګه چې پاکستاني رسنۍ او چارواکې ادعا لري، چې دا وژنه یوه دستوري لمڅونکي سیاسي پلان شوي وژنه وه، د دوی لپاره دا ثبوت کافي دی، چې هیڅکله یو ساده یا پروفیشنل حرفوي قاتل انسان دې ته نه چمتو کیږي، چې خپل یوولس کلن زوی د یوې داسي نړیوالي سیاسي پیسې ځای ته له ځانه سره یوسي، چیرې چې د هغه د وژل کیدو چانس نهه نوې سلنه وه.
د لیاقت علي د وژنې په قضیه کې د سکاټلینډ یارډ کریمینالستیکي پلاوی پلټنې
کله چې پاکستاني جنایې پولیس د لیاقت علي د وژنې په پلټنه کې پاتې راغل، د پاکستان د وخت وزیراعظم محمد علي بوګره د انګریزانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو په نړیوال کچ پیژندلې شوې تر ټولو وتلې نوموتې تجربه لرونکي جرم پیژندونکې د کریمینالیستیک مامورین د انګریزانو سکاټلینډ یارډ د دې وژنې د پلټنو لپاره یو پلاوې راولیږي، د سکاټلینډیارډ د کریمینالستیکې پلټنو او څېړنو هم د سید اکبر خان ببرک زی د وژنې علت او انګېزه ثابته نه شواې کړه. دې کریمینالستیکي پلټونکي پلاوې دا سیاسي وژنه د سیمو هیوادونو د سازشونو او لاسوهنو د پلان شوي سیاسي دسیسو سره، د سیمه ییزو سیاسي اړیکو د نا خوښۍ سره تړاو نه درلودل تائیدل کړل. همداراز د همدې پلټونکې پلاوی لخوا دا وژنه د افغانستان شاهي دولت له لورې یوه سیاسي پلان شوی وژنه ونه پیژندل شوه او د دې سیاسي وژنې پلان نه په کابل کې او نه په کراچې کې طرح شوي وه. هیڅچا سید اکبر دې سیاسي وژنې ته د پیسو اخیستلو په بدل کې نه دی لمسولي. اصلاً سید اکبر ببرک زی د پاکستان د ډیورنډ کرښې سیاست سر سخته مخالف وه.
د انګلیستان حکومت د سکاټلینډیارډ د استخباراتو یو تجربه کاره ماهر افسر مسترسی ډیلیو پورین په نامه خپلې اوو میاشتنیو پلټنو سر ته ورسولې او په خپل تحقیقاتې راپور کې ۱۶.۰۶.۱۹۹۵۵ نېټه لیکې: دغه راپور د پاکستان د کورنیو چارو وزیر جنرال سکندر میرزا ته هم وړاندې کړل شوي دی. دغه څېړنیزه راپور ۶۶ پاڼو او شپاړلسو څپرکې کې لیکلي شوي دی. چې په کې راغلي دي: دغه ترور د سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ خپل ذاتې او شخصي کار و، د چا لاس او لمسون په کې نه شته او کومې پیسې چې د سید اکبر خان په کور کې موجودې وې، هغه ټولې د ده شخصي ملکیت و، ځکه هغه ته د انګریزانو له خوا هر میاشت ۴۵۰ کلدارې معاش مقرر و. کله چې ښاعلي پورین د ده ټوله شتمنې مالومه کړه، په پای کې دې نتیجې ته ورسید، چې د ده په کور کې موجوده شتمنې د هغو پیسو یوه کوچنۍ برخه وه، چې د ده کورنۍ به هره میاشت سپمولې او نورې به یې په مصرف رسولې، خو د پاکستان حکومت په دې ټېنګار کاوه، چې سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ دغه ترور د پیسو په بدل کې کړی دی، چې ښاغلی پورین په خپل راپور کې د پاکستان دغه ادعا رد کړي ده، ځکه هغه ته مالومه شوه، چې دغه کار سید اکبرخان له خپل دین او خپل وطن سره د بې کچې مینې پر بنسټ تر سره کړی دی.
دا قتل د سید اکبر خان خپل ذاتې او انفرادي عمل وپیژندل شو، د قتل انګیزه،علت او اسباب د افغانستان په کورنیو چارو کې د لیاقت علي لاسوهنه هم ښودلي شوي. ځکه د پاکستان حکومت له سید اکبر خان څخه دا غوښتنه کړي وه، څو د هغې پلان مشرې په غاړه واخلې، کوم چې د افغانستان په وړاندې د جګړې خبرې په کې شاملې وې .همداراز د کشمیر په جګړه کې د ځښتو ډیرو پښتنو وژل کیدو سره هم تړاو درلودلي شي.
پاېلې:
د نهو شپیتو کلونو راهیسې د پاکستان په تاریخ کې د لیاقت علی د وژنې په اړه دوروغجني، تیوریکې دسیسې، له مبالغې او فنټزېو ډکې لیکنې، پوروپاګنډونه او بحثونه روان دي.
د لیاقت علې د قتل څیړولو او پلټنو په قضیه کې د پاکستان جنایې کمیسیون او د انګلینډ سکاټلنېډ یارډ کریمینالستیک متخصصین او استخباراتې چارواکې په دې نه دي توانیدلي، څو د وژنې په دې قضیه کې د افغانستان او امریکا حکومتونو لاس لرلو ثبوت وړاندې کړي او نه یې د نوموړو حکومتونو څخه په دې اړه د پوښتنو ګروېژنو جراات درلود. لکه څنګه چې پاکستاني لیکوال او رسنې ادعا لري، ګڼې لیاقت علی د امریکایې سیاست د نه تعقیبولو له امله وژل شوي دی. همداراز د لیاقت علي وژنه د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د کشمیر پټ تړون د لغوه کیدلو سره هیڅ تړاو نه لري.
د صدراعظم لیاقت علي د وژنې په اړه د پاکستان دورغجنې رسنۍ په خپله خوښه له حقایقو تېښې د سازشونو ډول ډول تیورګانې جوړې کړي دي، کله لیکي؛ د لیاقت علی د وژنې قضې په اړه د پلټنې ټول مهم سندونه او حقایق د الوتکې د لویدو له امله سوځیدلي دي. بیا وایې د لیاقت علي د قتل دوسیې اړوند ټولې دسیسي او سازشونه یې څېړلي او پلټلي دي.
لنډه دا چې د لیاقت علي د قتل څېړنې لپاره جوړ شوي کمیسیون په ټولیږه توګه هیڅ راز شواهد او ثبوتونه نه دي وړاندې کړې، چې تیرینه د وژنې اصلې علت او انګیزه ثابته شي. د ټولو بیانونو او شواهدو د څیړلو ورسته د قتل پیښې د تفتیش کمیسیون درې احتمالي تیروتنې په ګوته کړي دي، د دریو علتونو څخه دوه یې توطېې د ملي ګټو خلاف نه دي اعلان کړي، دریم دلیل د سید اکبر خان د خپلو ذاتې افکارو څخه د قتل علت او انګیزه رازیږیدلي ښودلي شوي ده. د تفتیش کمیسیون درې نورې پوښتنې هم راپورته کوي، ایا د سید اکبر روانې توازن نه لرلو، ایا لومړې وزیر د کشمیر د مذهبې تعصب پالیسې له امله یا د افراطیت ضد پالیسو له امله وژل شوی دی. دا پوښتنې ټولې پاس ځواب شوي دي.
د راډیو پاکستان مسوولین باید په خپل ارشیف کې هغه په ژوندې بڼه ثبت شوي او پټه ساتل شوي خپرونه کومه چې په ۱۹۵۱ کال کې د اکتوبر په شپاړلسمه نیټه د راولپېنډۍ په کمپنۍ باغ کې صدراعظم لیاقت علي په ژوندي بڼه د ګوستاخي مهمه وینا کوله دوی ثبت کړي ده او خپل ارشیف کې پټه ساتلي ده. اوس راوباسي، څو د لیاقت علي د قتل انګیزه او علت سم مالوم شي.
د شپږ پنځوس کلن لومړنی وزیر اعظم لیاقت علی د وژنې څخه نن پوره نهه شپیته کاله تیرشوي دي، خو تر دې دمه عام خلک په ځانګړي توګه پاکستانیان د دې سیاسي وژنې د انګیزې په هکله بې خبره ساتل شوي دي یا بې خبر پاتې شوي دي.
د پاکستان په تاریخ کې د لیاقت علی د وژنې انګیزې سیاسي سازشونو، توطېو، فنټزیو او معماو ډکه یوه دورغجنه پیښه ده. د پاکستان صدراعظم د وژنې قضیه د پاکستان له واکدارنو څخه، سیاسي مشرانو ته، له سیاستوالو لاس څخه بیا د ښه سمبالښت لپاره حکومتي چارواکو لاس ته ورلویږي، بیا د لیاقت علي د وژنې قضیه پلټنو دنده مرکزي پولیسو ته ورسپارل کیږي، بیا د هغو پولیسو الوتکه سقوط کوي، کومو چې پلټنه کړي ده، هغه ټول په کې مړه کیږي او په پایله کې ټول کاغذونه، شواهد او سندونه وسوځول شوی اعلان کیږي. پاکستان د مرمزو سیاسي قتلونو هیواد دی. په همدې لیاقت باغ کې د میرمن بې نظیر بوټو مرمز قتل یادونه کولي شو. یوه خبر دې پنجابې لیکوال په ښکاره واري، چې انګریز لیاقت علی خان نه د متحده ایالاتو حکومت او نه د افغان شاهی دولت له لورې وژلې دی.
د دې سیاسي جنایې قضیي مهم اصلي علت او انګیزه د اتل سید اکبر خان ببرک زی د خپل ګران وطن سره مینه او د خپل اتل ولس په ننګ او غیرت دریدولو سره تړاو لري. دا د هغه د پښتنې ننګ او افغاني غیرت له انګیزه سره تړاو لري، دا هغه څه دي چې تر اوسه چا پاکستانیانو ته سم نه دی روښانه کړي.
ټول ریښتېنې پښتانه افغانان باید د دې سیاسي وژنې حقایقو ته په کتو سره د دې قضیې له اصلي انګېزو خبر شي، چې دا سیاسي وژنه د یوه غیرتمن مېړنې پښتون افغان د بیړنې غبرګون د هغه هیواد پالنې او ملتپالنې سره تړاو درلود.
تر ټولو ورستۍ پوښتنه، ایا سید اکبر ببرک زی په ریښتیا په خپله د لیاقت علی د وژلو پریکړه د خپل پښتني افغاني ننګ او غیرت په دایره کې کړي وه ؟ د دې پوښتنې ځواب هو دی. دا وژنه سید اکبر د خپلې ژورې هیواد پالنې او ملتپالنې احساس په چوکاټ کې د هغه یو انفرادي یا فردي عمل وه. هو، د پاکستان صدراعظم لیاقت علی د خپلې بد رد ویونکي او ګوستاخي خولې او د افغان ولس د سپکاوي او توهینولو پالیسیو له امله ووژلي شوي دی.
پای