دخپریدو نیټه : 2021-12-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
بهرنۍ تبادله (Foreign Exchange)
امان الله ورین
یادونه: بهرنۍ تبادله د پیسو اقتصاد او نړیوال اقتصاد په برخه کې خورا پراخه موضوع ده چې بدلون یې اقتصاد تر اغیز لاندې راولي. دا چې په کوم حالت کې د تبادلې کچه د هیواد په ګټه یا په زیان تمامیږي، د موضوع بیل اړخ دی چې دلته یې تر بحث لاندې نه نیسو او یوازې په هغو برخو غږیږو چې په اوسني وخت کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت سره اړیکه لري.
په نړۍ کې هیڅ هیواد نشته چې خپلې ټولې اړتیاوې په خپله پوره او پر ځان بسیا وي. یا هم په بل ډول؛ له نورو هیوادونو سره د توکو او چوپړتیاؤ راکړه ورکړه ترسره نه کړي. همدا راز د هیوادونو ترمنځ د توکو او چوپړتیاؤ راکړه ورکړه هم ثابت حالت نه لري. کله چې له یو هیواد څخه توکي او یا هم خدمتونه بل هیواد ته صادریږي، نو په وړاندې یې پيسې ترلاسه کوي او کله چې نوموړی هیواد له نورو هیوادونو څخه توکي او یا هم خدمتونه واردوي، په وړاندې یې پيسې تادیه کوي. نو په دې توګه، هیواد، کاروبار او یا هم کس ته د پيسو تادیه ځینې وخت له ستونزو سره مخ کیږي.
د ساري په توګه: دا چې په نړۍ کې یو ډول پیسې د تبادلې د وسیلې په توګه نه کارول کیږي، نو له همدې امله د یو هیواد پولي واحد د بل هیواد د پولي واحد په وړاندې باید تبادله شي، ځکه چې د یو هیواد پولي واحد په بل هیواد کې د چلښت وړ نه وي نو په دې توګه د یو هیواد د پولي واحد په وړاندې د نورو هیوادونو د پولي واحدونو د تبادلې په برخه کې هم ځینې ستونزه راولاړیږي.
بهرنۍ تبادله د بهرنۍ سوداګرۍ د تادیاتو په برخه کې مهم رول لوبوي. لکه څرنګه چې پوهیږو د هر هیواد پولي واحد د نړیوالو تادیاتو او نړیوالو پورونو د تصفیې په برخه کې د منلو وړ نه وي. نو په دې ډول، هغه جوړښت (میکانیزم) چې له مخې یې په بهرنیو پيسو کې بهرني پورونه او تادیات د ملي پيسو د تبادلې په وسیله تصفیه او یا هم تادیه کیږي، له بهرنۍ تبادلې څخه عبارت دی.
یا هم دا چې، بهرنۍ تبادله له هغه میکانیزم څخه عبارت دی چې له مخې یې د یو هیواد پولي واحد د بل هیواد د پولي واحد پر وړاندې تبادله کیږي.
او یا هم دا چې، بهرنۍ تبادله له هغه جوړښت څخه عبارت دی چې له مخې یې د یو هیواد او نورو هیوادونو ترمنځ نړیوال تادیات ترسره کیږي.
د بهرنۍ تبادلې اصطلاح هم په محدوده او هم په پراخه مفهوم کارول کیږي چې په محدود مفهوم، بهرنۍ تبادله یوازې د بهرنیو پیسو په وړاندې کارول کیږي.
د ساري په توګه: د امریکا د متحده آیالتونو ډالر د افغانستان لپاره بهرنۍ پيسې ګڼل کیږي او د افغانستان پولي واحد (افغانۍ) د امریکا د متحده آیالونو لپاره بهرنۍ پيسې ګڼل کیږي.
خو په پراخه مفهوم بیا بهرنۍ تبادله د نړیوالو راکړو ورکړو او یا هم تادیاتو په برخه کې د پيسو د تبادلې له جوړښت (میکانیزم) څخه عبارت دی او هغه میتود تر پوښښ لاندې راولي چې له مخې یې:
• د یو هیواد پولي واحد د بل هیواد د پولي واحد په وړاندې تبادله کیږي؛
• هغه بڼې چې له مخې یې تبادله ترسره کیږي؛ او
• هغه تناسب چې له مخې یې تبادله اغیزمنه کیږي.
د بهرنیو پيسو د تبادلې کچه څنګه ټاکل کیږي؟
د یو هیواد پولي واحد پر وړاندې د بل هیواد پولي واحد تبادلې ته د تبادلې کچه ویل کیږي (د بهرنۍ تبادلې ډولونه ډیر دي چې دلته یې تر بحث لاندې نه نیسو) او یا هم په بله اصطلاح: د یو هیواد د پولي واحد پر وړاندې د بل هیواد پولي واحد قیمت ته د تبادلې کچه ویل کیږي.
د ساري په توګه: که یو امریکایی ډالر د ۱۰۰ افغانیو په وړاندې تبادله شي، نو د دواړو هیوادونو پولي واحدونو ترمنځ د تبادلې کچه ډالر ۱ =۱۰۰ افغانی کیږي.
د تبادلې کچه د یو هیواد پولي واحد د بهرني پير ځواک (Purchasing Power) هم څرګندوي چې د پولي واحدونو د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کیږي. نو په دې ډول بهرنیو پيسو ته په لاندې حالتونو کې تقاضا لوړیږي:
• له بهر څخه د توکو د واردول؛
• بهر ته د سیلانیانو او ناروغانو تلل؛
• بهر ته د درس په موخه شاګردانو او محصلینو تګ؛
• په کور دننه کارګران چې بهر ته پيسې لیږي؛
• په بهر کې د قیمتي پاڼو(Securities) پيرودل؛
• په بهر کې پانګونه؛
• له بهرنیانو سره مرستې؛
• بهرنیانو ته د سود او پور بیرته ورکړه او نور.
همداراز؛ په لاندې حالتونو کې د بهرنیو پيسو په عرضه کې زیاتوالي راځي:
• نورو هیوادونو ته د توکو صادرول؛
• له بهر څخه د سیلانیانو، ناروغانو او شاګردانو راتګ؛
• په بهرني بازار کې د قیمتي پاڼو پلور؛
• د بهرنیانو له لوري د سود او پور بیرته تادیه کول؛
• د بهرنیانو له لوري مرستې؛
• د بهرنیانو له لوري پانګه اچونه او نور.
د بهرنۍ تبادلې پر کچه اغیز لرونکي عوامل
په نورمال حالت کې د تبادلې کچه د لاندې فکتورونو په وسیله تر اغیز لاندې راځي:
1. د توکو پيرل (Purchase of Goods): که د یو هیواد اوسیدونکو له لوري د بهرنيو توکو د پير خواهش لوړ وي او د بهرنیانو له لوري د نوموړي هیواد توکو پير خواهش کم وي، نو د ملي پولي واحد ارزښت د اسعارو پر وړاندې ټیټیږي او د تبادلې کچه لوړیږي او برعکس د تبادلې کچه هم ټیټیږي. یا هم په ساده بڼه؛ که چیرې د هیواد واردات د صادراتو په پرتله ډير وي، نو ډیر بهرنۍ اسعار بهر ته جریان پیدا کوي او په دې توګه د ملي پولي واحد ارزښت ټیټیږي او د تبادلې کچه لوړیږي، برعکس د ملي پولی واحد ارزښت لوړیږي او د تبادلې کچه ټیټیږي.
2. په کورنیو عوایدو کې زیاتوالی (Rise in National Income): کله چې د یو هیواد کورني عواید لوړیږي، نو وارداتو ته میلان هم زیاتیږي (که چیرې کورني تولیدات بسنه نه کوي) چې په دې حالت کې هم بهرنیو پيسو ته په تقاضا کې زیاتوالي راځي او په دې توګه د بهرنیو پيسو په وړاندې کورنۍ پيسو ارزښت راکمیږي او د تبادلې کچه لوړیږي.
3. د قیمتونو کچه (Price Level): که چیرې په نورو هیوادونو کې د قیمتونو کچه د کورنیو قیمتونو کچې په پرتله لوړه وي، د وارداتو په پرتله د صادراتو اندازه لوړیږي، د کورني پولي واحد په ارزښت کې لوړوالی راځي او د تبادلې کچه ټیټیږي. برعکس یې ارزښت ټیټیږي او د تبادلې کچه لوړیږي.
4. پانګونه (Investment): کله چې داخلي پانګوال په بهر کې پانګونه کوي، نو بهرنیو پیسو ته تقاضا لوړیږي، د بهرنیو پيسو په ارزښت کې هم لوړوالی راځي او د تبادلې کچه لوړیږي. برعکس د کورنیو پيسو په ارزښت کې لوړوالی رامنځته کیږي او د تبادلې کچه ټیټیږي.
5. د سود کچه (Interest Rate): که چیرې په بهر کې د سود کچه لوړه وي، کاروبارونه هڅه کوي خپل پانګه بهر ته ولیږدوي، د هیواد پیسې په بهرنیو اسعارو تبادله کوي او د تبادلې کچه لوړیږي او برعکس د تبادلې کچه ټیټیږي.
6. همداراز د سیلانیانو، ناروغانو، محصلینو او کارګرانو تګ او راتګ او نور د پیسو عرضه او تقاضا تر خپل اغیز لاندې راولي چې د پيسو ارزښت او تبادلې کچې په ټاکنه کې هم رغنده رول لوبوي.
په همدې ډول؛ د اقتصادي اصل له مخې، د تبادلې کچه په آزاد بازار کې د پیسو عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کیږي. خو پوښتنه دا ده چې اوس دلته افغانۍ بازار ته ډيره عرضه شوې او که اسعار په بازار کې کم شوي دي؟ لکه څرنګه چې لیدل کیږي، نه هم افغانۍ بازار ته ډيره عرضه شوې او نه هم اسعار دومره کم شوی دي چې د تبادلې کچه دومره لوړه کړي. نو ولې د افغانیو ارزښت کم شوی دی. د یادولو وړ ده چې افغانۍ د سیمې په کچه یو باثباته پولي واحد دی او آن د ځینو هیوادونو (پاکستان او ایران) پولي واحدونو په پرتله خورا پیاوړې ګڼل کیږي. په هر حال؛ زما په آند ددې پوښتنې د ځواب بنسټیز عوامل په لاندې ډول دي:
1. رواني عوامل: دا چې په دې وروستیو کې د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول امریکايي ډالرو ارزښت لوړ شوی دی، تر ټولو لوی عامل یې د وګړو رواني وضعیت ګڼل کیږي. که چیرې وګړي په رواني ډول د ملي پیسو کارولو او ساتلو په برخه کې ډاډ ترلاسه کړي، نو له شک پرته به افغانۍ هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت تر ډیره وساتي. په دې برخه کې د رسنیو (په ځانګړي ډول انځوریزې او ټولنیزې رسني د وګړو رواني وضعیت تر اغیز لاندې راولي) له لوري له حقایقو پرته ناوړه خبرونه او ګنګوسې خپرول خورا ناوړه اغیزې کوي. په همدې ډول؛ د وګړو او کاروبارونو له لوري په امریکايي ډالرو او یا هم نورو اسعارو باندې د شتمنۍ اړول هم له رواني اړخ سره اړیکه لري.
2. د ځینو محتکرینو له لوري په راتلونکي کې د ډالر په ارزښت کې د لوړوالي څخه د ګټې ترلاسه کولو په موخه د امریکايي ډالرو احتکار.
غوره ګڼم چې د احتکار برخه د یوې عملي بیلګې په وړاندې کولو سره لا روښانه کړم:
د ډسمبر په پیل کې د یو امریکايي ډالر پر وړاندې نږدې ۹۶ افغانۍ تبادلې کیدې په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د تبادلې کچه آن تر ۱۲۵ افغانیو ورسیده. اوس که داسې وګڼو چې احتکار کوونکو (تر ډيره د ګوتو په شمیر وي) په دې موده کې ټول یو میلیون ډالر (په منځني ډول یو ډالر ۱۱۵ افغانۍ) د افغانیو پر وړاندې تبادله کړي دي. اوس داسې انګیرو چې د تبادلې کچه ۹۵ ته ښکته شي، نو احتکار کوونکي په یو میلیون ډالرو کې نږدې ۲۰ میلیون افغانۍ ګټه کوي.
3. د نامسئولو څیړونکو او رسنیو د نیمګړو او ناقصو راپورونو له امله د ګنګوسو رامنځته کیدل.
4. د ډالرو قاچاق.
کیدای شي چې ځینې نور عوامل لکه د نړیوالې ټولنې مرستو کموالي، د پولي سیاست یوې وسیلې په توګه؛ د ډالرو لیلام کموالی، بهر ته د ځینو هیوادوالو تګ او په دې ډول د ډالرو لیږد او نور هم د تبادلې کچه تر یوه بریده تر اغیز لاندې راولي، خو ددې اغیزې به ډیرې کمې وي او بنسټيز عوامل یې پورته ذکر شوي دي.
نو ددې لپاره چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ خپل ټیکاو وساتي، اړینه ده چې:
1. د اسعارو محتکرینو او قاچاق کوونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته شي.
2. د هیواد مسلکي او کارپوهو وګړو یو ټیم جوړ شي څو د افغانۍ ارزښت ټیکاو په موخه هر اړخیزه طرحه جوړه او په جدي ډول پلې کړي.
3. انځوریزې، چاپي، برِښنايي او ټولنیزې رسنۍ باید مسلکي او پر حقایقو ولاړې څیړنې او تحلیلونه وکړي او عامه ذهنیت ګډوډ نه کړي. له سرغړوونکو سره جدي چلن وشي.
4. د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادولو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره هر اړخیزې خبرې وشي.
5. د شونتیا تر بریده بهرنۍ مرستې ډیرې او په نغده ډول هیواد ته ولیږدول شي.
6. وګړي باید پر خپل پولي واحد تکیه وکړي او په راکړه ورکړه کې یې وکاروي د سر غړوونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته شي.
7. د افغانستان بانک او نور مسئول چارواکي د تل په څیر وګړو ته د افغانیو د ارزښت ساتلو په برخه کې لا ډیر ډاډ ورکړي.
د یو پرمختللي او هوسا افغانستان په هیله