Brüder Grimm:لیکونکي
دکوچنیانو له پاره لنده کیسه
په یوه ډ یره پخوانې زمانه کې یوه پا چا ژوند کاوه. دی ناروغ شو. ناروغي يې دومره سخته شوه چې هیچا دا باور نه کاوه چې بیرته به جوړ شي. دې پاچا د رې زامن د ر لود ل. د وی ډیر خپه وو، باغ ته راکوز شول او ژړید ل. یو زوړ سړی ورسره مخامخ شو او ويې پوښتل چې:« تاسې ولې دومره خپه یاست.» دوی ورته وویل چې:« پلار مو ډیر سخت ناروغ دي، شاید له ناروغۍ مړ شي، ځکه چي هیڅ ډول دوا مرسته نه شي ورسره کولی.» زاړه ورته وویل چې:« زه يې په درمل پوهیږم. دا در مل د ژوند اوبه دي. که دی دا اویه وچیکي نوبیرته به جوړ شي: خو د دې اوبو پیدا کول اسان کار نه دی.» مشر زوی يې وویل چې.« زه غواړم چې دا اوبه پیدا کړم.» رنځور پاچا ته ورغي، اجازه يې ترې وغوښته چې په اوبو پسې لاړ شي، ځکه یوازې دهمدې اوبو په چیکلو له دې ناروغۍ نه جوړیدلی شي. پاچا وویل چې:« نه، دا ډ یر خطرناک سفر دی، مه ځه ! تر دې دا ښه ده چې زه مړ شم.» سهزاده تر هغوی ټینګار کاوه، تر چې پاچا ورسره ومنله. دی په خپل زړه کې په دې فکر وچې:« که دا اوبه مې پلار ته راړم، نو تر نورو به زه ډیر په ګران شم اوپاچا هي به په میراث کې ماته راکړي.»
مشر شهزاده په آس سپور او په سفر روان شو. د څه مودې مزل نه وروسته په لار کې یو کوچنی سړو کی په مخه ورغی او پوښتنه يې ترې وکړه چې:« چیرته دومر ه په بیړه روان يې؟» شهزاده په کبر او غرور ورته وویل چې:« احمقه ټیټکیه! زه تا ته د ځواب ور کولو اړتیا په ځان کې نه ویم او خپل سفر ته يې دوام ورکړ.» دا وړوکی سړوکی ډیر په غوسه شو اوخیرې يې ورته وکړې. شهزاده دغرونو تر منځ په یوه تنګي ور برابرشو، هر څومره چې دی وړاندې تله، په هغه اندازه تنګی هم تنګیده، تر څو تنګی دومره تنګ شو چې نور يې یو ګام هم مخ په وړاندې نه شو اخیستی، داامکان هم نه و چې آس بیر ته راوګرځوي اویا د آس نه کوز شي. هلته د بند یوان په شان بند پا تې شو. رنځور پاچا ډیر انتظار وایست خو شاهزاده رانه غی. اوس نو دا دوهم زوی پا چا ته ورغی او ورته ويې ویل چې:« پلاره! ماته اجازه راکړه چې دژوند اوبه ولټوم.» اوله ځان سره يې ویل چې که ورور مې را نه غی نو پاچاهي ماته پاټې ده. په اول کې خو پاچا ده ته هم د تګ اجازه نه ورکوله، خو اخر يې ور سره ومنله. شهزاده راووت اوپه هغه لار روان شو چې ورور يې په تللی و او دی هم په لار کې دټیټکي سړوکي سره مخا مخ شو او ترې ويې پوښتل چې:« چیرته په دومره بیړه روان يي.» شهزاده په کبر اوغرور ورته وویل چې:« ته وړوکیه سړو کیه زما د ځواب وړ نه يې.» او بیله دې چې شا ته وګورې ځپل تګ ته يې دوام ورکړ. سړوکي ده ته هم دهغه د ورور په شان ښیرې وکړې. دی دغرونو په منځ کې په تنګ تنګي ور برابرشو چې نه وړاند ې تللی شو او نه بیرته را ګر ځیدلی شو. د کبر جنو او مغرور حال به همداسې وي.
کله چې دا دوهم زوی يې هم پا تې راغی، نوکشر زوی د پلار نه وغوتل چې ده اجازه ور کړي، ترڅو دژوند او به ورته راوړي. پاچا بالاخره مجبور شو چې ده ته هم اجازه ورکړي. کله چې دی په لاره د ټیټکي سړي سره مخامخ شو او هغه پوښتنه ور نه وکړه چې:« چیرته داسې په بیړه روان يې؟» شهزاده و درید، د دوی تر منځ سوال او ځواب پیل شو اوشهزاده ورته وویل چې.« پلارمې د
مرګ په حات کې دی او زه د ژوند اوبه لتوم.» سړوکي ورته وویل چې:« پوهیږې چې دا اوبه چیرته پیدا کولی شې؟» شهزاده وویل چې:« نه.» سړوکي ورته وویل چې:« داچې ته یو ښه ، اخلاقي اودروند سړی يې او د نورو غلطو وروڼو په شان دې کبرجن او مغرور نه يې نو زه در ته وایم چې ته څنګه د ژوند اوبو ته ځان رسولی شې. دا اوبه د یوه جادو شوي قصر په انګړ کې له یوې چینې نه را بهیږي. ته به هلته تر هغو نه ور ننوزې، ترڅو چې یوه اوسپنیز ډانګ او دوې ډوډۍ د ر کړم. په ډانګه به د قصر در وازه د رې واره ووهې، دروازه به خلاصه شي، دننه دوه مزریان پرا ته دي اولار يې بنده کړې ده. هره یوه ته یوه ډوډۍ ور واچوه. دوی به غلي شي. په دې وخت کې منډه کړه اوتر دولس بجو پورې دژوند اوبه راوړه او که ځنډ شو، دروازه بیا بند یږي او ته به بند پاتې شې.»
شهزاده مننه ترې وکړه، ډانګ اوډوډۍ يې دځان سره واخیستل او د قصر په لور روان شو. کله چې وروسید، ويې لیدل چې، ټول شیان داسي دي، لکه څنګه چې وړوکي سړي ورته ویلي و. د ډانګ په دریم ګزار درواز ماته شوه، مزریان يې په مړۍ ارام کړل، قصر ته ور ننوت اویوه لوی او ښکلي سالون ته ورغی. په سالون کې جادو شوې شهزاد ګۍ ناستې وې، ده دهغوی دلاس له ګوتو ګوتې وایستلې. هلته بل ځای یوه توره او ورسره ډودۍ پرته وه، هغه يې له ځان سره وا خیستل. ورپسې یوې بلې کوټي ته ولاړ. هلته یوه ډیره ښکلې او ځوانه ښځّ ولاړه وه او د ده په لیدو ډیره خوشاله شوه، هغه يې ښکل کړ او ورته ويې ویل چې.« زه دې د جا دونه ازاده کړم. اوس نو دا زما ټوله پاچاهي ستاشوه. کله چې یوکال وروسته بیرته راستون شې، لوی اوښکلی واده به جوړ کړو.» بیا يې د ژوند اوبو چینه هم ور وښود له اودا يې هم ورته وویل چې:« بیړه وکړه او تر دوولسو بجو وړاندی اوبه ترې را واخله.» شهزاده ولاړ او په یوه بله کوټه ور برابر شو. په کوټه کې یو ډیرښکلی، پاک اوتازه کټ پروت و. شهزاده ډیر ستړی شوی و او غوښتل يې چې یوه شیبه په کټ کې پریوزي او د مه وکړي، نو په کټ کې پریوت او ویده شو. کله چې ویښ شو، ويې لیدل چې دوولسو ته پنځلس دقیقې پاتې وې. له ډاره په غورځنګ شو اود چینې په لور په منډ و شو. دچینې تر څنګ پرته ډولچه يې را واخیسته، داوبو نه يې ډکه کړه، داو سپنیزې دروازې په لور په منډوشو اوچې ترې راووت ، په همدې شیبه کې دوولس بجې شوې او دروازه په ډ یر شدت بیرته وتړل شوه.
شهزاده په دې ډیر خوشال شو چې دژوند اوبه يې ترلاسه کړې او دکور په لور روان شو. په لار کې بیا له هغ وړوکي سړوکې سره مخامخ شو او کله چې هغه د شهزاده په لاس کې توره او ډوډۍ ولیدل. نو ورته ويې ویل چې:« تا د دې تورې او ډوډۍ سره ډیره لویه شنمني تر لاسه کړې ده. په توره لويې اوزورورې لښکرې ماتولی شي او دا ډ ودۍ هیڅ نه خلا صیږي.» شهزاده نه غوښتل چې دوروڼو نه ګوښی کورته لاړ شي، نو دسړوکي نه يې پوښتنه وکړه چې:« ګرانه سړو کیه! دا به راته ووايې چې زما دوه وروڼه په چيرته وي؟ دوی دمانه وړاندې دژون په اوبو پسې تللي وو، خو بیر ته نه دي راغلي.» سړو کې ورته و ویل:« چې دوی د دوو غرونو تر منځ بند پاې دي. دوی زما په جادو هلته بند شول، ځکه چې دوی ډیر مغرور او کبرجن وو.» اوس نو شهزاده سړوکي ته تر هغو پورې زارې کولې، تر څو چې بیرته يې ازاد کړل، دومره يې ورته وویل چې.« پام کوه، ځان ور نه ساته، هغه ډیر بد نیتي انسانان دي.»
شهزاده دخپلو وروڼو په ازادۍ ډ یر خوشال شو او هغوی ته يې خپله کیسه بیان کړه چې.« په کومو لارو يې ځان دژوند اوبو ته ورساوه او یوه ښکلې شهزاد ګۍ له جا دو ازاده کړه او هغې وعده ورسره وکړه چې ده ته به یوکال منتظره وې، بیا به واده سره کوي او یوه ستره پاچا هي به هم د ده شي.» دری واړه وروڼه یو ځای په آسونو روان شول او یوه هیواد ته ورسید ل چې خلک جنګ اولوږې سخت ځپلي وو. د زیاتې بې وزلي او بې وسي له لاسه يې پاچا په دې فکر کې و چې د ی او پا چآ
هي يې له منځه ځي. په دې وخت کې شهزاده پاچا ته ورغی اوډودۍ يې ورکړه. پا چا خپل ټول رعیت په دې ډوډی ماړه کړل. بیايې توره ور کړه او پاچا په دې توره د خپلو دښمنانو لښکرې ماتې کړې. په ټول ملک کې کراري اوسوکالي شوه. تردې وروسته شهزاده خپله توره او ډودۍ د ځان سره واخیستل او دوروڼو سره یو ځای روان شو اوبیا دوو داسې هیوادونو ته ورسیدل چې جنګ او لوږې ځپلي وو. شهزاده په خپل وار هر یو پاچا ته ډوډۍ او توره ور کړل او په دې توګه يې درې هیوادونه دلوږې او جنګونو نه خلاس کړل. له دې وروسته په یوه کشتۍ کې کیناستل او په دریا کې روان شول. د کشتې سفر په بهیر کې دې مشرانو وروڼو په خپلو منځو کې سره وویل چې:« کشر ورور مو دژوند او به پیدا کړې او موږ دا کار ونه شو کړای، نو ځکه دی به په پلار زیات ګران شي او پاچا هي به، چې زموږ حق دی، ده ته ور کړي او موږ به د دې بخت نه بې برخې پاتې شو. دو دغچ اخیستنې په لټه کې شول او وعده يې سره وکړه، چې کشر ورور به له منځه وړي، تر هغو يې صبر وکړ چې کشر ورو يې ویده شو. دوی د ډولچې نه دژوند اوبه په خپل لوښي کې واچولې او ډولچه يې د دریاب له تروشو اوبو نه ډکه کړه. کله چې کورته ورسیدل، کشر شهزاده خپله ډولچه خپل رنځور پلار ته وړاندې کړه، ترڅو د ژون اوبه ترې وچيکي او د رنځورۍ نه خلاص شي. پاچا د دریاب تروشي اوبه لا سمې نه وې چیکلې چې رنځوري يې نوره هم سخته شوه. کله چې پاچا په شور او فریادشو، په دې وخت کې يې دواړه مشران زامن راغلل او پلار ته دکشر ورو نه شکایت وکړ چې، هغه پلارته زهرجنې اوبه ور کړې دي. دوی د ژوند اصلې اوبه ور وړې او ور يې کړي. پاچا دا اوبه لاسمې نه وې چیکلې چې د رنځورې نه خلاص او دځوانې دکلونو په شان ځواکمن او روغ رمټ شو. تردې وروسته دواړه کشر ورور ته ورغلل او ملنډې يې په وهلې او ویل يې چې:« دژوند اوبه تا پیدا کړې، خواري تا وکړه او میوه به يې موږ وخورو، تا به له هوښیارۍ کار اخیستی وای، نه به ویده کیدې، ویښ به پاتې شوی واي. کله چې ته په کشټۍ کې ویده شوې، موږ دا اوبه در نه واخیستې. یو کال وروسته به یو له موږ څخه هغه ښکلې شهزاد ګې د ځان سره راولي. باید فکر دې وي چې دا حال به هیچا ته نه وايې. پلار خو له سره په تا باور نه کوې. که چیرې دې په دې هکله یوه خبره هم چاته وکړه، نوژوندی به پا تې نه شې او که چپ پا تې شوی، ژوندی به هم وې.»
زوړ پاچا په کشر زوی ډ یر په غوسه و او فکر يې کاوه چې هغه د ده د مرګ په لټه کې و. پاچا دربار یان را ټول کړل او دهغه په هکله يې داسې حکم وکړ چې باید په پټه وویشتل شي. یوه ورځ کشر شهزاده غوښتل چې په ښکار لاړ شي. د ده سره ښکارې مل شو. کله چې د باندې په ځنګل کې دواړه ګوښې پا تې شول، ويې لیدل چې ښکاري ډیر خپه دی. شهزاده ورته وویل چې.«ښکاري جانه! ته ولې دومره خپه يې؟» ښکاري وویل چې.« د حال ویلو اجازه نه لرم، خو مجبوریم چې ووایم.» شهزاده ورته و ویل:« ووایه چې څه پيښ دي، زه څه نه درته وایم.» ښکاري آه کړ او ويې ویل چې:« پاحا را ته وویل چې باید تا په ټوپک ووژنم، پاچا دا امر راته کړی دی.» شهزاده وډار شو او ښکاري ته يې وویل چې:« ګرانه ښکاري ! ما مه وژنه، زه به دا خپلې شاهانه جامې تاته درکړم او ته دې دا خرابې جامې ماته راګړه.» ښکاري ورته وویل چې.« په ډیره مینه به دا کار وکړم، زړه مې هیڅ نه غوښتل چې په تا ډز وکړم.» دوی جامې سره بدلې کړې، ښکاري د کور په لار روان شو اوشهزاده په ځنګل کې نور هم لرې ولاړ. څه موده وروسته دسرو زرو او قیمتې ډبرو نه ډ کې درې ګاډۍ زاړه پاچاته د ده دکشر زوی له پاره راغلې. دا درې ګاډۍ هغو درو پاچا هانو راستولې وې چې د شهزاده په توره يې د دښمن لښکرې ماتې کړې وې او دهغه په ډوډۍ يې خپل رعیت ماړه کړي وو او غوښتل يې ور وښيي چې د ده ښیګڼه يې نه ده هیر کړې. اوس نو زاړه پاچا له ځان سره دا فکر وکړچې:« ایا زما زوی ګنا ګار و؟» بیايې خپل درباریان ته وویل چې:« کاشکې هغه ژوندی وای، په دې ډیر پښیمان یم چې دهغه دوژلو امر مې وکړ.» په دې وخت کې ښکاري پورته شو او وېې ویل چې:« هغه ژوندی دی، ما دده وژلوته زړه نه شو نیولي اوستا امر مې په ځای نه کړ.»
شهزادګۍ خپل قصرته ځلیدونکې طلايي لار جوړه کړه اوخپلو نوکرانو ته يې وویل:« هغه سړی چې په آس سپور سم په دې لار راشي، نو دا به په رښتیا هغه څوک وي چې زه يې غواړم. تاسې هغه ته اجازه ور کړی. او کوم چې دلارې ترڅنګ راروان شي، هغه غلط سړی دی اواجازه مه ورکوی چې راشي.» کله چې وخت راورسید، مشر شهزاد دځان سره وویل چې زه ګوښی شهزادګۍ ته ورځم او ورت وایم چې زه هغه څوک یم چې ته مې له جادو ازاده کړې. شهزاد ګۍ به مې میرمن شي او ترڅنګ به يې لویه پاچا هي هم ترلاسه کړم. دی په آس سپور او روان شو. کله چې قصر ته ور نږدې شو اوطلايې ځلیدونکې لار يې ولیده، د ځان سره يې وویل چې:« په آس سپور په دې لارې تلل به داښکلې لار ډیره زیان منه کړي.» نو دلارې په ښې خوا روان شو او کله چې قصر ته رانږدې شو،ساتونکو ورته و ویل چې:« ته هغه اصلي سړی نه يې چې قصر ته ننوزې. ځه بیرته وګرځه.» ورپسې يې دوم ورور دشهزاد ګۍ په لور روان شو او کله چې طلا يي لارې ته ورسید، په دې فکر کې شو چې :« که آس مې یوه پښه هم په دې لار کیږدي، نوډ یر زیان به ورسوي.» ده خپل آس دلارې په کیڼه خوا روان کړ او کله چې قصر ته نږدې شو، ساتونکو ورت و ویل چې:« ته اصلي سړی نه يې، بیرته وګرځه.» اوس نو کله چې پوره یو کال تیر شو، دریم شهزاده غوښتل چې د ځنګل نه دخپلې ګرانې معشوقې په لور روان شي او د هغې سره دا ټولې ناخوالې چې په تیرې شوې وې، هیره کړي. دی روان شو او ټول وخت دهغې په فکر کې و او ارمان يې دا و چې زر تر زره هغه وګوري او طلايي لار ته يې هیڅ پام هم نه و. آس يې نیغ په نیغه په طلايي لار روان و او کله چې قصر ته ورسید، شهزادګۍ را و وتله او د زړه له کومې يې دهغه هر کلی وکړاو ورته ويې ویل چې:« ته هغه څوک يې چې دجادونه دې ازاده کړم او اوس د دې پاچاهۍ خاوند يې. په خوشالۍ او نیکمرغۍ لوی اوښکلی واده جوړشو. کله چې هر څه پای ته ورسیدل، شهزادګۍ ور ته و ویل چې پلار يې بخلی دي. شهزاده خپل پلار ته ورغی اوټوله کبسه يې ورته بیان کړه او ورته ويې ویل چې.« وروڼو مې وغولولم، خو ما څه ونه ویل.» پلار يې غوښتل چې دواړو ته جزا ور کړي، خو هغه دواړه په کشتې کې د دریاب په لار وتښتید ل او بیا را ستانه نه شول.