مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2024-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارواښاد عبدالمجيد "بابي"

مطيع الله روهيال

ارواښاد عبدالمجيد بابى د مرحوم حاجي غلام حيدر بابي زوى او د مرحوم عبدالله خان بابى لمسى وو. نوموړى په ١٣٣٣ ش کال د کندهار ښار د باميزو کوڅې د بابيانو په منوره او روشنفکره کورنۍ کي وزېږېد.
لومړنۍ زده کړي يې په مشرقي ښوونځي کي، منځنۍ زده کړه يې په تجربوي ښوونځي او د دوولسم ټولګي فراغت ليک يې د احمدشاه بابا د عالي لېسې څخه تر لاسه کړ. د دوولسم صنف تر فراغت وروسته د وخت د حکومت له خوا وکړول سو. خو زغم يې د لاسه ور نه کړ او وروسته يې د کندهار په عالي دارالمعلمين کي د اجتماعياتو څانګه په بري سره سر ته ورسوله، د څوارلسم ټولګي تر فراغت وروسته په زرغونه تجربوي ښوونځي کي ښوونکى او بيا د زرغونې تجربوي ښوونځي د آمر په صفت وټاکل سو.
د نوي ادارې په رامنځته کېدو سره د کندهار ولايت د مسئولينو له خوا د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ونومول سو، څو د ژوند تر وروستۍ لحظې پوري پر نوموړې دنده په پوره ايمانداري او واقعي صداقت پاته او د کندهار د کلتور او فرهنګ ساتني لپاره يې هر اړخيزه خدمت وکړ.
ارواښاد عبدالمجيد بابى د زده کړي له هماغه پيله د ادبي او فرهنګي موضوعاتو سره ځانګړې علاقه لرله، د نوموړي علاقې له مخي يې په شعر ويلو پيل کړى او وروسته وروسته يې څېړنو او تحقيق ته مخه وکړه او په نوموړو دواړوبرخو کي يې د ځانګړو چاپي آثارو تر څنګ په لسګونو بېلابېلي علمي او څېړنيزي مقالې او شعري پارچې خپرې سوي دي.
د چاپي کتابونو څخه يې لاندي آثار د نمونې په ډول يادوو:
1. پښتنه اوښکه (شعري مجموعه)
2. ستايني او وېرني (څېړنيز او شعري اثر)
3. جغرافيايي سيند (د جغرافيايي اصطلاحاتو يو بشپړ قاموس) (تر چاپ لاندي)
د ارواښاد بابي وروستى کتاب هغه اثر دئ چي د عمر زياته برخه يې ورته وقف کړې او په خورا تکليف او خوارۍ سره يې ليکلى او ترتيب کړى وو، خو د هغه ارواښاد سره د نابودي دنيا ژوند ياري ونه کړي څو وکولاى سي د خپل ژوند دغه ثمره پخپلو سترګو په چاپي بڼه وويني.
د پورته آثارو تر څنګ د ارواښاد بابي څخه د اتو ټوکو په شاوخوا کي نور ناچاپه آثار هم پاته دي، چي دا مهال د هغه د کورنۍ سره خوندي دي.
ارواښاد عبدالمجيد بابى د درانه شخصيت څښتن وو، د دوستانو او ملګرو سره يې په ورين تندي راشه درشه کول، د ډېر نرم او پاسته طبيعت په لرلو سره به يې همېشه دوستان خوږې خاطرې ياد ولري، نوموړى د وطن او خلکو په درد دردېدلى وو، همېشه به د وطن په غم غمګين او د جوړ په فکر وو. د غريبانو په حال يې ځان خبراوه او تر خپله وسه يې مرسته ورسره کول. تېر کال د بيت الله شريف په ليدلو مفتخر او د حج فريضه يې ادا کړه.
بايد يادونه وکړم، چي د ارواښاد عبدالمجيد بابي څخه دوه زامن او دوې لوڼي پاته دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery