دخپریدو نیټه : 2024-10-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د هارون حکیمي شعري ټولګه، وزرماتي، چاپ سوه
راحیله جواد
د هارون حکیمي څلورمه شعري ټولګه، وزرماتي، چاپ او خپره سوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني معین او پخواني ډیپلوماټ هارون حکیمي څلورمه شعري ټولګه، وزرماتي، د امریکایي خپرندوی بنسټ، لولو، لخوا خپره سوه چي لوستونکي یې د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي ترلاسه کولای سي. پر دغه ټولګه په سریزه کي، نومیالی شاعر ،عبدالباري جهاني، د حکیمي د شعر لاره، د هغه کلمات او تصویرونه د حکیمي خپل ګڼي او د ښې شاعرۍ ځانګړنه یې بولي. ښاغلي حکیمي پر دغه اثر په خپله لیکنه کي دا شاعري د تېري لسیزي پېښو او حالاتو ته خپل شاعرانه غبرګون ګڼي او وايي د نېټو پر اساس یې شعرونه مرتب کړیدي. په دې ټولګه کي حکیمي د خپل ژوند پر حوادثو او شاعرۍ هم مفصل لیکل کړیدي چي ښایي د لوستونکو ډېري پوښتني حل کړي. دا اثر پر لاندي لینک پېرلای سئ.
دا کتاب تاسي دلته تر لاسه کولای سی