د٢٠٠٦ کال د نومبر د مياشتي پر پنځمه نېټه په بريتانيا کي د
اوسېدونکو افغانانو د ټولني په نوښت د خداى بخښلي کانديداکاډميسين محمدانور نوم
يالي د پښتو ژبي متفکر ليکوال، څېړونکي او شاعر په ياد يوه ادبي او فرهنګي غونډه جوړه شوه.
په دې
غونډه کي د ارواښاد استاد نوميالي د کورنۍ د غړو په ګډون په لندن کي مېشتو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، ف
هنګيانو، د ادب مينه والو په تېره بيا د ارواښاد استاد نوميالي مينه والو او دوستانو برخه اخيستې وه. غونډه د
مازيګر پر څلورو بجو د لوېديځ اکټون د ټولنيز مرکز په تالار کي پيل شوه.
د
غونډي په پيل کي د جاويد حسين (عنايت) لخوا د قرآن عظيم الشان څو آیتونه تلاوت شول.
ورپسې د افغانانو د ټولني مشر سيد جان کارواني د غونډي برخه والو ته ښه راغلاست
ووايه او ارواښاد استاد نوميالي ته يې د عقيدت پېرزويني وړاندي کړې او د ارواښاد استاد نوميالي کورنۍ ته يې د
صبر او زغم غوښتنه وکړه .
ورپسې د ټولني مرستيال سليم تايب له خوا د مرحوم نوميالي لنډ ژوند
يک چي د دوستانو، کورنۍ او نورو سرچينو څخه راټول شوى و ولوستل شو.
پوهاند مجاوراحمدزيار د ا
واښاد استاد نوميالي پر شخصيت او د هغه د اثارو په ډله کي د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي پر اثر اوږد بحث او
تبصره وکړه او هغه يې د پښتو ژبي دپاره مهم اثر وباله ښاغلي زيار زياته کړه چي محترم استاد نوميالي نه يوازي د
پښتو ادبياتو ته وده ورکړې ده، بلکي هغه د نورو ژبو څخه د ترجمې لوړ استعداد درلود او دى يي د دې عصر د درنو
يکوالانو څخه وباله.
شهسوارسنګروال په خپل وار د هغه پر ادبي او علمي شخصيت رڼا واچوله او د
ده د ژوندانه په هکله يې ژور معلومات ورکړل.
عبيدلله محک په خورا مينه استاد وستايه او د هغه د اثارو په ډله کې يې د الف ليله
(زر او يوه شپه) اثر چي استاد په پښتو ژبه ژباړلى دى اوږده تبصره وکړه او د ده د شخصيت او تواضع ستاينه يې
وکړه.
افضل ټکور چي زيات وخت يې د استاد سره په ناستو او ولاړو کي تېر کړى دى ژوندۍ خاطرې واورو
ې او وې ويل چي هغه تل د ليکني سره حتى د ژوند ترپايه مينه درلوده، استاد ډېر ښکلى خط درلود او زياته برخه
کتابونه يې په خپل قلم په سټندرډ ډول ليکلي دي او د هغه پر ادبي او علمي شخصيت او د هغه پرځانګړتياوو يې پوره
ويناوکړه.
ح
بيب الله جانبدار هم د ده د شخصيت په هکله ويناوکړه او د ده ضايعه يې د ټولني ضايعه وبلله،
تازه
خان ويال د ده علمي او ادبي شخصيت ته اشاره وکړه او د ځينو شخصي خاطرو يادونه يې وکړه.
اصل مير
پتنگ هم د ده علمي شخصيت وستايه او هيله يې څرګنده کړه چي راتلونکي نسلونه د داسي نوميالي ځاى ډک
کړي.
فدامحمد
نظري د خپل ژوند ورسره خاطرې وويلې او د استاد کورنۍ او دوستانو ته يې زغم او صبر و غوښت. انجنير حسين عنايت د
ټولني فرهنګي مسئول د هغه شخصيت وستايه او د ده روح ته يې يو ښکلى شعر ډالۍ کړ.
غلام محمد کامه وال هم د ده د اثارو په
ځانګړې توګه د الف ليله د پښتو ترجمې ډېره ستاينه وکړه او د دې اثر په هکله يې د خپل ژوند ډېري مهمي خاطرې وويلې. او
بيا عبدالناصر ريشا د ده زوم د هغوى د کورنۍ په استازيتوب ويناوکړه، د ټولني او گډون کوونکو څخه يې مننه
وکړه.
ټولو ګ
ونکو د استاد هڅي، هاند او نه هېرېدونکي خدمتونه وستايل او د
استاد مړينه يې د افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه وبلله او ټول په دې باور دي، چي د استاد
ټولنيز ژوند او فرهنګي کارونه د اوسني او راتلونکي نسل لپاره د مشال حيثيت لري.
ټولو وينا والو د افغانانو له
ټولني څخه د دې غونډي او د داسي نورو غونډو د ترتيب او تنظيم له امله مننه وکړه.
په پاى کي سليم تايب غونډه ډېره درنده او با
ازښته وبلله او د گډون کونکو د صبر او حوصلې څخه يې مننه وکړه. غونډه کابوڅلورساعته اوږده شوه او د سيد کا
واني په دعا پاى ته ورسېده.