مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دارواښاد ک .اکاډمسين م . انور نوميالي يادغونډه

عبدالله احسان

عبدالله احسان

د ۲۰۰۶ د نوامبر پر شپږويشتمه نېټه د ډنمارک د سوبورګ په ښارګوټي کي د افغانانو د فرهنګ ټولني له خوا د ارواښاد کانديداکاډمسين محمدانور نوميالي د مړيني په څلوېښتمه د هغوی پاک روح د دعا او يادغونډه جوړه سوې وه .

غونډه ماځيګر پنځه بجې د اکټر محمد اصف له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پرانستل سوه ، لمړی ښاغلي صفر خواريکښ د ا واښاد نوميالي د ژوند او اثارو په اړه وږغېد او ورپسې د افغانستان د تلويزيون پخواني وياند ښاغلي نصير سهام دارواښاد استاد نوميالي د ژوند او اثارو په اړه وږغېد او دهغه سره خپلي پخوانۍ خاطرې د غونډي برخه والو ته وړاندي کړې .

په دې غونډه کي ښاغليو : حاجي امين باوري او نجيب احمدزي له بلجيم ، حسن شور اوعبدالله احسان له هالنډ څخه په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د پلاوي په توګه ورغلي وو چي د ټولني دمشرتابه په استازيتوب يې ښاغلي محمديوسف هيواددوست هرکلی وکړ.

ورپسې دکوربه ټولني مشر ښاغلي زمري محقق د ارواښاد استاد په اړه خپله مقاله واوروله ، هغوی په خپله ليکنه کي د استاد ژوند ، علمي هڅو او پر بېلابېلوبهرنيو ژبو او داستاد پر ځيرکتيا رڼا واچول . تر دې وروسته لنډه تفرېح وه . او وروسته شاعر او ليکوال ښاغلي حاجي امين باوري لمړی په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې او کندهار کي د بېنوافرهنګي ټولني په استازيتوب په لنډه توګه وږغېد، او د کوربه ټولني دا هڅه يې وستايله اوبيايې په کابل کي د سلام فرهنګي ټولني دبنسټ ا ېښودونکي ښاغلي حاجي محمدجان باوري له خوا رالېږل سوی پيغام ولوست .

ورسته ښاغلي سادات غونډي ته په خپله لنډه وينا کي پر دې خواشيني څرګنده کړه چي د ارواښاد نوميالي  په يادغونډه کي د کوربه هيواد له ز ګونو افغانانو څخه يوازي شپاړسو تنو برخه اخستې ده ، هغوی وويل  : که ارواښاد نوميا ی په بل هر اولس کي زېږېدلی او لوی سوی وای نو په يادغونډه کي به يې په زرګونو کسانو ګډون کولای . ښاغلي سادات خپله مقاله د ارواښاد نوميالي په ( وياړلې سجره ) نومي شعر پای ته ورسوله .

ورپسې دراډيوتلويزيون  تکړه وياند ښاغلي محمديوسف هيواددوست د خپلي وينا په ترڅ کي د نيوکي په ډول وويل چي کلتوري ټولني بايد ددغسي ګوتو په شمېر اشخاصو په ژوند کي دهغوی د علمي خدمتونو او زيار درنښت پرځای کړي تر څو هغوي په خپل ژوند کي د خپل کار پايله وويني نه داچي  په ژوند يې څوک له حاله خبر نه وي او تر مړيني وروسته پسي اوښکي تويوو .

وروسته ښاغلي حاجي بيانخېل ته بلنه ورکړه سوه چي د نوميالي صاحب يادغونډي ته خپل شعر واوروي ،چي شعر يې وستايل سو .

ورپسې ښاغلي ډاکټر نواب د سيستاني صاحب له خوا رالېږل سوې مقاله ولوسته چي هغه هم په ( وياړلې سجره ) پيل کېده دغونډي برخه والو ته ولوسته ، او ورپسې ښاغلي ننګ د ارواښاد نوميالي صاحب د هغې مقالې په اړه خپله خاطره واوروله په کومه کي چي ارواښاد نوميالي د ( انسانستان ) کلمه رانغښتې وه .

دچای او حلوا تر تفرېح وروسته  د راډيوتلويزيون دنوميالي سندرغاړي استاد رحماني صاحب خپل کوچنيوالي  هغه خاطره ياده کړه چي څنګه ارواښاد نوميالي د قرآن شريف دسبق پوښتنه ځني وکړه ، او بيايې يو شعر يې ورته وليکی . وروسته هغه پنځلس دقيقه ايزه ويډيو ټوټه نندارې ته وړاندي سوه  په کمه کي چي ارواښاد کانديداکاډمسين محمدانورنوميالي په خپل خواږه مجلس ، او د الپي ليلا دکتاب څخه په خوږو کيسو او شعرونو او څو تخنه ونو بنډار تود ساتلی و . دا ويډيوي ټوټه ښاغلي استاد رحماني چمتو کړې وه .

غونډه دماخستن لسوبجو شاوخوا پای ته ورسېده .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery