دغه سيالۍ چې د دريځ علمي او كلتوري
ټولنې په نوښت په لار اچول شوې وې د ميدان وردګو ولايت له تاسيس څخه يې سارى نه ليدل كيده ځكه په لومړي ځل ددې و
ايت د پلازمېنې (ميدان ښار) په ګډون له اتو اړوندو ولسواليو څخه ۳۸ غوره لوبډلو په كې ګډون كړى ؤ .
دغه سيالۍ چې روان كال د غبرګولي په ۲۴ د پنجشنبې په ورځ پيل او د دوو ورځو لپاره
يې دوام درلود .
ددغو سياليو نندارې ته يو شمير ولسي مشران ،
دولتي چارواكي ، دولايتي شورا غړي ، فرهنګيان او ددې لوبې په زرګونو مينه وال د نوموړي ولايت له بيلابيلو سيم
و او له كابل څخه راغلي ؤ .
ددې
سياليو په پايله كې د ملا خيلو لوبډلې لومړى ، د شيخ آباد لوبډلې دوهم اود ممې خيلو لوبډلې دريم مقامونه
ترلاسه كړل .
په پاى كې هغه سپورټي كپ اوډالۍ چې د دريځ علمي
او كلتوري ټولنې له خوا ورته برابرې شوې ؤ په ترتيب سره د ميدان وردګو ولايت يو تن قومي مخور محمد اسحٰق دقيق د
نوموړي ولايت و ولايتي شورا رئيس حاجي محمد حضرت جانان او د ډاكټر عبدالوكيل د عالي ليسې د مدير ګل محمد خان
په لاس په نوموړو لوبډلو وويشل شول .
د يادونې وړ ده چې هغوځينو
غوره لوبډلو ته چې لومړي ، دوهم او دريمو مقامونو ته نه ؤ بريالۍ شوي او ښې سيالۍ يې ترسره كړي وې چې عبارت دي له (
ده حيات لوبډله ، كريمداد لوبډله ، سپين غر لوبډله ، دډاكټر وكيل د ليسې لوبډله ، سلمان پارس د ليسې لوبډله ،
زيبداغ لوبډله ، ده خرقې لوبډله ، پولاد خان لوبډله ، زمان خيلو لوبډله ) د نوموړې كلتوري ټولنې له خوا هغه ډالۍ
(جال او توپونه) چې د دوئ د لا هڅونې په موخه برابرې شوې وې په ترتيب سره د محمد اجمل هوډمن ، استاد مح
مد ناصر شيرخان ، فضل الرحمن عمرخيل ، ډاكټر ذبيح الله ، محمد قسيم عمر خيل ، قومندان محمد الله ، انجنير رحم
الدين ، محمد ناصر كليوال او انجنير ذبيح الله فضلي په لاسونو لوبډلو ته وويشل شوې ، د لوبو په لړ كې هغه
وبغاړي چې په لوبو كې يې ښه حركات ترسره كول د يو شمير ليدونكو له خوا په نغدې مكافاتو ونازول شول
.