مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-07   مخپرونکئ : عُمر واحديار

په کابل کې امن جرګې ته پوره تيارى نيول شوى دى

رحيم ګل څاروان احمدز

 

په پام کې ده چې د روانې اګست د میاشتې په نهمه چې د پنجشنبې ورځ کیږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه د امن جرګه جوړه شي.

د دغي جرګې د جوړېدو دپاره نيژدې له يوه کال راهيسي هڅي رواني دي، چې د ځينو کتونکو په وينا ښايي په افغانستان کې د تاوتريخوالي په راکمولو کې اغېزه وکړي.

په کابل کې د لویې جرګې خیمې ته څرمه ټولې خواوې دې جرګې ته له ورکړل شویو شعارونو څخه ډک دي، د لویې ج ګې په خیمه کې هم شعارونه ځړیدلي دي په دې شعارونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورۍ پيغامونه شته.

د کابل په سړکونو کې هم ورته شعارونه لیدل کیږي.

د امن جرګې د جوړېدو وړانديز تېر کال افغان ولسمشر حامد کرزي امريکا ته د سفر پر وخت د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو جارج واکر بوش او جنرال پروېز مشرف سره په ګډه غونډه کې کړى و.

ټاکل شوې ده چې په دغه جرګه کې به د افغانستان او پاکستان له اړخونو ٧٠٠ کسه ګډون وکړي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى او پاکستانى ولسمشر جنرال پروېز مشرف به يې هم برخه وال وي.

که څه هم ځيني خلک د جرګې جوړېدو ته خوشبين دي چې د تاوتريخوالي په کمولو به پوره اغېزه وکړې خو د پاکستاني اړخ ځينو ګډونوالو چې د ګډون دپاره نومول شوي وه له واره يې له دې درې ورځنۍ جرګې سره پريکون اعلان کړى دئ.

د امن جرګې د تیاري د کمیسیون منشي فاروق وردګ افغاني اړخ د جرګې دپاره پوره تيارى نيولى دى چي په وينا يې د پاکستاني میلمنو دپاره يې په کانټنیټل او سرینا هوټلونو کې ځای په نظر کې نيولى دئ.

داسې ويل کېږي چې د امن جرګې په ګډون والو کې د پاکستاني پښتنو د ملتپالو ګوندونو دوه تر ټولو مهم مشران محمود خان اڅکزى او اسفنديار ولي خان هم شامل دي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزى او د نيشنل عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان دوه هغه ملتپال سياستوال دي چې تل يې د افغانستان په اړه د پاکستان پر سياست کلکي نيوکې کړي دي او د پنجاب لاسوهنه يې په افغانستان کې غندلې ده.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery