مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-10-28   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د افغانستان نوميالي ليکوال، شاعر، ژورنالست او >>>

خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه

د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني څخه په مننه :

 

د افغانستان د ادبي، سياسي او ټولنيز شخصيت

ارواښاد استاد خواخوږي د مړيني ١٢ تلين ونمانځل سو

 

 

  

اسلام آباد: د ٢٠٠٤ ز کال د اکتوبر د مياشتي پر ٢٤ نيټه د افغانستان نوميالي ليکوال، شاعر، ژورنالست او سياست پوه ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي د مړيني (١٢) تلين په اړه د قرآن مجيد ختم او روژه مات مراسمو څخه وروسته د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني لخوا يو پرتمينه غونډه وسوه .

افغان ليکوالانو، شاعرانو، ځوان فرهنګپالانو او د پوهني مينه والو په دي غونډه کي ګډون کړي وه چي د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه غړي او د ادبي بهير مشر پوهاند ډاکټر حبيب الله غروال د خپلو خبرو په ترځ کي د ښاغلي ارواښاد استاد خواخوږي علمي او ادبي شخصيت په اړه خبري وکړي او خپل يو شعر يي چي د استاد خواخوږي په ياد ويلي و ولواسته.

بيا د خواخوږي د ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه غړي او د ځوانو ليکوالانو د چارو مشر ځوان فرهنګپال عبدالودود پښتون زار د ارواښاد استاد خواخوږي د ټولنيز او علمي شخصيت په اړه خپل څيړنيز ليکني ولوستلي.

د غونډي بل ګډون کونکي شاعر او فرهنګپال استاد جمشيد سالارزي د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي د ژوندانه په بيلو بيلو برخو کي رڼا واچول او خپل شعر يي  و ګډون کونکو ته واوراوه.

په اسلام آباد کي ميشت پوهنيز شخصيت استاد محمد ياسين ارغنديوال چي د پوهني وزارت پخواني لوړ پوړي چارواکو څخه ؤ او د استاد خواخوږي د شاګردي وياړيي په برخه ؤ، د ښوونکي په توګه د ارواښاد استاد خواخوږي د شخصيت ځانګړتياوي بيان کړي.

بل ويناوال د افغانستان بانک پخواني د خپرونو مشر استاد لعل محمد منګل وو چي خپل خاطرات يي د حبيبيي ليسي د زده کړي د مهال او د استاد خواخوږي چلند د زده کونکو د ويښتيا او د علمي زده کړي په وړتيا کي څرګندي کړي.

بيا د خواخوږي د ادبي کلتوري ټولني د مشر تابه غړي ښاغلي عبدالجميل خاکسار د ځوانانو په روزنه کي د ارواښاد خواخوږي د ځانګړي ميني په اړه خبري وکړي.

 په پاي کي د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني کوربه؛ ليکوال او د سياسي چارو کارپوه غرزي خواخوږي د ارواښاد استاد خواخوږي د شخصيت، ځانګړتياوو او هيلو په اړوند خبري وکړي او وي ويل چي ارواښاد سپيڅلي مسلمان او هوډمند افغان، د صداقت، کلک عزم، ميړاني او سپيڅلي احساس خاوند وو چي د ژوند د ډيرو ازماينوو څخه بريالي وتلي، د هيواد او هيواد والو سره يي ځانګړي مينه درلوده.

د ځوانانو د روزني او ويښتيا په برخه کي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي، په سياسي ژوند کي د استبداد ضد او د ژوند تر پايه پوري د واکمنانو و ناوړو هيلو ته هيڅ کله غاړه ندي ايښي.

د غونډي په پاي کي غرزي خواخوږي (د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه) پرانيسته او د ګډون کونکو څخه يي مننه وکړه.

غونډه د  دعائيي په ويلو سره پاي ته ورسيده او ( دخواخوږي يادونه) تر سر ليک لاندي د غرزي خواخوږي کوچنوټي ليکنه پر برخه والو و ويشل سوه .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery