مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-08   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ په ویاړ غونډه جوړه شوه

خسرو

لندن کې د افغان ادبي جرګې لخوا

دا چې په لندن کې د جولای  په ۲۹  نېټه د ملت د بابا فاتحه اخستل کېده نو ځکه له ټاکلې نېټې نه یوه ورځ د مخه د شنبې په ورځ  د جولای  په ۲۸ نېټه ۲۰۰۷ کال  د افغان ادبي جرګې لخوا د ستر استاد پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د فرهنګي خدمتونو په ویاړ غونډه  د برېتانیا په پلازمېنه  لندن کې  جوړه شوه .
په سرکې ښاغلي شهسوارسنګروال د غونډې په اړه رابلل شوو کسانو ته لنډ معلومات وړاندې کړ او بیا یې د محترم  کاکړصاحب علمي هاندو هڅو ته پام واړوو او وې وېل :؛استاد نه یوازې په هېواد کې ګڼ  شمېر شاګردان  روزلي او پاللي دي بلکې د خپلو څېړنیزو او پوهنیزو کړو وړو په رڼا کې  یو شمېر ګټور اثار له  انګلیسي ژبې نه پښتو ژبې ته اړولي دي او له دې  سربېره د خپلو لیکنو او تاریخي  څېړنو له مخې یې د تاریخ  ډېر تیاره ګوټونه رڼا کړي دي .؛
ښاغلي سنګروال دا هم وویل  چې تاریخپوه پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ څو اونۍ د مخه په هغه سمینار کې چې  موضوع یې د ډیورنډ کرښه وه هم برخه اخستې وه  دغه رابلل شوې غونډه د ترکې په استانبول کې جوړه شوې وه چې کوربه یې د امریکې هېواد وو . یو شمېر کارپوهانو او د هېوادونو استازو ګډن درلود چې موږ پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ ، د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمدجلالي، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبداله عبداله ، په ملګرو ملتو کې د افغانستان پخوانی استازی روان فرهادي  او یو شمېر نور کورني او بهرني کارپوهان د بېلګې په توګه یادولی شو.
د شهسوارسنګروال  له څرګندونو نه وروسته ښاغلي پاچاصاحب سیدسرور چې د پروګرام د پرمخ وړلو چارې یې هم په غاړه وې د استاد د خدمتونو یادونه وکړه او کاکړصاحب یې  زموږ د هېواد یو فرهنګي او علمي شخصیت او د افغانستان د تاریخ مخور پوهاند وباله   ورپسې پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د غونډې برخه والو ته د هېواد د معاصرتاریخ  په اړه اوږدې خبرې وکړې او داسې ټکو ته یې ګوته  ونیوه  چې د غونډې برخه والو ته د پام  وړ وو. کاکړ صاحب  د خپلو خبرو په پای کې د استانبول د سمینار په اړه  هم خبرې  وکړې او بیا یې د ډیورند په تپل شوې کرښې رڼا واچوله او دا یې یوه تشه  توافق نامه وبلله .
د محترم کاکړصاحب له څرګندونو وروسته د غونډې یو شمېر برخه والو په دې لړ کې ښاغلو جانب دار ،آتل ، شیراعظم، انجنیرافضلي ،ټکور، کاموال ، خروټی ، سلیم حیات ، بصیر خوګیاڼیوال ، زرملوال  او حاجي صاحب عبدالهادي د ډیورند د موافقې  په اړه پوښتنې وکړې او پوهاند ډاکتر صاحب زیار چې لومړی یې استاد ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د خپل وړاندیز له مخې په برخه والو غږ وکړ چې د کاکړ صاحب  اثار او لیکنې ولولي .
پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ لکه څنګه چې  د استانبول په  سمینار کې د یو شمېر ګډون والو انګېرنو ته  د تاریخ په رڼا کې  په ځای سپارښتنه کړې وه دا رنګه یې د لندن په غونډه کې هم یو شمېر کار پوهانو  ته د خپلو څرګندونو له مخې په دغو ټکو ټینګار وکړ او د یو شمېر پوښتنو په ځواب کې وویل :
امیرعبدالرحمن  خان په کورني سیاست کې  په بشپړه توګه خپلواک وو خو په بهرني سیاست کې یې  د سلا او مشورې  له مخې د دولت چارې پر مخ  وړلې .
انګلیس نه غوښتل چې دغه سیمه ونیسي بلکې د خپلو جنګي وسایلو او وسایطو لپاره یې غوښتل چې دلته ډیپوګاني جوړې کړي ځکه چې د افغانستان دغو سیمو ځانګړي سوق الجیشي  اهمیت درلود .
امیر نه یوازې د بازګل دره له اسمار نه نیولې  تر کاپرستانه (نورستان)  پورې له انګرېزانو سره ونه منله چې د هغوی په ولکه  کې وې ان د مومندو سیمې  چې  د پېښور تر زړه پورې غوځېدلې وې هم خپلواکې وګڼلې .
کومې څېړنې چې ما  ( پوهاند  کاکړ) د برېټش او هند په کتابتونو  کې  کړي دي داسې څه مې ونه موندل چې  دغې موافقې ته حقوقي ارزښت  وبښي  که څه  هم  یو تن ګډونوال د استانبول په سمینار  کې وویل چې د افغانستان  په بهرنیو چارو وزارت کې مې ولیدل چې  په دې اړه د امیر مهر په دې ؛تړون ؟؛ لګېدلي وو....  خو خبره دا ده چې امیر هېڅکله مهر نه دی استعمال کړی بلکې تل یې د اسنادو له مخې په رسمي کاغذونو د سخط کړي دي . ځنې په دې اند دي چې ګنې افغانستان د خپلو اقتصادي عوایدو له مخې د دې واک او ځواک نه لري چې پخپل  مټ  متکي وي . خو حقیقت داسې نه دی ځکه چې افغانستان لا د امیرشیرعلي خان په مهال پخپلو ملي عوایدو متکي  وو د ساري په توګه  ویلی شو چې کلنی لګښت په هغه پېر کې  لس میلونه وو او ملي عواید دولس  میلونه ته رسېده او کله چې امیرعبدالرحمن خان  مړ شو نو د هېواد په خزانه کې  څلوېښت میلونه روپۍ موجودې وې .
د ډیورنډ موافقې  نه یوازې د پښتون ټبر  یوه تنه په دوه  برخو وېشلې ده بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه  چې شمېر یې تقریباٌ  څلوېښت میلونو ته رسیږي له هر اړخیزه  پلوه له راز راز ستونزو  او ګواښ سره مخامخ  کړي دي .
په پای کې استاد داهم وویل که چېرې د موافقې متن په ځیرکتیا سره وګورو داسې نه انګېرل کیږي  چې دا سیمې دې  د برېتانوي هند تر ولکې لاندې وي بلکې داسې ښکاري چې ښایي انګلیس د  روسې له وېرې  داکار کړی وي چې کمزوری افغانستان یې د دې موافقې منلو ته اړکړ .
د ستر استاد کاکړ صاحب له اوږدو څرکندونو نه وروسته (چې موږ یې نچوړ تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړ)  د ښاغلي علي ګل پیوند ښکلی شعر چې ټکور صاحب ولوست او ښاغلي خسروسنګروال  چې خپل شعر یې خپله ولوست د غونډې برخه والو  د واړه شعرونه ډېر خوښ کړل او په  تودو چیچکو بدرګه هم شول .
له دېنه وروسته له پښتني دود سره سم د شملې خپرونې لخوا کاکړصاحب ته  د پښتنو شمله  ډالۍ شوه او د ستر خوشحال د دې شعر په ویلو :
چې  دستار تړي هزار دي      ---   د دستار سړي په شماردي  .....  د ښاغلي سنګروال له خوا    پګړۍ  ور په سر کړه .
د غونډې په پای کې له هغو درنو لیکوالو ، شاعرانو او بېلابېلو کلتوري ټولنو نه مننه وشوه چې د دې غونډې په ویاړ  یې ګران استاد کاکړ صاحب ته د هغه د سترو خدمتونو له بابته سلامونه او پیغامونه رالېږلي وو چې موږ د ښاغلو ډاکترصاحب سیدناصراحمد، شېر حسیني ، ډاکتر صاحب فیض محمد ځلاند ، نجیب اله احمدزی ، معصوم هوتک ، د ننګرهار د طب مجلې مسول  مدیر  ډاکتر صاحب نجیب اله  زاخېلوال  په هالینډ کې افغاني کلتوري  ټولنه د بېلګې په توګه یادولی شو له دې سربېره له هغو درنو دوستانو نه هم مننه کوو چې  د تلیفون له لارې خپل سلامونه او درناوي  درانه استاد ته وړاندې کړي دي .
د لندن دغه غونډه چې د محترم استاد پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ په ویاړ د شملې خپرونې په نوښت جوړه شوې  وه د ماسپښین په یوه  نیمه بجه پیل او د مازدیګر په پینځه نیمو بجود ښاغلي کارواني په دوعا پایته ورسېده .    


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery