د بينوا خبريال – مسكو۲۴ر۱۲ر۲۰۰۴
ښاغلي محمد طاهر كاڼي ته د بېنوا د ژباړې جايزه وركړل شوه
د استاد بېنوا د ژباړې جايزه، د يوې ادبي غونډې په ترڅ كې نامتو ليكوال او پياوړي ژباړونكي، ښاغلي محمد طاهر كاڼي ته نن ( جمعه ) په مسكو كې وركړل شوه.
په دغې ادبي غونډې كې، لومړی ډاكټر جمشيد سمون ته بلنه وركړل شوه، چې د ښاغلي كاڼي د ادبي او فرهنګي هلو ځلو په باب وينا وكړي. وروسته بيا، د كانديد اكادميسين استاد محمد انور نوميالي، د ژباړې د ارزښت او اهميت په هكله ارزښتناكې خبرې وكړې، چې د حاضرينو د پام وړ وګرځيدې. بيا استاد امان اشكريز، عمر ننګيار، ځوان شاعر اسد ميوند، افسر سمون، ډاكټر شير حسن حسن او عارف خزان په خپل وار د ښاغلي كاڼي د ادبي هلو ځلو، د هغه د ژوند د لنډې پيژندنې او دغه راز په جرمني كې د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې د كار او فعاليت او فرهنګي هلو ځلو په باب خبرې وكړې.
د غوڼدې په وروستۍ برخه كې د كانديداكادميسين استاد محمد انور نوميالي، ښاغلي محمد طاهر كاڼي ته د (افغانستان د كلتوري ودې ټولنې-جرمني) له خوا، د بينوا د ژباړې جايزه، چې د معنوي ارزښت تر څنګ، پنځه سوه امريكايي ډالر هم ور سره ملۀ و، ورسپارل شوه، چې د حاضرينو له خوا د لاسونو په پړكولو يې تود هر كلی وشو.
وروسته ښاغلي محمد طاهر كاڼي هم په خپل وار د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې_جرمني څخه د زړۀ له كومې مننه څرګنده كړه او ويې ويل چې د دوی په وينا ، زما ناڅيز كار د دومره لويې او قدرمنې جايزې وړ نه و، خو بيا هم د دغې ټولنې د مشرتابۀ او په مسكو كې دې د نورو دوستانو كور آباد وي، چې زما كار ته په زيات ارزښت قايل شوي دي او نن يې د داسې يې غونډې اهتمام كړی دی.
د غونډې په وروستۍ برخه كې د افغان د سوداګريز مركز د رييس له خوا د ګلانو ګيډۍ د استاد امان اشكريز له خوا، ښاغلي كاڼي ته وسپارل شوه، چې د كور وداني په ويلو سره و منل شوه.
د غونډې په پای كې د افغان سوداګريز مركز له رييـس او په مسكو كې د افغان كډوالو د ښوونځي مشرې ميرمن لادا او د ښاغلي ډاكټر شيرحسن حسن او نورو دوستانو څخه هم له دې امله مننه وشوه، چې د دې غوڼدې په سمالښت كې يې فعاله ونډه اخيستې وه.