غلام ولي نوري - کابل
په دې وروستيو ورځو کي مي دافغانستان هغو سيمو ته سفر درلود په کومو کي چي واورو اويخنيو د نورو په نسبت ډير وګړي ځپلي دي .
سفر مي په زړه پوري وو ، خو کله چي مي ليدل چي د افغانستان دولت ، خيريه موسسو او د ملګرو ملتونو ادارو تر اوسه پوري هغو سيمو ته خپلي مرستي نه وې رسولې ، اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخامخ وو . زه به د بېلګي او ثبوت لپاره ځيني انځورونه چي له مځکي او هوا مي اخستي دي در وليږم .
په نوموړو سيمو کي ماشومان په ناروغيو اخته شوي دي ، ميندي اوپلرونه بې وسه دي ، روغتيايي مرستي نه دي رسيدلي ، او خلک د څښلو د پاکو اوبواو خوړو د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .
هلته د کليو او ښارونو تر منځ ډيري لاري اوس هم بندي دي . روغتيايي کلينيکونه يا بند دي ، يا روغتيايي سامان الات او دارو درمل نه لري چي ناروغانو ته يې ورکړي . کوم څه چي ما ليدلي دي د ليکلو نه دي ، د زابل ، هلمند او ارزګان په زيات شمير هغو سيمو کي چي ما وليدل ډيرو خوراکي ، روغتيايي او د سړې هوا او يخنۍ څخه دمخنيوي لپاره مرستو ته اړتيا شته . خو له بده بختانه يو شمير سيمو ته تر اوسه په لږه اندازه مرستي هم نه دي رسيدلې .
کله چي د ارزګان ولايت د يخدان سيمي ته ورسېدلو د هغې سيمي درې سپين ږيري اوسيدونکي موږ ته راغلل ، او په ژړا ژړا يې له موږ څخه د مرستي او همکارۍ غوښتنه کوله ، او د يخدان د سيمي د ولسوال / قومندان (( تور )) څخه يې سر ټکاوه چي ددوی ږغ يې تر دولتي او صحي چارواکو نه دی رسولی ، او ورسره يې هيڅ ډول مرسته نه ده کړې .
دا لنډ څه مي د هغو دريو ولايتونو په اړه وليکل کوم چي زه ورڅخه راستون شوی يم .
زه له دې دريو ولايتونو د اوسيدونکو دستونزو له ليدلو څخه وروسته د هغو ولايتونو او ولسواليو داوسېدونکو په اړه چي ورته تګ اوس هم ستونزمن دی ، سخت اندېښمن يم .
د افغانستان ولسمشر دي خيريه موسسو ته بلنه ورکړي چي يخنۍ ځپلو سيمو ته خوراکي او د تودېدلو سامان الات ورسوي او د عامي روغتيا وزارت دي په دې اړه ژر تر ژره د روغتيايي مرستو ليږلو لاري چاري وسنجوي .
ځکه زاړه وګړي له يخه مري اوتنکي ماشومان له توري ټوخلي ( سينه بغل ) له ناروغيو .
دزابل ولايت ليري پرتې سيمي
دارزګان ولايت غرنۍ سيمي
دارزګان ولايت په ځينو سيمو کي سېلونه راتلونکي دي
دهلمند د رود پر غاړه يو شمير باغونه او د کرهني ځمکي