مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د مصور خپرندوى بنسټ د كره كتنې دريمه غونډه

د مصور خپرندوى بنسټ د كره كتنې دريمه غونډه

مصور خپرندوى بنسټ خپله د كره كتنې دريمه مياشتنۍ غونډه د ۱۳۷۸ هجري لمريز كال د كب د مياشتې په ديرشمه نيټه د جمعې په ورځ په كابل كې د ميديوتيك په دفتر كې جوړه كړه .


په دغه غونډه كې چې تر ډيره د ما ومانو لپاره شعر ته ځانګړې شوې وه لومړى اجمل تورمان د ماشوم ته به څنګه شعر ليكو تر سرليك لاندې خپله مقاله و وستله او ورپسې له كنړ نه راغلي شاعر محمد نواز حقيقت هم د ماشومانو لپاره خپل ليكلي شعرونه د غونډې ګډونوا وته ولوستل شول .


چې ښاغلي محمد نبي صلاحي ، امير جان وحيد احمدزي ، ارش ننګيال ، نصرت الله الهام ، ابراهيم هوتك او اجمل تورمان پې خپل نظرونه څرګند كړل .


د غونډې په ورسته برخه كې د مصور مجلې لومړۍ گڼه د غونډې په ګډونوالو ولوستل شوه .
ټاكل كې شوې ده چې د مصور بنسټ د وري د مياشتې په غونده كې كيسه ليكوال او كره كتو

نكى استاد اسد الله غضنفر د ماشوم په كيسه او د هغه په نثر يو پراخ ليكچر وركړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery