مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې نوي ستراتیژي (رپوټ)

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې نوي ستراتیژي (رپوټ)

میرویس جلالزی

د بارک اوباما ادارې  د شنبې په شپه د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوي ستراتیژي بربنډه کړه.

بارک اوبهاما په نوي ستراتیژۍ کې له هغو طا بانو سره  چې تند لاري دي د سختې جګړې ګواښ کړی او زیاته کړي یې ده چې  که چیرته افغانستان په دې نازک پړاو کې ګوښی پریښودل شي افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو  په ځاله بدل شي او بشري حقونه به د طالبانو له خوا تر پښو اندي سي.

په دغه ستراتیژۍ کې د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما ټینګار کړی چې واشنګټن به دا ځل هیڅ یوې ترهګري ډلي ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان له خاورې په امریکې ستر ترهګریز بریدونه تر سره کړي.

 په نوي ست اتیژۍ کې د افغانستان او پاکستان په شکمنو سیمو کې د ترهګرو په ځالو او روزن ځایونو د بریدونو خبره شوی او په دې کړنلاره کې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د استولو یادونه هم شوي ده.

امریکا وروسته تر هغه د افغانستان او پاکستان په اړه په خپله ستراتیژي کې د بدلون را وستلو ته چمتوالی وښود چې په دغو دواړو ملکونو کې د امریکې پخوانی ستراتیژي ناکامه او ناکاره په ګوتو شوه.

په نوي ستراتیژي کې چې د اوبهاما پر وینا د کابل او اسلام آباد سره په همغږۍ او د دریو واړو حکومتونو په خوښه جوړه شوي، تر زیاته بریده په سیمه کې د بغاوتونه کچه را  ټیټه شي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمیدزاده او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په خپلو لومړنیو غبرګونونو کې د دغې ستراتیژۍ هرکلۍ کړی.

حمیدزاده وویل چې په دغه کړنلاره کې تر ډیره زم ونږ غوښتنو ته پام نیول شوی او یوه یې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د کمپنو د شتون په اړه د امریکې باور دی.

بارک اوبهاما په نوي ستراتیژۍ کې له یو شمیر طالبانو سره  د مذاکرو لارې ته هم اشاره کړي  او م اکرات به له هغو طالبانو سره کیږي چې یا یې د پیسو او یا هم د مجبوریت له وجهې وسلې ته لاس کړی.

 اوبهاما وویل چې افغانستان او پاکستان کې د امریکا هدف څرګند دی او امریکايي ځواکونه افغانستان ته د کنترول لپاره نه دي راغلي  او نه هم دا غواړي چې د دې ملک  راتلونکی وټاکي.

اوبهاما وویل امریکا  د شریک دښمن سره دجګړې لپاره افغانستان ته خپل سرتیري استولي.

 په دغه ستراتیژۍ کې له اوباما په نکل راغلي : (( ام یکایان باید پوه شي چې زمونږ هدف څرګند دی او هغه هم القاعدې او طالبانو ته د ماتې ورکول دي)).

 اوبهاما وویل چې هر کال به پاکستان ته یو  اعشاریه پینځه ملیارد ډالره د ښونځیو او  سرکونو  د رغولو لپاره و کړل شي.

د امریکې ولسمشر د  القاعدې ډله  د سرطان دانې ته ورته وبلله  او  ډاډ یې ورکړ هغه ت هګر په افغانستان او پاکستان کې پټ دي چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د امریکې په نړیوال سوداګریز مرکز او دفاع وزارت ب یدونه پلان کړي ول.

  په نوي ستراتیژۍ کې د پاکستان او افغانستان تر منځ پرته پوله ډيره خطرناکه ښودل وي او اوبهاما وویل چې القاعده او طالبان د سرطان دانې ته ورته ده چې پاکستان  له دننه خطمولای شي.

 اوبهاما زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان په ګډو قبایلې سیمو کې د ترهګرو پټن ځایونه، روزن ځایونه، پلان ځایونه او د هغوي د تجهیز محلات شتون لري چې د هغو په له مینځه وړلو کې به د غربي متحدینو سره په ګډه کار و ي.

 اوبهاما وویل چې دغه سیمې د نړۍ په کچه امریکې ته تر ټولو خطرناکي دي.

 په نوي ستراتیژۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو روزلو ته هم اشاره شوي او راغلي چې د امریکا به افغانستان ته ۴۰۰۰ پوځي روزونکي واستوي تر څو امنیتي ځواکونه وروزي او د وخت په تیریدو افغان کورني ځواکونه ډیر مسولیتونه پر غاړه واخلي.

اوبهاما وویل چی دا یوازي د امریکا ستونزه نه ده چې ترهګر په سیمه کې فعالیت کوي  بلکه متحدینو ته هم لویه ستونزه ده.

 په نوي ستراتیژي کې د افغانستان او پاکستان په اړه مهمو ټکو ته اشاره شوي ده.

 له دواړو م کونو سره اقتصادي همکاري بله هغه مسله ده چې په دغه ستراتیژۍ کې شامله ده.

اوس به د امریکې ملکي ادارې د هغو پیسو د لګښت په اړه هم له  پآکستان څخه بیلونه او معلومات غواړي چې د امریکې له خوا د بیاودانولو لپاره پاکستان ته ورکول کیږي.

له دې دمخه د مشرف د حکومت پر مهال هم اسلام آباد ته امریکې ډیري مرستې ورکړي خو امریکا شک درلود چې دغه پیسې په هغه لاره نه دي لګیدلي چې امریکې یې تمه لرله.


د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکې په نوي ستراتیژۍ کې د ترهګرۍ د خطمولو لپاره د سیمیزې حل لاري په موندلو ټینګار شوی او د دغو دواړو هیوادونو له ټولو ګاونډیانو دا غوښتنه شوي چې د ترهګرو سره په مبارزه کې خپله ونډه ادا کړې.

د افغانستان ه ادارې فساد سره مقابله بله هغه مسله ده  چې په نوي ستراتیژي کې ځای لري .

د دغې ستراتیژۍ له مخې به ادارې فساد خطمیږي او ټولي ممکنه هغه لاري چاري به لټول کیږي چې پرې دغه فساد قابو شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery