د امريکا د کانګرس د غب
ګو جرګو ګډ هیت، په کابل کې له ولسمشرحامد کرزي سره د راتلونکيو ټاکنو او د اهل تشيع د شخصيه احوالو د قانون
په اړه، خبرې وکړې .
دغه پلاوى چې د امريکا د نماينده ګانو او سنا د مجلس پنځه غړي په کې شامل دي، تازه
کابل ته رارسېدلى او د وري په ١٨مه يې، له غرمې وروسته د ارګ په ماڼۍ کې له کرزي سره وکتل .
د هغې خبرپاڼې
له مخې، چې د کرزي د وياند له دفتر څخه خپره شوي په دغه کتنه کې د ولسمشرۍ د راتلونکيو ټاکنو، د اهل تشيع د شخصيه
احوالو د قانون، د خبرو اترو له لارې د سولې د راوستو، د امريکا د مرستو او د افغانستان د بيارغونې په اړه، خبرې
وشوې .
د سرچينې په حواله، امريکايي پلاوي په دغه کتنه کې د خپل سفر موخه يو ځل بيا افغانستان د ام
نيت په ټينګښت او سولې راوستو کې د خپلې اوږدمهالې ژمنتيا تازه کول وښودل .
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په
دغه پلاوي کې د امريکا د ديموکرات او جمهوري غوښتونکيو د ګوندونو غړي شامل و او هغوى ټولو د افغانستان په اړه
د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له دريځ څخه، ملاتړ وښود .
د دولت د رياست په اعلاميه کې ويل شوي دي، چې
ولسمشر کرزي په دغه کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د امريکا د مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو پر اوږدم
هالو اړيکو يې ټينګار وکړ .
د سرچينې په حواله، کرزي په ياد شوي کتنه کې همداراز وويل چې افغانستان او
پاکستان لپاره د امريکا نوې ستراتيژي، د افغانانو د پخواني دريځ ښودونکې ده او هېواد به يې د هغې په عملي کېدو کې،
کلک همکار وي .
د افغان او بهرنيو چارواکيو ترمنځ د اهل تشيع د شخصيه احوالو قانون په اړه، په دې وروستيو
کې خبرې اترې تودې شوې دي .
دغه قانون په کورنيو او بهرنيو رسنيو کې هم تاوده بحثونه رامنځ ته کړي
دي .
دغه قانون، چې په ٢٤٩ مادو کې د ولسي جرګې لخوا تصويب شوى، په دې وروستيو کې د ولسمشر له
خوا توشيح شوى هم دى .
خو ددغه قانون ځينې مادې په نړېواله کچه له نيوکو سره مخ دي .