مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-07   مخپرونکئ : 055 - دبېنوا لیکوال - استرلیا

د مَفصلو يا بندو د پړسوب و علاج ته اُمېدونه

سپېڅلی

 

١٨ دوری ١٣٨٤   

پوهان اوس په دې بريالي سوې دي چې ديوه ژن په اصلاح کولو سره چې په بدن کې ديوه مهم انزايم د جوړولو مسئوليت لري، د هغه کړپندوکي هډوکو ياغضروفونو  تدريجي سولېدل يا دمينځه تلل و دروي  کوم چې د مفصلو يا بندو په شاو خوا کې د پړسوب باعث ګرځي .

دامريکا او استراليا د څېړونکو ټيمونه هيله لري چې دهغوي څېړني  به  په دې وتوانيږي چې د مفصلو يا بندو د پړسوب و علاج ته ﻻره هواره کې.

ددې څېړنو جزئيات چې پر موږکانو باندي تر سره سوي دي د "نيچر" په خپرونه کې خپاره سوی دي .

غضروفونه يا  کړپنډوکي  هډوکي د  "آگرکان" په  نامه د يوه ګټور عنصر درلودونکی دی چې د ضربې و مخي ته درېږي .  دا عنصر د غضروف  يا کړپندوکي سره مرسته کوي چې وزن  وزغمي او د هغه د فشار سره مقاومت وکړي .

 دسالمو اشخاصو غضروفونه په زياته اندازه "آگرکان"  لري، خو په هغو کسانو کې چې د مفاصلويا بندو په پړسوب اخته دي دغه عنصر د "آګرکاناسيس" نومي انزايمو د مجموعې په وسيله له مينځه ځې او په نتيجه کې غضروف د ضربې د مخنيوی مقاومت يا وړ توب د لاسه ورکوي.

د "وايت" (Wyeth) امريکايې شرکت ، د استراليا د ملبورن د پوهنتون او د مرداک د ماشومانو د مو سسي څېړونکو ، د آگرکاناسيس په انزايمو پوري د تړلي کورنۍ يو بل انزايم چې  "  آګرکاناسيس _ ٢"  ياديږي کشف کړی دی چې د غضروف يا کړپندوکی د خراپېدو په پروسه کې يو ډېر اساسي نقش لوبوي.

دې څېړونکو د موږکانو په  ژن کې داسي لاس وهنه کړېده چې يوه برخه يې ددې انزايم نه بې برخي سي او مرسته   وکړي چې دغه حيوانان  تر يوه حده پوري د غضروف د خراپېدو نه خوندي پاتي سي.

څېړندويان په دې باوردي چې د بندو يا مفصلو دپړسوب د ناروغيو سره دمقابلې امکانات د هغو درملو د لاري چې  انساني ډول  "  آګرکاناسيس _ ٢"  تړي  وجود لري .

دکتر اماندا فوسانګ داستراليايې ټيم يو غړی وايې:" چې تر نن ورځې پوري موږ دقيقاً نه پوهېدلو چې کوم آنزيم بايد وتړو.

 هغه وايې که څوک و نه پوهيږي چې دښمن څوک دی څرنګه به دهغه سره جګړه وسي . هغه زياته کړه اوس چې دښمن و پېژندل سو نو کولاي سو چې ډېري کارنده دطبي علاج ﻻري پيدا کړو .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery