مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-08   مخپرونکئ : 055 - دبېنوا لیکوال - استرلیا

المانيانو يوه نوې سياره کشف کړه

سپېڅلی

١٩ دوری ١٣٨٤

د اشپيگل مجلې د سې شنبې په ورځ  دخپلي ا نترنتي پاڼي د لاري د ينا د پوهنتون د فزيک د  موسسې د ستوري  پېژندونکي   رصد خانې د مدير "رالف نوي هويزر"  دخولې نه ويلي دي : چې موږ پوره ډاډمن يو چې  يوه نوې   کره مو کشف کړېده .

ددغې سيارې  انځور  د کوچنيو ټکو په څېر ښودل کيږي  چې د "ګ كو لوپي" د ستوری  سره ملګرتوب کوي  

په داسي حال کې چې "ګ كو لوپي" ستوری  چې په شمسي منظومه کې و لمر ته ورته دی د عمر نه يې يوازي يو مليون کاله  تيريږي   خو لمر بيا ددېنه  ٤٦٠٠ واره  زيات  عمر لري .

 د"ګ كو لوپي" ستوری  د ځمکې نه٤٠٠ نوري کاله واټن لري  ( هر نوري کال څه نا څه لس بيليونه کيلومتره دی)

په  هغه عکس کې چې په  چيلي کې د اروپا د رصد خانې د تلسکوپ لخوا اخيستل سوی دی  يوه ستره ګازي توده ليدل کيږي  چې د څېړونکو په حساب د يوه نه تر دريو ځله پوري د مشتري دسيارې  په اندازه  وزن  لري  .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery