مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ولت ام سونتاګ: له نرم لارو طالبانو سره د خبري وشي

سرچینه: د  آلمان ولت ام سونتاګ ورځپاڼه

ژباړه او  ترتیب: نتکۍ

له برلېن څخه د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني دفاع وزیر کارل تیودور زو ګوتنبرګ وویل چې که له طالبانو سره خبرې اترې وشي په افغانستان کې به د کړکېچ د کموالي لار برابره شي .


نوموړي له ولت ام سونتاګ ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې چې د لوېدیزې ټولنې لپاره دیوه طالب ګواښ د بل هغه له ګواښ سره برابر او یو شان نه دي.


په ۲۰۰۷ زیږیز کال کې د جرمني ځینې سیاستوالو له افغان طالبانو سره د خبرو اترو موضوع راپورته کړه خوددغه هیواد ساتنپالي یا محافظه کار ګوند له دغه وړاندیز ونه مانه .

ورځپاڼه کاږي چې د نوموړي دا خبرې ښیي چې د افغانستان په اړه د جرمني په سیاست کې بدلون راغلی.

د جرمن دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې څه مهال مخکې برتیانیا او څونورو هیوادونوهم له افغان حکومت غوښتي ول چې د طالبانو له ځینې مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery