مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-10   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

مونشن ټایمز: د کندز پر سر د امریکا او آلمان لانجه


مونشن ټایمز: د کندز پر سر د امریکا او آلمان لانجه 

سرچینه: مونشن ټایمز ورځپآڼه

آلماني ژباړه : میرویس جلالزی

 

  امریکا پلان لري د افغانستان په شمالي کندز ولایت کې د روان کړکیچ سره د مبارزې لپاره دغلته له آلماني سرتیرو د ټولو چارو قومانده په خپل لاس  کې واخلي.

واشنګټن ظاهراً په خپل دغه کار سره په شمال  کې  د آلماني قوماندانانو د ولکې خطمول غواړي.

دآلمان مونشن ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستې ګڼه کې وړاندي لیکلي چې امریکا په کندز کې  د استقرار په صورت کې غواړي د ناټو د غښتلي متحد المان په شمول د نورو ټولوکوچنیو متحدینو قومانده تر خپل واک لاندي کړي.

د رپوټ پر اساس چې د امریکا دولت د افغانستان په شمال کې د آلماني سرتیرو له ماموریت څخه راضي نه ښکاري.

د ورځپاڼي په لیکنه چې واشنګټن په کندز کې د آلماني سرتیرو د ماموریت له پراخیدو سره هم موافقه نلري او غواړي دغلته آلمان ته دخنډونو په جوړولو سره دغه هیواد دې ته اړ باسي چې د کندز ماموریت دوي ته وسپاري او خپل سرتیري د امریکایانو تر قوماندې لاندي په خپلواوسنیو دندو وساتي.

د مونشن ورځپاڼه له  یوه امریکايي جنرال څخه په حواله لیکي چې دمګړۍ په کندز کې د امریکا د پوځ یو شمیر ټولګي موجود دي او امریکايي سرتیري نه غواړي چې د بل هیواد د قوماندانانو تر قوماندې لاندي ماموریت پر مخ بوزي.

ورځپآڼه وړاندي لیکي چې دکندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د تیر  کال په هغه برید کې چې پکې  د یو شمیر طالبانو په ګډون په لسګونو ولسي افغانان وژل شوي ول امریکايي پیلوټان مقصر ول دا ځکه چې آلماني سرتیرو له امریکايي الوتکو مرسته غوښتي وه چې د دوو تښتول شویو ټانکرونو د تښتولو سیمه دوي ته مشخصه کړي خو امریکايي هوايي قواوو پرته له دې چې د آلماني قوماندانانو دستور ته غوږ کیږدي تښتول شوي ټانکر وویشتل او پکې یې لویه غمیزه رامنځ ته کړه.

د مونشن ورځپاڼي په باور چې دغه برید په افغانستان کې دننه او په آلمان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت په اړه د ولسي خلکو د قهر د را پاریدو سبب وګرځید چې اصلي لامل یې امریکایان وو نه آلمانیان.


Transleted by Mirwais Jalalzai

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery