د کليفورنيا په ايالت کې د ارواښاد اجمل خټک بابا په ياد او درنښت غونډه
درنو هېوادوالو :په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان ټولنې د فبرورۍ د مياشتې په ٢٠مه نېټه د ارواښاد اجمل خټک بابا په ياد او درنښت د پاک کلام د ختم او درناوی غونډه رابللې وه،چې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو پکې ګډون کړې وه٠
دا غونډه د ماسپښين په دوه بجو د ښاغلي الحاج محمد هاشم (محمود) له خوا د پاک کلام د ختم او د ارواښاد اجمل بابا روح ته د دعا په کولو سره پېل شوه ، وروسته د غونډې د وياند ښاغلي محمد حامد الوتاند دلنډې وينا څخه وروسته لاندې وېنا والو ته بلنه ورکړل شوه چې د خدای بښلي اجمل بابا د سياسي هلو ځلو او د هغوی د اثارو په اړوند د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي٠
١-د کابل پوهنتون پخوانۍ ښوونکۍ ښاغلي پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ٠
٢- د ملي اردو پخواني داکتر ښاغلي داکتر فضل احمد (عبدياني)٠
٣- د سيا سي چارو شنونکۍ او څېړندوی ښاغلۍ داکتر عبدالقيوم (کوچي)٠
٤- پېژندل شوي ليکوال او شاعر ښاغلي انجنېر عبدالوکيل (متين)٠
٥-د کليفورنيا ايالت د وړکتونونو د صحي چارو مشر ښاغلي داکتر عبدالرحمن (زماني)
٦- د افغان کلتوري ټولنې مرستيال ښاغلي محمد نصير (ياسيني)٠
٧- شاعر او ليکوال ښاغلي نور حکيم٠
د يادونې وړ ده چې ،پورتنېو ښاغلو د خدای بښلي اجمل بابا د ژوندانه په بېلو ،بېلو برخو ، اشعارو او سياسي ژوندانه هر اړخيځه رڼا واچوله ، چې دا وېناوې د ګډونوالو د تودو احساساتو سره بدره ګه شوې٠
دا غونډه د ماځيګر د لمانځه څخه وروسته په ګران هېواد افغانستان کې د دائېمي صلحې او امنېت د راتلو او ټينګښت په اړوند او ارواښاد اجمل بابا روح ته د دعا په کولو سره پای ته ورسېده٠
د ستاکتن ښار د کليفورنيا ايالت امريکا