د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ په ۲۸ نېټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ د افغان ادبی یون « دیر » تر سیورې لاندې د پښتونخوا د دیر په تورکیمپ کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري کولتوری او ادبی خدمتونو په یاد کې درنه غونډه او مشاعره جوړه شوه .
ددې مشاعري د نظامت او سټیج چاري ښاغلې عنایت حسرت او ښاغلې سعادت مشواڼې تر سره کولي .
په مشاعره کې د پښتنو لیکوالانو او شاعرانو سر بیره په دیر کی د ساپیو ، مشاواڼیو ، سالارزیو او ماموندوقامی مشرانو اوسپین روبو هم په ګڼ شمیر کی ګډون کړی ؤ
مشاعره دسهار په نهوبجو د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د سټیج سیکرټری له خوا ښاغلی وزیر محمد وزیری ، ښاغلی حاجی عزیز الحق او ملک قریب الرحمن ځانګړوکورسو ته راوبلل شول.
ورپسی د افغان ادبی یون « دیر » مشر ښاغلی سعادت مشواڼې راغلیو میلمنو ته هر کلی وویلو اوله دوی ئې مننه وکړه .
ښاغلی سعادت مشواڼی خپله څیړنیزه مقاله د « ستوری څوک ؤ » تر سرلیک لاندې د غونډې ګډونوالو ته واوروله.
ورپسی ددی غونډې اصلې برخه چې مشاعره وه، پیل شوه چی د هیواد تکړه نامتو او ځوانو شاعرانو پکی خپل شعرونه واورول او ارواښاد ستوري ته ئی د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې چی د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کیدل.
دمشاعری لومړئ برخه د ماسپښین په یوه بجه پای ته ورسیده، ورپسی دمه وشوه اوله دمی وروسته د غونډې دویمه برخه چې د ټلیفون پر لیکه مشاعری او او د ارواښاد کبیر ستوري په هکله تاثراتو ته ځانګړې شوي وه پیل شوه .
د تلیفون پر لیکه مشاعره کی د هیواد دننه او هم له هیواده بهر له عربی هیوادونو، امریکا او اروپا څخه ګڼ شمیر شاعرانو او لیکوالانو برخه واخسته ، خپل شعرونه او پیغامونه ئې واورول او پښتنې کولتور او ادب ته د ارواښاد ستوري خدمتونه او هلی ځلی ئی وستائیلی .
هغه درانه شاعران او لیکوالان چی ددی غونډې د مشاعرې په دواړه برخو کی کی ګډون کړې ؤ افغان ادبی یون «دیر» تری ډیره ډیره مننه کوی چی نومونه ئی په لاندې ډول دی :
ښاغلی عصمت الله حقیار ، ښاغلی امجد سیرت ، ښاغلی قادر امین ، ښاغلی سلیم ناچار ، ښاغلی معلم مشواڼې ، ښاغلی سید الله سباوون ، ښاغلی اکبر سیال ، ښاغلی محسینې ، ښاغلی فضل ربی نسیم ، ښاغلی ډاکتر بصیر بیدار ستوری ، ښاغلی قاسم اقبال ، ښاغلی رویداد حسرت ، ښاغلی رفیع الله اتل ، ښاغلی نسیم ستوری ، ښاغلی نقیب احمد جان ، ښاغلی محمد دین منصور ، ښاغلی څاروان شینواری ، ښاغلی ډاکتر زبیر ، ښاغلی محمد حسرت ، ښاغلی سردار یوسفزی ، ښاغلی الطاف ګل ګل ، ښاغلی خیر محمد ساحر ، ښاغلی دولت خان دولت ، ښاغلی الفت ورکزی ، ښاغلی افسر خان نوید ، ښاغلی فضل خالق غمګین ، ښاغلی طاهر الطاف سرحدې ، ښاغلی محمد ګل یاسر ، ښاغلی عبدالحمید سباوون ، ښاغلی شاهد الله شاهد ، ښاغلی اسرار د طورو ، ښاغلی شبیر دورانی ، ښاغلی محمد امین یوسفزی ، ښاغلی نظیر یوسفزی ، ښاغلی شیر زمان سیماب ، ښاغلی بصیر ایسر مشواڼی ، ښاغلی ، عنایت حسرت ، ښاغلی عبدالرزاق، ښاغلی اسد بازاره کې ، ښاغلی ډاکتر اورنګ زیب ، ښاغلی عطاالله ، ښاغلی صابر شاه فقیر ، ښاغلی فضل هادې ، ښاغلی سلیم خان مشواڼی ، ښاغلی ابرهیم حماس ، ښاغلی غنې غورځنګ ، ښاغلی حضرت حسین سیاد ، ښاغلی عیسی خان متی زی ، ښاغلی اسلام درویش ، ښاغلی نور باچا احساس ، ښاغلی خادم یوسفزی ، ښاغلی نثار ، ښاغلی مجاهد اکبر خان ، ښاغلی محسین حسن ، ښاغلی قادر مجنون، ښاغلی ریس خان سیایست وال، ښاغلی رحیم خان رحیم، ښاغلی صادق سرګردان ، ښاغلی ضیا ولی شاه ضیا ، ښاغلی رحمت جان رحمت ، ښاغلی محمد حنیف شاهد ، ښاغلی صیاد روغانی ، او داسی نور...
په درنښت
یادونه: ددی غونډی ویډیو به وروسته پرلیکه شی