٢٥ د زمري ١٣٨٤
بي بي سي : په سکاټلېنډ کې ساينس پوهانو د انساني امبريو له بنسټيزه حجري يا ژوانکې څخه په نړۍ کې په لومړي ځل د اعصابو سوچه بنسټيزه ژوانکې توليد کړي دي.
عصبي بنسټيزه ژوانکې د دماغ او مرکزي عصبي سيسټم لويه برخه جوړوي او دا به د هغه خلکو سره مرسته وکړي چې د الزهايمر په څير دماغي ناروغي لري.
که څه هم دا بهير به وخت واخلي خو د نوو داروګانو د پياوړي کولو لپاره دا ازموينه ډېره ګټوره ده. د دی ازموينې څخه به دا ګټه هم تر لاسه شي چې ساينس پوهان به د نږدې څخه د دماغ د جوړيدو بهير وڅاري چې ولې دا دماغي ناروغي رامنځ ته کيږي.