د اتلانو د ټاکلو سیالی له کابو تیرو دوو میاشتو د راډیو له لاری پیل شو ې وه په زرهاوولیکونه له ې لاری راډیو ته را ورسیدل او په دی لړکي په سل هاوو اتلان د راډیو له لاري معرفي شول هرچا هغه څوک ازادي راډيو ته اتل ورپېژانده ، کوم چي اتل ورته ښکارېده
فريشته جلالزۍ – کابل
د ازادی راډیو اتلان وټاکل ، په ټول افغانستان کی دکندهار اتل ترټولو ستري او د پام وړ کارنامې لرلې .
د اتلانو د ټاکلو سیالي له کابو تیرو دوو میاشتو د راډیو له لاري پیل شوې وه
په زرهاوولیکونه له دې لاری راډیو ته را ورسیدل او په دی لړکي په سل هاوو اتلان د راډیو له لاري معرفي شول .
هرچا هغه څوک ازادي راډيو ته اتل ورپېژانده ، کوم چي اتل ورته ښکارېده .
د ازادی راډیو له لاری دسیمیزو اتلانو پدې سیالۍ کي ترټولو غوره لیکونو او ریښتونیو کیسو ته جایزې ور وویشتل سو ې .
د جایزو د ویش په ورځ د راډیو له خوا د کابل داستقلال دلیسې په تالار کي غونډه جوړه شوې وه چي لوړپوړي افغان حکومتي چارواکي ، په کابل کي د امریکې د سفارت د فرهنگي چارو مشر ، په کابل کي د نړیوالوسوله ساتو ځواکونو ویاند، یو شمیر مطبوعاتچیانو ، فرهنگیانو ، لیکوالانو او د راډیو د کارکونکو د کورنیو ځینو غړو برخه لر له .
د راډيو د تمثيل د برخي همکارانو د ستېج پر مخ ډرام ولوباوه ، اوافغان سندرغاړی عبدالله کندهاري سندري وبللې .
دټول افغانستان د اتلانو له ډلي لومړی ځای د کندهار اتل ته ورکړل شو .
اتل شمس الله تراتلسو زیات هغه ځوانان چي په نشو روږد وو بیرته عادي ژوند ته راگرځولي وو او هغوی ته یې د عادي ژوند کولو امکانات برابرکړي و .
شمس الله اتلس کلن ځوان دی چي د کندهار ښار د لو والې په سيمه کي اوسي او هلته د پنبې ( پختې ) د وریشولو فابریکه لري .
اتلانو ته د ازادۍ راډیو د پراگ د دفتر مشري شریفې شریف ، او دکابل دفتر ریس محمد امین مدقق جایزې ورکړې .
د لومړي نمبر گټونکي ته یو جاپانی جنریتر ، له دوهم نه تر شلم نمبر ګټونکي پوري يو ، یو چینایی بایسکل اود سیالۍ پاته برخوالو ته د راډیو یوه ، یوه تصویري کلیزه له یوې راډیو سره ورکړل شول .
د پورتنيو عکسونو غټه بڼه د همدې پاڼي په انځورونو کي کتلای شی