مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-02   مخپرونکئ : ۵۲ بېنوا ـ پیښور

( ( رنج زمانه ) ) په نوم يو افغاني فلم پېښور کې نندارې ته وړاندې شو:

ننداره

رنج زمانه يو افغاني فلم دى چې په فارسي ژبه جوړ شوى او د سپټمبر په دوهمه د پېښور په افغان رستورانت کې يې د پرانيستې غونډه جوړه شوه چې ورکې د فلم ستورو، فرهنګيانو او افغان مقاماتو هم ګډون کړى و_ ددغه فلم ليکواله مېرمن فرخ زاد ده

پېښور :: ننداره
 رنج زمانه يو افغاني فلم دى چې په فارسي ژبه جوړ شوى او د سپټمبر په دوهمه د پېښور په افغان رستورانت کې يې د پرانيستې غونډه جوړه شوه چې ورکې د فلم ستورو، فرهنګيانو او افغان مقاماتو هم ګډون کړى و_ ددغه فلم ليکواله مېرمن فرخ زاد ده چې وړاندې تر دې يې هم يو شمېر فلمونو ته کيسې ليکلي دي _ دغه فلم وحيدشريف ډايريکټ کړى دى _ نوموړي تر دې وړاندې د شک او چانس فلمونه هم ډايريکټ کړي دي _ دفلم د پرانيستې غونډې ته پېښور کې افغان مرستيال قونصل احمد سعيدي ، د فلم ليکوالې مېرمن فرخ زاد او د فلم دايريکټر وحيد شريف ويناوې وکړې چې په ترخ کې يې د فلم د څرنګتيا تر څنګ په پردېسۍ کې دافغاني فلمونوپه جوړولو خوښي خرګنده کړى شوه _ورپسې فلم په سالون کې ناستو کسانو ته د پروجيکتر دلارې دسينما په پرده نندارې ته وښودل شو _
 نوموړى فلم ديوې افغانې کډوالې کورنۍ د ژوند انځور وړاندې کوي ا و ښايي چې په کډوالۍ کې افغانان په څومره مجبورۍ کې ژوند تېروي _ نوموړى فلم اوس بازار ته راوتلى او د فلم مينه وال د دغه فلم ککوړي (سي ډي ګانې) په ارزانه بيه لاس ته راوړلى شي _نوموړى فلم نه يوازې په کتلو بلکه په ساتلو هم ارزي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery