مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-10   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د هوتکي پاڅون ددرې سومي کاليزي غونډه جوړه شوه

دافغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا د٢٠٠٥ ز کال د سپټمبر د مياشتي پر لسمه نېټه د جرمني د ليورکوزن په ښار کي د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کاليزي جشن د علمي سيمينار او يوې درنې غونډي په لړ کي ولمانځل شو.

يکشنبه د وږي ٢٠ مه ١٣٨٤ لمريز کال

 

دافغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا د٢٠٠٥ ز کال د سپټمبر د مياشتي پر لسمه نېټه د جرمني د ليورکوزن په ښار کي د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کاليزي جشن د علمي سيمينار او يوې درنې غونډي په لړ کي ولمانځل شو ، په دې غونډه کي د اروپا دبيلابېلو هيوادونو څخه دراغليو افغانانو شمېر شپږ سوه تنو ته رسيده .

 

غونډه د ماځيګر پر څلورو بجو د ښاغلي عابدالله ساپي له خوا د قرآن مجيد دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه .

ورپسې دافغانستان د کلتوري ودي ټولني د مشرتابه جرګې په استازيتوب ښاغلي ډاکټر محمد صابر پرانستونکې وينا اواوروله او د هغو دولس ټوکو کتابونو په اړه مالومات وړاندي کړل کوم چي د افغان هوتکي پاڅون ددرې سومي کاليزي په وياړ د همدې جشن له پاره چاپ شوي وو . .

 بيا په پرله پسې ډول د هوتکي پاڅون د بيلابيلو اړخونو په باب ددغو پوهانو ويناوي اومقالې واورول شوې :

 

_  ډاکټر عبدالصمد حامد

_  پوهنوال ډاکټر رستار تره کی

_  کانديد اکاډمسين محمد اعظم سيستاني

_  ښاغلی مانفريد شميت

_  ښاغلی محمدمعصوم هوتک

_  پوهنوال رسول باوري

 

د علمي برخې په پای کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له خوا ددغو دريو  افغاني ويبپاڼو استازو ته د ميرويس نيکه مډالونه ورکړل  شول :

 

_ دکانديد اکاډمسين محمد اعظم سيستاني په لاس د ټول افغان ويبپاڼي  استازي  شيرزاد کامه وال ته

_ د پوهنوال ډاکټر روستار تره کي په لاس  د بېنوا ويبپاڼي استازي عبدالله احسان ته

_ د ښاغلي محمد معصوم هوتک په لاس  د افغان جرمن  ويبپاڼي  استازي ښاغلي قيس کبير ته .

 

تر دې وروسته د جشن دوهمه برخه د ميرويس نيکه د تاريخي ډرام د يوې برخي په ښودلو پيل شوه ، دغه تاريخي ډرام د ارواښاد استاد برېښنا په قلم ليکل شوې او د نوميالي ډايرکټر ښاغلي واحد نظري له خوا وړاندي شو ، په ياد شوي ډرام کي لاندي لوبغاړو برخه اخستې وه :

 

_  اغلې ستورۍ منګل

_ ښاغلی محمداجان يار

_ ښاغلی مطيع الله رووفي

_ ښاغلی معاون ګران

 

ورپسې د ټنګ ټکور برخه پيل شوه چي لومړی ښاغلي احمدشاکر او ورپسې ځوان سندرغاړي ښاغلي شهنا  په زړه پوري سندري وويلې ، د بېلابېلو مستو ملي اتڼونو په کولو سره د شپې پر يوه بجه د افغان هوتکي پاڅون ددرې سومي کاليزي جشن پای ته ورسېد .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ددې غونډي نور انځورونه له دې ځای نه وګورئ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery