مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

روماندې نیوز: دامریکاپه اړه د فرانسوې جنرال بیان

سرچینه: روماندي نیوز - سویسۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د سویس هیواد روماندي نیوز ورځپاڼی تر تر عنوان لاندي چې فرانسه په افغانستان کې د امریکا د ماموریت منتقد فرانسوۍ جنرال محاکمه کوي تر عنواند لاندي یوه مقاله خپره کړي چې ځیني مهمې برخې یې په لاندې دول خپریږي.

ورځپاڼه لیکي د هغه فرانسوي جنرال دوسیه د فرانسې دفاع وزیر ته استول شوي چې په افغانستان کې یې د امریکا پر ماموریت انتقاد کړی او  ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان کې د متحدینو له جنرالانو سره مشوره نه کوي او هر څه په خپل سر او په خپله خوښه پر مخ بیایې.

جنرال کریستوف پرازوک چې د فرانسې لوی درستیز دی له دغه منتقد فرانسوي جنرال وینسنت دسپورت سره یې لیدنه کړي او هغه ته یې ویلي چې دی باید د خپلو دغو بیاناتو په باب د فرانسې دفاع وزیر ته سپیناوی وکړی.

لوی درستیز ویلي چې دفاع وزیر اروه مورن به د دغه جنرال په باب انظباتي پریکړه کوي چې ښایې له پوځ څخه د هغه په شړلو هم خطمه شي.

جنرال وینستدسپورت د فرانسې له لوموند ورځپاڼي سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي ناکاره بللي او د افغانستان روان ماموریت یې نا سم بللی دی .

دغه جنرال په جون میاشت کې د سل تنو بهرنیو سرتیرو وژنې ته په اشاره سره ویلي ول چې د سرتیرو مړینه دا ښیې چې جګړه څومره نا سمه پلان شوي او د افغانستان حالت اوس د بل هر وخت په پرتله ډیر پیچلی او خطرناک دی .

د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو دغه جنرال یو مهال په افغانستان کې د فرانسوي هغو سرتیرو قومانده هم کوله چې په کاپيسا ولایت کې ځای پر ځآی دي.

نوموړي جنرال ورځپاڼي ته د امریکا د ولسمشر په هغه پلان هم انتقاد وکړ چې وایې افغانستان ته دیرش زره تازه دمي سرتیري استوي.

نوموړي وویل: (( که د افغانستان جنګ جنګ وي نو  دیرش زره سرتیري ورته کفایت نه کوي او که چیرته دغه جنګ سم نه وي نو باید د سرتیرو شمیره صفر ته را ټیټه کړای شي)).

د فرانسې لوی درستیز د دغه جنرال خبري د هغه شخصي او له اسنادو پرته څرګندوني په ګوتو کړي دي.

دمګړۍ د فرانسې ۳۷۵۰ سرتیري په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندي ماموریت پر مخ بیایې.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery