مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اختر دوديز مراسيم په کندهار کي ( انځورونه )

په کندهار کښي د کمکي اختر مراسيم  ترسره شول . په زرګونو خلګو د ښار  شمال لورته پروت د عيدګاه جامع په ارت ميدان کښي د اختر لمونځ اداء کړ . که څه هم د خرقې مبارکي په جامع جماعت کښي د کمزورو خلکو چي

سيدبرهان الدين دربار  

په کندهار کښي د کمکي اختر مراسيم  ترسره شول . په زرګونو خلګو د ښار  شمال لورته پروت د عيدګاه جامع په ارت ميدان کښي د اختر لمونځ اداء کړ . که څه هم د خرقې مبارکي په جامع جماعت کښي  د کمزورو خلکو چي و عيدګاه ته د تللو توان نه و  ورسره  د اختر د لمانځه  د اداکولو لپاره ترتيبات  نيول شوي و  خو بيا هم زيات شمير ښځي ، زاړه، او واړه ، عيدګا ته راغلي ول . 

 په ښار کښي هم کندهاريانو د اختر ورځ په رنګارنګ  کلتوري لوبو لمانځله . د ماشومانو په لاسونو کي چي نوي جامې ئې اغوستي وې ، زيات شمير هګې د جنګولو لپاره ترسترګو کيدلې او  ليري نژدې د پټاکيو ږغونه اوريدل کيدل .

د ښار په ميوند واټ  کښي په سلګونو  کندهاريان راټول شوي  اوپه ځانګړو لوبو ، اتڼونو ئې  د اختر لمانځه کوله . د ښار په کوڅو او نورو واټونو کښي هم  د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ول .

اکثره کندهاريان د خپل کلتوري دود له مخي د عيدګاه د لمانځه د اداء کولو وروسته لمړی  د خپلو خپلوانو هديرو ته ځي او دهغوې لپاره د بخښني دعاوي کوي .بيا خپلو کورونو ته  ستنيږي  او د خپلو مشرانو د درناوي لپاره د هغوپه کورنو کښي راټوليږي . او يا هم د خپلو نورو دوستانو  کورنو ته د اختر د مبارکی په موخه ځي .

 ددې تر څنګ اکثره کندهاريان د اختر په ماذيګر او يا هم په دوهمه ورځ  دشاه مقصود علي  ابدال  دربار ته چي د کندهار لويديز ته په ٤٥ کلومتری کي دخاکريز په سيمه کښي موقيعت لري د اووه ورځنيو ميلو لپاره ځي ،

دکندهار  د ځينو نوروخاصو  ځايونولکه دبابای ولي صاحب دربار  ، د خاکريز صآحب دربار ، د شين غزي  اصحابي  مزار او يا هم د ميوند د غازيانو و زيارتونوته څيرمه  خاصلي ميلې جوړيږي . چي زيات شمير کندهاريان ئې ليدو ته ورځي .

د يادولو وړ ده چي کندهاريان د اختر د ورځي لپاره د کاليو او  څپليو په برابرولو کښي  زياتي پيسې لګوي چي د يو  نفر  منځنۍ لګښت  ان تر دوه سوه امريکايي ډالرو پوري رسيږي ، د هغوې کندهاري( خامکي) غاړي  ، ګرپسول څپلۍ ، زريني لنګۍ ، پټوان ، او د غميو ډکي رخچيني  هغه څه دي چي د اختر ورځي ته ئې يومياشت مخکي رانيولي وي ،

 

10~2.jpg
 
09~2.jpg
 
08~2.jpg
 
07~2.jpg
 
06~2.jpg
 
05~2.jpg
04~2.jpg
03~2.jpg
 
02~2.jpg
 
01~2.jpg
20~1.jpg
 
19~1.jpg

18~1.jpg
 
17~1.jpg
16~1.jpg
 
15~1.jpg
 
14~2.jpg
 
13~2.jpg
 
12~2.jpg
 
11~1.jpg
31~0.jpg
30~0.jpg
 
29~0.jpg
28~0.jpg

27~0.jpg
 
26~0.jpg
24~0.jpg
23~0.jpg
22~0.jpg
 
21~0.jpg
 
36.jpg
 
35~0.jpg
34~0.jpg
 
33~0.jpg
 
32~0.jpg

بېنوا خپرنيزه پاڼه د خپل همکار خليل الله سروري ځني  منندويه ده چي د اختر د ورځي انځورنه  ئې موږ ته راليږلي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery