مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-09   مخپرونکئ : خليل الله سروري

دملي ويښتيا پروګرام غونډه جوړه سوه

بېنوا كندهار

دغونډي موخه دملي ويښتيا دپروګرام پيژندنه وه چي د نوموړي پروګرام د مسوول عبدالهادي پرديس له خوا وړاندي سوه چي مهم ټكي يې دبيلابېلو فرهنګي او ټولنيزو ټولنو ،همدارنګه له شخصي فرهنګيانو سره د دوي د آثارو د چاپ په اړه د مرستو كول وو

بېنوا كندهار

دروان كال دلړم پر ۱۸ مه دچارشنبې په ورځ دسهار پر ۸ بجې د افغانستان دمدني ټولني او فرهنګي بنسټ له خوا په كندهار ښاركې غونډه جوړه سوه .

دغونډي موخه دملي ويښتيا دپروګرام پيژندنه وه چي د نوموړي پروګرام د مسوول عبدالهادي پرديس له خوا وړاندي سوه چي مهم ټكي يې دبيلابېلو فرهنګي او ټولنيزو ټولنو ،همدارنګه له شخصي فرهنګيانو سره د دوي د آثارو د چاپ په اړه د مرستو كول وو .

ښاغلي پرديس دخپلو خبرو په ترڅ دپروپوزلونو دجوړولو او لارو چارو په اړه هم مالومات وړاندي كړل ، همدارنګه يې د ورته مسايلو په اړه په نژدې راتلونكي كې د وركشاپونو دجوړيدو يادونه وكړه .

تر ښاغلي پرديس وروسته د غونډي مشر ښاغلي عبدالرازق پالوال دغونډي د ارزوني په ترڅ كي دنوموړي پروګرام ستاينه وكړه او دا يې يو ډير پرځاى او اړين ګام وباله ، ده وويل چې ،موږ بايد له دغو همكاريو او مرستو څخه وړګټه تر لاسه كړو ، په غونډه كي د بيلابېلو آزادو فرهنګي ټولنو ، نا دولتي انجوګانو او دولتي ادارو استازو او آزادو فرهنګيانو ونډه لرله او دغرمي پر ۱۲ بجې پاي ته ورسيده .

 دملي ويښتيا پروګرام

 دملي ويښتيا پروګرام

 

دملي ويښتيا پروګرام

دملي ويښتيا پروګرام

 

دملي ويښتيا پروګرام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery