مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-12   مخپرونکئ : خليل الله سروري

د علامه رشادبابا( رح) نوي چاپ سوي كتابونه

خليل الله سروري

دعلامه رشاد بابا ( رح) د لومړۍ تلينې په وياړ د علامه رشاد بابا ( رح) څلور اثره ( ادبي نثرونه ، دبېنوا ياد ، دكارنامو مېرمني او د ګلوګيډۍ ) په يوه ټوك كي د A E F يا افغان ښوونيزي روزنيزي موسسي په مرسته دكندهار دپوهني مطبعې له لاري زر ټوكه له چاپه راوتي دي

 خليل الله سروري / بېنوا کندهار

د علامه بابا کتابونه

دعلامه رشاد بابا ( رح) د لومړۍ تلينې په اړه د علامه رشاد بابا ( رح) څلور اثره ( ادبي نثرونه ، دبېنوا ياد ، دكارنامو مېرمني او د ګلوګيډۍ ) داقتصادی مجبوریو له مخی په يوه ټوك كي د A E F ( افغان ښوونيزي روزنيزي موسسي ) په مرسته دكندهار دپوهني مطبعې له لاري زر ټوكه له چاپه راوتي دي .

چي دسر خبري يې د علامه رشاد اكاډيمي د مشر څېړنمل شيرشاه رشاد له خوا ليكل سوي دي .

لمړي اثر چي ۳۰ "ادبي نثرونه " لري ټوله ۶۰ مخه كيږي .

دوهم اثر " دبېنوا ياد " ۱۳ سر ليكه لري په ۴۲ مخو كې .

دريم اثر " دكارنامو مېرمني " لمړي برخه ده چي اووه نثري سرليكه او څلور نظمونه لري په ۵۷ مخه كې چاپ سوي دي .

څلرم اثر " دګلوګېډۍ " شعري اثر دى چي ۱۸ سر ليكه لري په ۴۸ مخه كې له چاپه رواتى دى .

د ا اثر ( 21x16) كچه لري چي پر لمړي مخ كيڼي خواته يې د علامه رشاد بابا ( رح) د لمړي تلينې په وياړ ليكنه سوې او د څلورو اثرو نومونه په غټو تورو پر هغه ليدل كيږي او د ليكوال نوم  علامه اكاډ يمسين پو هاندعبدالشكور رشاد په كښته برخه كي راغلي . په بله پاڼه كي دسر خبري راغلي دي او دڅلورو اثرو ترتيب په لاندي ډول دى :

۱. ادبي نثرونه

۲. دبېنوا ياد

۳. دكارنامو مېرمني

۴. دګلو ګيډۍ

د وروستۍ پاڼي په دننه مخ كې د A E F ( افغان ښوونيزي روزنيزي موسسي ) له مشر ښاغلي حاجي نصيراحمد څخه چي ددغه كتاب لګښت يې پرغاړه اخستى د علامه رشاد اكاډيمي له خوا مننه او كور ودانى ويل سوى او دكتاب پر وروستي مخ ، دعلامه رشاد اكاډيمي له خوا زموږ غوښتنه ستاسو پېرزوېنه تر سر ليك لاندي د علامه رشاد اكاډيمۍ د ودانۍ د جوړښت او د ناچاپو كتابونو دچاپ له پاره دمادي او معنوي مرستو هيله سوې ده .

د كتاب د تر لاسه كېدو پته :

څلرم كور ، علامه حبيبي ( رح ) واټ ، سردار مدد خان چوك ، كندهار - افغانستان .

برېښناليك :   Shershahr@yahoo.co.jp يا Khalilsarwari2005@yahoo.com

 ګرځنده تليفونونه : ۰۷۹۸۵۰۳۳۴،۰۷۹۴۰۶۵۹۷،۰۷۰۳۰۵۰۰۶


افغان كتاب او قرطاسيه پلورنځي كندهار _ افغانستان

دګرځنده تليفون شميره : ۰۷۰۳۰۳۲۵۱

دبرېښناليك پته : Afghan_saq@hotmail.com

 


 بانكي پته :

Kabul Bank

A/C Name : Shershah Reshad

A/C No : 001-004375-015

SWIFT : KABUAFKA


Cor. Bank : COMMERZBANK AG, FRANKFURT

Cor. A/C # 4008701047 00 USD

Cor. SWIFT :COBADEFF

 د علامه بابا کتابونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery